تاند- په تېرو درو کلونو کې څه باندې ۱۳ زره افغان امنیتي ځواکونه له وسله والو طالبانو او د هغوی له بهرنیو ملاتړو سره په جګړو کې وژل شوي دي.
د امریکا د اې بي سي نیوز د راپور له مخې، د افغان ځواکونو تلفات به لا زیات شي ځکه چې د سږ کال په لومړیو اوو میاشتو کې تراوسه پوري ۴۳۰۲ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۸۰۰۹ نور ژوبل شوي دي چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې نژدې ۴۰ زیات دی.
د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو وروستۍ شمېره د جمعې په ورځ /اګست۱۴/ د پینتاګون له لوري خپره شوه.
پینتاګون وايي چې دا شمېره د افغانستان امنیتي ځواک ورکړې ده. په دغه ځواک کې ملي اردو، ملي پولیس، هوايي ځواک او افغان سیمه ییز پولیس شامل دي.
د دې شمېرې له مخې د سږ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د جولای تر ۳۱ مې پوري ۴۳۰۲ افغان ملي امنیتي ځواکونه له وسله والو سرزورو سره په نښتو کې وژل شوي او ۸۰۰۹ نور ټپیان شوي دي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۳۶ زیات دي.
تېر کال ۳۳۳۷ تنه وژل شوي او ۵۷۴۶ نور ژوبل شوي ول.
دا په داسي حال کې ده چې په ۱۳ کلونو کې ۲۲۱۵ امریکايي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي او ۲۰۰۲۷ نور ژوبل شوي دي.
د امریکا امنیتي چارواکي وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلو زیاتېدا د دې ښکارندويي کوي چې هغوی ټول مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
خو نور راپورونه وايي چې طالبانو او ملاتړو یې د دې لپاره چې بهرني پوځیان د جګړې له میدانه وتلي دي، سږ کال خپل نهايي زور وازمایه چې ځیني سیمې لاندې کړي. دوی په تېرو میاشتو کې ډېرې هڅې وکړې چې هغه سیمې بېرته ونیسي چې څو کاله پخوا یې په لاس کې وې، ځینې سیمې یې د لنډې مودې لپاره وهم نیولې خو بېرته یې له لاسه ورکړې.
دافغانستان دبشري حقوقو مشري سيما ثمر؟
كومه أحصائه دقتل او قتال چه په بور تني مضمون كي ليكل شوي ماته دا جواب را كړ ه چه ددي مسوليت د چا په غا ړ ه دي؟ په دي مورد تا څه اجرات كړي كه دي نه دي كړي ولي .وجدان لري اي سيتمي ،دالر جمع كوه كه شخصي مسوليت نه احساسوي نو وجداني مسوليت خو لګ څه احساس كړ ه.