تاند- د روغتیا نړیوالې ادارې د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفانو وغوښتل چې پر روغتیايي مرکزونو له بریدونو لاس واخلي.
دې ادارې نن /سې شنبه/ په یوه راپور کې د افغانستان پر روغتیاليي مرکزونو د حملو پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې یوازې د روان میلادي کال په لومړیو ۴ میاشتو کې د افغانستان پر ۱۱۴ روغتیايي مرکزونو بریدونه شوي دي.
راپورونه وايي چې د دولت د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې ۳ کلینیکونه بیخي ویجاړ شوي او ۹۹ نور بند شوي دي.
همداراز ۱۲ روغتیايي مرکزونه سخت زیانمن شوي دي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې د راپور پر اساس، د ۱۶ ولایتونو په ۳۸ ولسوالیو کې پر روغتیايي مرکزونو د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو په حملو کې ۱۱ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي، ۹ ژوبل شوي او ۷ تنه تښتول شوي دي.
اکثره حملې په جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو کې شوي چې هسې هم روغتیايي اسانتیاوې پکې کمې دي او د هیواد د نورو برخو په پرتله د ماشومانو او میندو مړینې پکې زیاتې دي.
د روغتیا نړیوالې ادارې نه دي ویلي چې دا بریدونه کومو ډلو کړي دي خو په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ داعش هم پر ټولګټو پروژو او ملي تاسیساتو بریدونه کوي.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر (یوناما) هم په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې ویلي و چې د سږ کال په لومړیو دریو ویاشتو (جنوري، فبروري او مارچ) کې د افغانستان پر ۲۶ روغتیايي مرکزونو بریدونه شوي دي.
یوناما پر ۱۷ مرکزونو د حملې مسوولیت د طالبانو بللی دی.