خبریال: میرویس جلالزی – د سوداګرۍ او صنایع خونې چارواکي وايي چې په تیرو شاوخوا څلورو کلونو کې په افغانستان کې تر ۱۱ سوو ډیرې فابریکې بندې شوي دي.

 د دې خونې د مسوولانو په اند، له پانګوالو څخه د حکومت نه ملاتړ، امنیتي ستونزې، د ملک د راتلونکي په اړه د پانګوالو بې باوري او د پانګونې پیچلي قوانین  د دغو فابریکو د سقوط اصلي لامل دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین وایي چې د فابریکو سقوط، د افغانستان په شان هیواد لپاره یو ستر ناورین دی.

ویل کیږي تر ټولو ډیرې شمیر فابریکې په لویدیځ هرات ولایت کې له لنډ او منځني مودې فعالیت وروسته په ټپه دریدلي دي.

د سوداګرۍ او صنایع خونې د بهرنیو اړیکو مسوول آذرخش حافظي د وینا له مخې، حکومت باید داسې سیاست غوره کړي چې د داخلي تولیداتو د ودې سبب وګرځي.

نوموړی وایي لا تر اوسه هم د دولت سیاست د تولیدي تصدیو په برخه کې پاتې راغلی دی، اوس هم فابریکې د یوه ملاتړ ییز سیاست د نه شتون له امله د سقوط په حالت کې دی.

د حافظي په وینا د افغانستان د اقتصاد د پیاوړي کیدو  غوره لاره، د کرهڼې میکانیزه کول او د معدني سرچینو استخراجول دي، خو ولې په دې برخه کې په تیرو یوولسو کلونو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي چې د سوداګرو د لا تشویق له پاره، د جواز د تر لاسه کولو مراحل یې رالنډ کړي دي. د دغه پروګرام هدف د فساد د کچې راکمول او د سوداګرۍ او صنعت ښه والی په ګوته شوی دی.

د سوداګرۍ وزارت مسوولان وایي چې تر دې دمخه د یوه جواز د اخیستلو لپاره له ۷۰ څخه تر ۸۰ لاسلیکونو ته اړتیا وه، او اوس د ۸ لاسلیکونو په تر لاسه کولو سره سوداګر کولای شي تجارتي جواز لاس ته راوړي.

امنیتي ستونزې او د بهرنیو هیوادونود ډمپینګ ( ارزان خرڅول) سیاست هغه دوه نوري عمده ستونزي دي چې د ډیری شمیر افغاني فابریکو د سقوط لامل ګرځيدلي دي.

د پلاستیکي پيپونو د تولید د یوې فابریکي د مدیره هیت غړي انجینیر شیرجان د وینا له مخې چې ایران او پاکستان د افغانستان د فابریکو د سقوط لپاره تر ډیره په ډمپینګ سیاست اتکا کوي.

نوموړی وايي حکومت باید د کورنیو تولیداتي مرکزونو د خوندي ساتلو لپاره د ګاونډیو ملکونو پر مالونو لوړه مالیه وضع کړي وای چې د هغه پر وینا دا کار نه دی شوی.

هغه وایي اوس چې ډیر شمیر افغاني فابریکي سقوط شوي دا به ګرانه وي چې حکومت وکړای شي له سره د یادو فابریکو ماشین ته خوځښت ورکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین وایي چې د سوداګرو، پانګوالو او صنعت کارانو له پاره د آسانیتاوو رامنځ ته کول کولای شي په نړیواله کچه د افغانستان مثبت انځور وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *