تاند- اروپايي اتحادیې په ۶ زره ښارونو کې د وړیا وای فای انترنیټ د برابرولو لپاره د ۱۲۰ ملیون یورو پروژه تصویب کړه.
د اروپايي اتحادیې د پارلمان خبري اژانس د راپور له مخې د دې اتحادیې د پارلمان غړیو تقریباً د اتحادیې په درستو هیوادونو کې د انترنیت د وړیا کېدو ملاتړ کړی دی.
د دې پروژې د عملي کېدو په صورت کې به په کتابتونونو، دولتي او غیردولتي ادارو، روغتونونو او د ښار په عمومي ځایونو کې خلک وړیا وای فای یا بې سیمه انترنیټ لرلی شي.
اوس هم د یو شمېر اروپايي ښارونو په رستورانونو، دولتي ادارو، تمځایونو، روغتونونو، کتابتونو او ځینو پارکونو کې انترنیټ وړیا موندل کېږي.
د اروپايي پارلمان غړي وايي، دا پروژه، چې (WIFI4EU) نومېږي، د خلکو عوایدو به زیات کړي.
د ډېرو په باور، هرڅومره چې انترنیټ عام او وړیا شي، په هماغه اندازه به د انترنیټ له لارې تجارتي راکړه ورکړه او اعلانونه زیات شي.