تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۷مه: د ټاکنو کمېسیون وايي، د تړل شویو اووه ولایتونو له منځه یې د شپږو ولایتونو د رایو بیا شمېرنه بشپړه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ تاند ته په یو تلیفوني تماس کې وویل، په پنجشیر، جوزجان، سرپل، فاریاب، تخار او بدخشان کې د رایو بیا شمېرنه تېره ورځ ناوخته تکمیل شوې ده، خو په بغلان کې لا هم د رایو بیا شمېرنه روانه ده.

نوموړی وايي، د بغلان رایې کیدای شي چې د محلونو د ډیروالي له کبله وخت ونیسي: (( که کوم تخنیکي مشکل پیدا نه شي تر سبا پنجشنبې پورې به د بغلان د رایو بیا شمېرنه هم بشپړه شي.))

دا په داسې حال کې ده چې کمېسیون د ۲۷ ولایتونو رایې پخوا بیا شمېرلې وې خو په اووه ولایتونو کې د عبدالله عبدالله د پلویانو د مخالفت له کبله د رایو بیا شمېرنه ځنډېدلې وه.

په همدې حال کې اوازې دي چې تر پنجشنبې یا هم راتلونکې شنبې پورې به د ټآکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي، هغه څه چې د ټاکنو دارلانشا یې په اړه له څه ویلو ډډه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *