تاند- په خوست کې د بې پولې ډاکترانو د ټولنې د طبي چارو ريیسه وايي چې په دې ولایت کې د دوی په زېږنتون کې دنیا ته د راغلیو ماشومانو شمېر تر یولکو واوښت.
د بې پولې ډاکټرانو ادارې د طبي چارو رييسې ایل یانه وايي چې په تېرو ۶ کلونو کې د دوی په زېږنتون کې د زېږېدلیو ماشومانو شمېر دوې اوونۍ وړاندې سل زرو ته ورسېد.
هغې همداراز وویل چې د بې پولې ډاکترانو د خوست په زېږنتون کې د ورځې ۸۰ ولادتونه کېږي.
د مېرمن ایل یانه په وینا د افغانستان په کچه د دوی تر ټولو لوی روغتون په خوست کې دی او تر ټولو زیات ولادتونه هم په خوست کې کېږي.
دا ټولنه په ولسوالیو کې هم له کلنیکونو سره د ولادتونو په برخه کې مرسته کوي.
د بې پولې ډاکترانو ټولنه له ۱۹۸۰ م کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي خو په خوست کې د دې ټولنې زېږنتون په ۲۰۱۲ م کال پرانیستل شوی دی.