۱۳۹۳/۱۲/۱۱

د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق وایي د اړونده وزارت له لورې ورته هر کال په دغه ولایت کې شاوخوا پنځو ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي خو په دغه ولایت کې نږدې ۲ سوه ښوونځي ودانیو جوړېدو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، د پوهنې وزارت له لورې هر کال یواځې د پنځو ودانیو جوړول ورته بسنه نه کوي نو له همدې امله یې د دغه ولایت د ټولو لېسو له مسؤلینو سره پرېکړه کړې،چې په شخصي لګښت به هره ولسوالۍ کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پیل کړي.

طارق وویل دغه ښوونځیو جوړولو لپاره به د ښوونکو او زده کوونکو ترڅنګ له سوداګرو،هټیوالو او نورو مخورو څخه پېسې راټولي کړي او په هره ولسوالۍ کې به د ښوونځیو لپاره تر پنځو ودانۍ جوړي کړي،چې په دې کار سره به راتلوونکی کال شاوخوا ۲۱ ښوونځیو ته ودانۍ جوړي شي .

په ولایت مقام کې د میدان وردګو ولایت د سرپرست والي په مشرۍ د ادارو د مسؤلینو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې د پوهنې رئیس په دغه چاره کې د بریالیتوب په موخه د ولایت مقام،سوداګرو او اولسونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

 د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د پوهنې ریاست له یادې ګړنې څخه ستاینه وکړه او زیاته کړه په دغه کار سره به د بیا رغاونې په بهیر کې د حکومت سره د ولسونو ونډه اخیستلو دود ژوندی شي .

ده په دغه برخه کې د پوهنې رئیس ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړده،تېر کال د میدان وردګو د پوهنې په ریاست کې یو لوی مسجد هم د ښوونکو د یوې ورځې معاش په ورکړې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوو.

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *