تاند- د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن /یکشنبه/ له افغانستانه د پخواني شوروي د پوځونو د وتلو شپږ ویشتمه کالیزه ولمانځله خو د افغانستان په جګړه کې یې د خپل هیواد ملامتي رد کړه.
پوتین په دې مناسبت په څرګندونو کې نامتو روس ناول لیکوال لیو تولستوۍ وستایه.
ده وویل:«څومره چې کلونه تېرېږي او نور حقیقتونه څرګندېږي، موږ پر هغو دلایلو لا ښه پوهېږو چې ولي د شوروي پوځونه افغانستان ته ولېږل شول.»
د کریمیلن ماڼۍ د ویبپاڼې د راپور له مخې ښاغلي پوتین دا خبرې نن د افغانستان د جګړې له برخوالو پوځیانو او د هغوی د ټولنې له تنظیموونکو سره په کتنه کې وکړې.
په تېرو کلونو کې روسي چارواکو په ځلونو افغانستان ته د پوځیانو د لېږلو په اړه د شوروي مشرانو پرېکړه غندلې او هغه یې تېروتنه بللې وه خو پوتین نن د شوروي سرتېرو د لېږلو د پرېکړې ملاتړ وکړ.
ده وویل:«ډېرې تېروتنې وشوې خو حقیقي خطرونه موجود ول چې د شوروي اتحاد مشرانو هڅه وکړه افغانستان ته د ځواکونو په لېږلو یې مخه ونیسي.»
د پخواني شوروي پارلمان په ۱۹۸۹ میلادي کال افغانستان ته د شوروي ځواکونو د لېږلو پرېکړه او د افغانستان جګړه تېروتنه بللې وه.
د شوروي پوځیانو له لوري پر افغانستان د یرغل په نژدې لس کلنه موده کې د یو نیم ملیون او دوو ملیونو ترمنځ افغانان ووژل شول، شاوخوا ۶ ملیونه ګاونډیو هیوادونو ته کډوال شول، اکثره کورونه په تېره بیا کلیوالي سیمې ویجاړې شوې.
همداراز په همدې موده کې (له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۹ پوري) شاوخوا ۱۵ زره شوروي پوځیان ووژل شول او څه باندې ۵۰ زره ټپیان شول.
پوتین په دې خواشیني څرګنده کړه چې د «جنګ او سوله» لیکوال لیو تولستوۍ انساني تعلیمات په نړۍ کې نه دي عملي شوي.«له بده مرغه وینو چې ټولو ته د تولستوۍ پیغام نه دی رسېدلی، حال دا چې له بل شریر سره له جګړې د شریر انکار په ځانګړي ډول په نړیواله صحنه کې په زړه پورې پایلې لري.»
تولستوۍ، چې د سولې او جنګ او انا کترینا ناولونه لیکلي، د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې په سوله ییز توب مشهور و.
د شوروي اتحاد پر وړاندي د غرب او اسلامي نړۍ ایتلاف ډراماتیک وو. که چيري یې روسیې تصور کولای سواي هیڅ کله به یې افغانستان ته خپل پوځ نه وای استولی. روسانو فکر نه کاوه چي اسلامي نړۍ او غرب به یې په مقابل کي د هري ممکني وسیلې څخه کار اخلي
یو حاجي صاحب کیسه راته کول ویل د خلق په پوځ کي نوکري ونیول سوم او څه موده وروسته د څو ملګرو پوځیانو سره ایران ته وتښتېدو ویل هلته هم ځاي راکول سو هم پیسې او بیا له هغه ځایه زموږ په خوښه پاکستان ته واستول سوو ما د ځان سره فکر کاوه چي په افغانستان کی د شوروي بری ګردسره ممکن نه وو چي ایران او سعودي یې لا په مبارزه کي یو ځاي سوي وو