ژباړن: آغامحمد قریشي
سرچینه: آر ټي نن روسیه
یوه ډله روسي فعالین او سیاست پوهان په رسمي توګه و پوتین ته د نوبل د سولې د جایزې د ورکړي غوښتنه کوي.
د دوی په وینا د روسیې ولسمشر پوتین ته باید د نوبل د سولې جایزه ځکه ورکړل سي چې د سوریې د روان کړکېج د حل لپاره یې رښتنې منډې ترړې کړي، د دې بهیر له فعاله برخوالو څخه یو دوما (ولسي جرګې)غړی ایوسف کوبزون خبریالانو ته وویل: د ۲۰۰۹ د نوبل د سولې جایزې وړونکی د امریکا ولسمشر بارک اوبا څخه ډېر پوتین د هماغې جایزې مستحق و. اوباما هغه څوک دی چې پر عراق او افغانستان یې حملې تایید کړي او کار یې پرې کړی. اوس یې پر سوریې د یرغل تکل کړی، سره له دې خبرو بیا هم اوباما ته د بوبل د سولې جایزه ورکول سوه. زموږ ولسمشر چې د وینې تویونې مخنیوی کوي او تل یې د سیاسي مزاکراتو له لارې د لانجو د حل لاره خپله کړې، د نوبل د سولې جایزې بشپړ مستحق دی.
د پوتین یوه بل پلوي چې له هغه سره یې په ټاکنو کې هم ملاتړی و، په روسیه کې د روحي یووالي او ملاتړ د نړیوالې اکاډۍ مرستیال بیسلان کوباخیا هم ټینګار کاوه چې پوتین په سوریه کې د روانو شخړو د ارامولو لپاره خپل وس کړی، ویې ویل چې د روسې ولسمشر په عمل کې له سولي څخه ملاتړ او سولې ته کار کول وښودل.
د روحي یووالي او ملاتړ نړیوالې اکاډمۍ مشر جیورجي تریپنیکوف وویل: د پوتین لپاره د نوبل د سولې جایزې ورکولو غوښتنه پر حقیقت ولاړه ده، دا هغه حقیقت دی چې پوتین د سولې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې، تل یې کوښښ کړی چې د سولې په برخه کې کلیدي رول ولري، همدا یې ثابته کړه، د روسې فدراسیون په ډېرو سیمو کې دسولې لپاره خپل وس نه دی درېخوالی.
د سپټمبر پر ۱۶مه د نوبل جایزو کمیټې ته یو غوښتنلیک ولېږل سو چې یادې کمېټې د سپټمبر پر ۲۰مه تر لاسه کړ. ولادیمیرپوتین تر دې دمه له هیچا هم هغه ته د نوبل د سولې د جایزې د ورکړي په اړه د د هڅو غوښتنه نه ده کړې، ولسمشر ته د خپلو کارونو ښې پایلې د ډاډ وړ دې او هغه ته سکون ورکوي، یادې خبرې د ولسمشر د رسنیو ویاند پیکوف رسنیو ته وکړې.
ولسمشر پوتین ته د نوبل د سولې د جایزې د ورکړې په اړه له وړاندې د (په روسیه کې د ټولو لپاره د ښوونې فنډ) مشر د نوبل د جایزو د ورکړې له کمیټې د یوه لیک په مرسته غوښتې چې ولسمشر یادې جایزې ته نوماند کړي، هغه وویل: ولسمشر پوتین د سولې لپاره ډېرې هڅې کړې، نه یواځې په خپل هیواد کې بلکي پر دې خاورینه کره یې په هر ځای کې د وینې تویونې او جګړو سره مخالفت ښوولی او د سولې غوښتنه کوي.
د سولې نړیواله جایزه (نوبل) د یوې ځانګړې کمیټې له لورې ورکول کېږي، ددې بهیر بنسټ سویډنې نامتو شخصیت الفریډ نوبل ایښی. د نوبل جایزه هغه کلنۍ جایزه ده چې حقیقي او حکمي وکړو ته ورکول کېږي چې د سولي، امن، د ملتونو د یووالي او نورو ورته چارو په برخه کې زیار ایستلی وي.
د سولې جایزې ته د نوماندۍ لپاره غوښتنه عموماً د نوبل د کمیټې، پارلمانونو، حکومتونو، د نړیوالو سازمانونو، او د حقوقو، سیاست، تاریخ، فلسفې د پروفیسورانو او یاهم د نوبل جایزې وړ وګړو لخوا ترسره کېږي. د سولې د جایزې لپاره د نوماندۍ د غوښتنلیکونو د منلو اخري ورځ د فیبرورۍ وروستۍ نېټه ده. د سولې د جایزې ګټوونکی د راتلونکي کال د اکټوبر پر ۱۲مه اعلانېږي.
د نوبل د جایزو د ورکړې په تاریخ کې یواځې دوه ځلې روسي اتباعو ته ورکول سوي، په ۱۹۷۵ ز کال کې اکاډمیسن اندریسا خاروف ته او په ۱۹۹۰ ز کال کې د شوروي اتحاد ولسمشر ګرباچوف ته ورکړل سوي. تېر کال یاده جایزه اروپایي اتحادیې ته ورکړل سوه.
د لیکنې په لمړۍ جمله کې (و) بیځایه او اضافي لیکل شویدی.
یوه ډله روسي فعالین او سیاست پوهان په رسمي توګه و پوتین ته د نوبل د سولې د جایزې د ورکړي غوښتنه کوي.
ددې جملې ښه بڼه داده:
یوه ډله روسي فعالین او سیاست پوهان په رسمي توګه پوتین ته د نوبل د سولې د جایزې د ورکړي غوښتنه کوي.
تر ټولو ښه جمله چې همدغه مالومات په بشپړه توګه او ورته ډول بیانولی شي:
یوه ډله روسي فعالین او سیاست پوهان په رسمي توګه غوښتنه کوي چې پوتین ته د نوبل د سولې جایزه ورکړل شي