تاند- د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې وویل چې روسیه په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) او طالبانو د نفوذ پر زیاتېدا جدي اندېښنه لري.
د روسیې د سپوټنیک نیوز د راپور له مخې پوتین له حامد کرزي سره په مسکو کې د کتنې په مهال وویل:«موږ د داسي بهیر شاهدان یوو چې د ژورې اندېښنې سبب کېږي… طالبان په فعال ډول خپل نفوذ خپروي، د افغانستان د خاورې یوه برخه یې تر کنټرول لاندې ده، په تېره بیا ډېرې سرحدي سیمې.»
ده د خپلو څرګندونو په دوام کې دې ته په اشارې چې داعش اوس د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ کې حضور لري، وویل:«څه چې د لا ډېرې اندېښنې وړ دي، هغه دا ده چې د اسلامي دولت ډله په افغانستان کې لا زیاته فعاله شوې ده، دا ډله په افغانستان کې لا زیات ډاډ احساسوي.»
سپوټنیک نیوز وايي، د اسلامي دولت وسله واله ډله، چې د سوریې او عراق پراخې سیمې یې لاندې کړي، اوس په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې ده.
سپوتنیک وايي، طالبانو تېره اوونۍ د اسلامي دولت د وسله والې ډلې د پرمختګ له وېرې دې ډلې ته د زاریو ترڅنګ خبرداري ورکوونکي لیک خپور کړ.
د دواړو ډلو ترمنځ په یو شمېر سیمو کې نښتې شوي دي.
سپوټنیک نیوز نه دي ویلي چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د څرګندونو په ځواب کې د افغانستان پخواني ولسمشر څه وویل.
ياره دا مالومه نده چه اوس جناب د كرزي ريس جمهور ده اوكه غني. ددي د دومره سفرونو نه مطلب ثه ده. ايا ملي امنيت ويده ده چه لده نه دا وپوشتي چه دا دومره لويو ملكونو ته دا رسمي سفرونه د ثه لپاره موي زما په هاند ددي ديرو سفرونو پايلي به د افغانستان په گته نه وي
جلاله تاسو د کرزي د سیاسي شخصیت په اړه مالومات نه لری
په دې مو کله پکر کړی چې دا دومره لوی هیوادونو ولسمشران کرزي ته دعوت ورکوي چې پخوانی ولسمشر دی اوس په واک کې نه دی خو اشرف غني چې په واک کې دی دعوت نه ورکوي داولی؟
پوتین دکرزی پر څای ولی له علومی نه دا پوشتنی نه کوی
جناب محترم په ۱۴ کلونو کې ملک تباه او برباد کړ، پښتانه یې د خاورو سره خاورې کړل، خو بیا هم په کراره ناستی خوند نه ورکوي. اصلآ په کار پښتنو مشرانو ته ده چې دا بې عقله پوه کړي او په خبره یې سم پوه کړي. دا د قدرت ګدی هم ډیر بد شی دی، کرزیه! خدای د تباه کړه که لا هم د خپل شخصي مقصد په خاطر غواړې چې دغه وطن د بربادی او تبایی په لور بوځې. موږ ټولو پښتنو ته سم پیژندلی یې او ته نور نو د کوم درد دوا نه یې یواځې د مصلحتونو ولسمشر وې او بیا به هم وې، چې خدای نه دا غواړم چې الله تعالی د ژر تر ژره مرګ درته روالي. د قدرت نه د لرې کیدو نه مخکې د ټوله خزانه تشه کړي وه، په لسګونو بیسوادو ته د جنرالی امضا کړي وې نو اوس موږ په تا څنګه اعتبار وکړو؟؟؟
جلال وروره ! دی محترم غواری بیا واک ته ورسیژی او په همدی خاطر هر خوا مندی وهی تر حو توجه جلب کری . زما په فکر غواری دوهم ببرک کارمل شی.ه
نو شیروان را حکا یت کنند که کسې بخواب دید که تمام وجودش خاک ګشته، بجز چشما نش (که هنوز چشمک میزند) صا حبدلې در تعبیر ګفت: هنوز هم نګران است که ارګش نزد غنیخان است .