تاند- د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د افغانستان حالات د سختې اندېښنې وړ دي او له همدې کبله په دغه هیواد کې له ترهګرو او سختدریځو سره د مقابلې لپاره کلکو او جدي اقداماتو ته اړتیا ده.
د روسي خبري اژانسونو د راپور پر اساس، پوتین نن /پنجشنبه/ هند ته د سفر په درشل کې وویل، د روسیې او هند ترمنځ په سیمه کې حالات کړکېچن دي خو د افغانستان حالات تر ټولو زیات اندېښمنوونکي دي.
ده په افغانستان کې د ترهګرو او سختدریځو زور اخیستو ته په اشارې وویل«روسیه او هند د نړیوالو معیارونو پر اساس په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره د هلوځلو د ملاتړ د اړتیا په باب د نظر یووالی لري.»
ټاکل شوې ده چې ښاغلی پوتین د شنبې په ورځ /۱۵ اکتوبر/ هند ته سفر وکړي.
پوتین له امنیتي ګواښونو سره د مقابلې لپاره د سیمه ییزو همکاریو زیاتېدا ته د خپل هیواد چمتووالی وښود.
پوتین دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې په افغانستان کې له طالبانو سره د روسیې د پټو اړیکو په اړه شکونه مخ په زیاتېدو دي.
ویل کېږي چې روسیې د داعش د مخنیوي لپاره له طالبانو سره تماسونه ټینګ کړي او حتي مالي او تسلیحاتي مرستې یې ورکړي دي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازي لږترلږه دوه ځلې له طالبانو سره د روسیې تماسونه تایید کړل.
دا هم ویل شوي چې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور، چې د مې په میاشت کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ووژل شو، په ایران کې له روسي استازو سره کتلي و او بېرته خپل اصلي مرکز کوټې ته روان و چې د امریکا بې پېلوټه الوتکې وویشت.