ژباړه: عبدالله عابد

سرچينه: ډيلي ميل

فوربس مجلې د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین د ۲۰۱۵ کال د نړۍ تر ټولو ځواکمن شخصیت ونوماوه. په هغه نوملړ کې چې د فوربس مجلې له خوا خپور شوی د جرمنې لومړۍ وزيرې انګلا میرکل دوهم ځای او د امريکا ولسمشر بارک اوباما درېيم ځای خپل کړی دی.

د مایکروسافټ بنسټ ایښودونکی بیل ګيټس، د بریتانيا لومړی وزير ډيويډ کامرون او د هند لومړی وزير نریندرا مودي د دې درې اويا کسیز نوملړ په لومړيو لسو کسانو کې دي.

د تیرو اوو کلونو په ترڅ کې چې فوربس مجله هر کال د نړۍ تر ټولو د ځواکمنو څيرو نوملړ خپروي دا لومړی ځل دی چې د امريکا ولسمشر له لومړي او دوهم ځای څخه درېيم ځای خپلوي . په یاد نوملړ کې ۷۳ تنه د نړۍ تر ټولو ځواکمنې څیرې پبلل شوي دي.

پاپ فرانسيس، او د چين ولسمشر شي جين پينګ څلورم او پنځم ځايونه نيولي. خو د جاپان لومړی وزير شینزو ابې چې تير کال يې د فوربس مجلې د ځواکمنو څيرو په لیست کې ۴۹ ځای درلود سږ کال ۲۲ ځای خپل کړی.

د متحده ایالاتو د ټاکنو احتمالي نومانده هیلري کلینټن هم دغه نوملړ کې شامله ده او اته پنڅوسم ځای يې خپل کړی دی.

فوربس مجله وايي د پیسو د کنټرول اندازه، پر خلکو د اغېز کچه او له خپل واکه اغېزمنه استفاده هغه فکټورونه دي چې له مخې يې یادې څيرې د ۲۰۱۵ کال د نړۍ د ځواکمنو څيرو په توګه نومولي دي. د نړۍ د ځواکمنو څیرو په ۷۳ کسیز نوملړ کې ټولټال نهه تنه ښځې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *