د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

تاند- د روسیې ولسمشر له افغانستان څخه د تروریزم ګواښ ډېر جدي وباله خو هیله لیې څرګنده کړه چې د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره له روسي ځواکونو څخه کار اخیستلو ته اړتیا پیدا نه شي.

د روسي خبري اژانسونو د راپور له مخې، ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، روسیه هیله لري چې په تاجکستان کې خپل وسله وال ځواکونه هیڅکله د ستونزې د هواري لپاره افغانستان ته ونه لېږي.

پوتین، چې هیواد یې له طالبانو سره اړیکې نژدې کړي، همداراز وویل«دا زموږ لپاره ډېره مهمه ده او موږ له مخکې څخه پوهېږو چې که سختدریځي د افغانستان له خاورې واوښتل نو خورا خطرناک حالت به رامنځته شي.»

پوتین وویل چې له افغانستانه د مخدرو موادو د قاچاق او د ځینو جنایتکارانو د اوښتو خبره نه کوي بلکې د هغسي یوه وضعیت یادونه کوي چې څو کاله پخوا په قیرغیزستان کې رامنځته شو او وسله وال ځواکونه مجبوره شول چې له یاغیانو سره جګړه وکړي.

پوتین له میر دولتي رادیو – تلویزیوني کمپنۍ سره په مرکه کې، چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، وویل« پر دې حقیقت ډېر حساب کوو چې موږ به په تاجکستان کې د خپلې ۲۰۱ اډې د قطعو په شمول هیڅکله له خپلو وسله والو ځواکونو کار وانخلو.»

One thought on “پوتین هیله لري چې په افغانستان کې له قوې کار اخیستلو ته اړتیا پیدا نه کړي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *