تاند- د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اسلامي دولت ترهګره ډله افغانستان ته رسېدلې ده.
پوتین د سیمې د امنیت په اړه د شانګهای د امنیتي همکارۍ ټولنې د سرمشریزې په پای کې په یوه خبري غونډه کې وویل:«موږ په افغانستان کې د داعش د سختدریځو زیاتېدونکي فعالیتونه احساس کړي دي.»
پوتین وروسته د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره لومړنۍ تاریخي دوه اړخیزې خبرې وکړې.
ولسمشر غني د شانګهای د همکارۍ ټولنې د مشرانو د غونډې ترڅنګ د پاکستان له صدراعظم محمد نوازشریف سره هم ولیدل.
تر دې مخکې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړیو هیوادونو مشرانو له افغانستانه د نړیوالو جنګي ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هیواد پر امنیتي ستونزو خبرې وکړې او له تروریزم څخه د پاک افغانستان د جوړولو لپاره یې د افغان دولت د هلوځلو ملاتړ وکړ.
پوتین وویل چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو څه باندې یوه لسیزه حضور د دغه هیواد د حالاتو له ښه کولو سره مرسته ونه کړه او د منځنۍ اسیا هیوادونه اندېښنه لري چې تروریزم به له افغانستانه د دوی هیوادونو ته خپور شي.
د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف وویل:«ګاونډیو هیوادونو ته د بې ثباتۍ د خپرېدو په اړه حقیقي خطر شته. موږ د افغانستان ګاونډیان پر دې خطر سترګې نه شو پټولی.»
ده دا هم وویل چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل بې له دې چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه لا اندېښمن کړي بله ګټه نه ده کړې ځکه چې د دوی تشه (خلا) بېلابېلې تروریستي ډلې ډکوي.
ستاسو پدی لاندی جمله کی صراحت نشته:
« تر دې مخکې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړیو هیوادونو مشرانو له افغانستانه د نړیوالو جنګي ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هیواد پر امنیتي ستونزو خبرې وکړې او له تروریزم څخه د پاک افغانستان د جوړولو لپاره یې د افغان دولت د هلوځلو ملاتړ وکړ.»
فکر کوم دلته کومه کلیمه پاته شویده .
کوم وخت چی یومتن د افغانستان له لوری لیکل کیږی په هغه صورت کی د افغانستان نوم اول او بیا فرضا پاکستان راځی او که غواړی اختصار یی کړی نو فرضا « افغان – پاک » کیدایشی ولیکل شی. د الفبا په حساب هم د افغانستان نوم په الف شروع کیږی او لومړی راځی . که کوم متن غواړو ترجمه کړو نو په خپل اصلی شکل سره ژباړل کیږی.
افغانستان بېچاره د هر جابر او مستبد لپاره ترانزيت لاره ده ، تاسي چي د هند سمندر ته ځان رساوه ، همداسي بېشرمانه تجاؤز مو زموږ پر خاوره وکړ لکه نن چي داعش غواړي چي ځان تاته در ورسوي نو ئې بيا هم په هم
هغسي بېشرمي زموږ پر خاوره تېری کړی دی ٠