تاند- روسي رسنۍ د کریملین له قوله وايي، د روسیې ولسمشر و لادیمیر پوتین د کابل د شنبې د ورځې له انتحاري حملو وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته په استولي پیغام کې د تروریزم له ټولو ډولونو سره د ګډې مبارزې لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.
ولادیمیر پوتین دا پیغام وروسته له دې چې د شنبې په ورځ /جولای ۲۳/ په دوو انتحاري بریدونو کې ۸۰ تنه افغان هزاره ګان ووژل شول او تر ۲۳۰ ډېر نور ژوبل شول، خپل افغان ساري ته استولی دی.
روسي رسنۍ د کریملین ماڼۍ د اعلامیې پر اساس وايي«د روسیې دولتمشر(د دولت ريیس) د سوله ییزو ښاریانو پر ضد جنایت په کلکه غندي او د ترهګرۍ له ټولو ډولونو سره په مبارزه کې له افغان چارواکو او ولس سره تر ټولو فعالې همکارۍ ته تیاري ښيي.»
په تېرو ۱۵ کلونو کې روسیې افغانستان ته یوه مرمۍ هم وړیا نه ده ورکړې. یو شمېر زړې څرخکې یې د امریکا د ډالرو په بدل کې افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړی دي.
له بلې خوا روسي چارواکو په زغرده ویلي چې له طالبانو سره تماسونه لري.
دا هم ویل کېږي چې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو مخکې ایران ته د دې لپاره تللی و چې د روسي له استازو سره وویني.
ګومان کېږي چې د روسیې ولسمشر په دې پیغام هڅه کوي چې د افغان هزاره ګانو ملاتړ ترلاسه کړي.