د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

تاند، چهار شنبه، د میزان ۳مه: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یو بې ساري اقدام کې سعودي عربستان ته ځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، به دې تړاو یې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په حاشیه کې له خپل عربستاني سیال ابراهیم الاساف سره د پوتین د سفر اجنډا جوړه کړې ده چې په ترڅ کې به یې پوتین د خلیج، یمن او سوریې پر حالاتو له سعودي مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

پوتین په دې وروستیو کې د سوریې د اته کلنې جګړې د ختمولو لپاره له ایراني او ترکي ولسمشرانو سره لیدنې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *