ژباړه: ډاکټر همدرد یوسفزی
دا د ګل ورین سوات د یو روښانه او ژوندي سهار یوه ژوندۍ کيسه ده. په کال ١٩٩٤ کې ما او زما یو نيژدې ملګري په ګډه د یو سکول د پرانيستو تابیا وکړه، موږ دواړو ملګرو به ډېر زیار ویستو او د علم پوهې او تعلیم په جذبو مو زړونه سنبال او ذهنونه روښان وو، درسته ورځ به مو سکول کې د مخکې نه داخل شويو ماشومانو ته سبقونه ویل او سم د ماښامه به مو د نيژدې ګاونډ په حجرو او بېټکونو کې خلکو ته د علم، پوهې او د ښوونې او روزنې په ارزښت خبرې کولې او ورسره ورسره به مو د خپل سکول په اړه معلومات شریکول، چې هغوى دې ته وهڅوو چې خپل ماشومان زموږ په سکول کې داخل کړي، دغه سلسلې به تېر ناوخته پورې دوام لرلو او بیا به مو خوب ته یو څه وخت پيدا کړو، هر راتلونکي نوي سهار سره به دغه سلسله بیا پیل شوه، زه به چې په منډه- منډه سکول ته لاړم، اول به مې په خپلو لاسو ټول سکول جارو کړو، بیا به مې د سکول ټلۍ (ګنټۍ) ووهله او دفتر ته به راغلم، د پرينسيپل په چوکۍ به کېناستم، د سکول په دالان کې د مسو نه جوړه دغې ټلۍ سره زما تل یو روحاني او جذباتي تړون پاتې شوى دی، خو د دې سره سره د سکول په وره لګېدلې ټلۍ ته به هم غوږ غوږ ومه او دا هيله به مو لرله چې اوس به ارومرو څوک مهربان پلار خپل ګلالى ماشوم یا ماشومه د ګوتې نه نيولې سکول کې د داخلې دپاره راشي، همداسې یو سهار یو مهربان پلار خپل ماشوم د ګوتې نه نيولې راغلو، سکول کې د داخلېدو د یو رسمي ازموينې په خاطر ما د ماشوم نه یو څو پوښتنې کول پيل کړې، پټه دې پاتې نه وي چې دغه وړه شان ازموينه چېرې هم د یو ماشوم په داخله کې خنډ شوې نه ده، ځکه چې کال و سر به داخېلو دوام لرلو او دغه لوحې به نيژدې ګاونډ کې ځوړندې هم وې. د دې یواځينى مقصد به دا وو چې دا مالوم کړم چې دا ماشوم په کوم ټولګي کې د سبق ویلو جوګه دی، د هر کله په شان ما به د ماشوم نه په انګرېزي کې د وجود د بېلابېلو برخو د نومونو پوښتنه کوله، لکه سر ته څه وایی؟ ځواب به راغلو؟ هيډ او یا به ماشوم چوپ پاتې شو، همدغه شان د انساني وجود د معلومو او پېژندلو غړو د نومونو پوښتنې به مو کولې چې دې ته انګرېزي کې څه وایي، خو په دغه سهار زه د یو داسې ماشوم سره مخ شوم چې هغه هم پوره استاد وو، د دغه ماشوم نه چې ما څه زده کړل، نه هغه ماته کوم استاد ښودلي وو او نه چرته ما په کوم کتاب کې لوستي وو. ما پوښتنه وکړه:
– بچيه! پوزې ته څه وايي؟؟
هغه ګلالي پرته د څه ځنډ نه ډېر په معصومتوب ځواب راکړو:
– “پوزې ته پوزه وایي کنه”
د ماشوم د دغه ځواب د اورېدو سره زه اریان دریان شوم، حواس مې لږ خړ پړ هم شو، زر مې ځان سنبال کړو او ماشوم ته مې ډېره شاباشي هم ورکړه، خو د دغه واقعې سره زما دننه د بې قرارۍ او بې چينۍ یو طوفان جوړ شو، د خپلې ناپوهۍ او کم علمۍ په شدت سره ډېر ژور احساس راته وشو، د دغې ورځې نه پس ما چرته هم د ماشوم نه بیا داسې پوښتنه نه ده کړې چې لاس، پښو یا سر ته په انګرېزي کې څه وايي بلکې د دې په ځاى به مې په خپل لاس، مخ، سر یا د دفتر په کوم اشنا څيز لاس کېښودو او تپوس به مې وکړو، چې بچيه دې ته څه وايي؟ ماشوم به پښتو کې ځواب راکړو او ځواب به همېشه سم وو، سکول ته د نوي راغلي ماشومانو سره د ژبې او پېژندګلو دغه طریقه ډېره په زړه پورې، موثره او کامیابه وه، په داسې کولو خو به نه ماته څه د پښېمانتیا احساس کېدو، نه به د ماشوم مور پلار په وړومبنۍ ورځ د خپل ماشوم نه نااميده کېدل او نه به د ګلالو او خوږو ماشومانو زړه ماتېدو، بلکې د دې سره به د ماشوم د سکول وړومبنۍ ورځ په يوه ښايسته او فطري توګه پيل شوه، د دغې پورتنۍ وړکوټې شان کيسې نه دا حقيقت څرګندېږي چې د ماشومانو د ذهني او تخليقي صلاحيتونو په سم نېغه او سمه لار راوستو او د هغې په وده او پرمختګ کې د وړومبنو زدکړو دپاره مورنۍ ژبه څومره ضروري، لازمي او اړينه ده، زما ډېر ملګري او یاران نن هغه ماشومان د ځان نه خوش بخته او طالع ګڼي چې ټولې زدکړې يې د پيل څخه په انګرېزۍ کې وي خو هيڅوک هم د نوي کهول په دغه بدمرغۍ او وروسته پاتېوالې د ژړا او ماتم نه شته چې دغه که یو اړخ ته د خپلۍ مورنۍ ژبې د لیک لوست څخه بې برخې پاتې شي نو بل اړخ ته په انګرېزي د پوره تسلط د نه لرلو له کبله د ریاضي، ساينس او کمپيوټر د بنسټيزو زدکړو په پوهه کې د یو شمېر کړاوونو او سختيو سره مخ وي، ما پخپله د شاهپور کلي په یو دولتی سرکاري سکول کې د انګرېزۍ لیکل لوستل په پينځم ټولګي کې زده کول پیل کړي دي، د دې سربېره چې تر پينځم ټولګي پورې زه د انګرېزۍ د اې بي سي نه هم خبر نه وم، بيا هم ما په انګرېزي ادبياتو کې ماسټري وکړه، مانا دا چې د خپلې ژبې دغو زدکړو زه د انګرېزي نه هم لرې نه یم ساتلى، زه ځان ډېر طالع او خوشبخته ګڼم چې ما له اول ټولګي نه تر اتم ټولګي پورې پښتو د یو مضمون په حيث لوستې ده، که چېرې داسې نه واى نو نن به زه د خوشال خان خټک، رحمان بابا، حميد بابا، حافظ الپوري، اميرحمزه خان شينواري، لوى غني خان او د داسې نورو ډېرو ادیبانو شاعرانو او فلسفيانو د ادبي زیارونو علم پوهې نه بې برخې پاتې وم، موږ په سکولونو کې ماشومان د خپلې مورنۍ ژبې د زدکړو نه لرې ساتو چې دا په دغه ماشومانو جبر دی، د دغه جبر او ظلم عامل که یو اړخ ته ریاست دی نو بل اړخ موږ پخپله هم د دغه جبر لامل یو. ماشومان د مورنۍ ژبې نه محروم کولو، ژبه د نصاب برخه نه ګرځولو او یا ژبه د یو لازمي مضمون په توګه په نصاب کې نه شاملول د ماشومانو ذهني تخليقي صلاحیتونه وچ کنډر او شنډوي. د تخليقي صلاحيتونو او د سوچ فکر د ارتقا چينې هله وده مومي کله چې د نصاب ژبه مورنۍ وي، ماته ياد شي چې کله موږ په کال ٢٠٠٦م کې د ټولنې د وګړو او د شخصي سکولونو د تنظيم له خوا پرلپسې زیار او کوښښ کې په دې بریالي شو چې پښتو دې په شخصي سکولونو کې د لازمي مضمون په حيث شامل کړو، نو تاسو يقين وکړئ چې ماشومان به تل د ټولو نه زیات د پښتو کلاس ته په انتظار وو، د پاکستان د هر پنجابي، سيندي، بلوچ، سرايکي، هندکي او پښتون ماشوم بنیادي حق دا دی چې هغه ته دې لومړۍ زدکړې پخپله ژبه کې وښودلاى شي، د دې خبرې هيڅکله هم دا مطلب نه دی چې موږ دې اردو او انګرېزي د نصابه بهر کړو او یا پرې سترګې پټې کړو. اردو په سهېلې اسيا کې د خلکو تر منځ د تړون ژبه ده او انګرېزي د ټولې نړۍ ژبه ده، د دغو ژبو ارزښت او ځانګړتیاوې پخپل ځاى ښکاره دي خو په پاکستان کې د اردو او انګرېزي په بدل کې مورنۍ ژبې د پامه ويستل يو ډېر ناوړه، غير فطري او د عقل نه لرې کار دی. که زموږ ریاست د دغې زړې، بېکاره او ناوړه بيانيې په بدلولو کې مخلص وي نو د هر څه اول دې د مورنو ژبو په اړه خپله وېره او تعصب لرې کړي. د دغو ژبو پرمختګ، د اشاعت او خپرونې دپاره اسانتیاوې برابرول، نه یواځې د دغو قامونو د تهذیب د ژوندي پاتې کېدو د پاره لازمې دي بلکې دا د یو پرمختللي پاکستان د پاره هم اړین دي، په نننۍ نړۍ کې د سترو قامونو او لويو هېوادونو هېوادوال ډېر په ویاړ د ا وايي چې:
“We are multi cultured and diverse society”
یعني موږ د ډېرو تهذيبونو رنګارنګ ټولنه يو، درېغه چې دغه وړه شان خبره د شهباز شریف، ثنا الله زهري او زموږ مشر وزیر پروېز خټک په عقل پوهه او دانش کې راشي او دوى هم د سيند ایالت په رنګ سم د سبا، د نرسرۍ نه تر لسم ټولګي پورې مورنۍ ژبې د لازمي مضمون په توګه په نصاب کې شاملې کړي او د ښوونې او روزنې وزرات ته دې امر وکړي چې هغوى دي تر پينځم ټولګي پورې زدکړې په مورنو ژبو کې پيل کړي.
د بل ژبه زده کول که لوى کمال دی
خپله ژبه هېرول بې کمالي ده