څو ورځې وړاندې مې د ملګرتیا په اړه یو څو کرښې ولیکلې، ما ویل چې ملګرتیا باید د یو ټاکلي هدف لپاره نه وي او یو څوک باید مجبور نه کړو چې ملګرتیا راسره وکړي او نه هم باید د چا په کار کې له پوښتنې او غوښتنې پرته کار ولرو. د خوشال بابا هغه بیت دی چې وایي:

شېخ دې لمونځ روژه کړي زه به ډکې پیالې اخلم

هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه

دا بیت بیا ما د دې لپاره راخیستی و چې هر څوک باید خپل کار او ژوند ته پرېښودل شي. هغه د سارتر خبره چې ((یو انسان د بل انسان دوزخ دی)) موږ باید د بل چا دوزخ نه شو او نه چا ته دا اجازه ورکړو چې په ژوندونې زموږ دوزخ شي. که هر څوک په خپل زړه د ځان لپاره د ژوند چارې جوړې کړي نو زه باوري یم چې هر انسان به زموږ لپاره د دوزخ پر ځای جنت شي. ژوند به مو د ځان لپاره د جنت نمونه جوړه کړې وي.

موږ دې ته ورته لنډۍ هم لرو چې د یو چا لپاره موږ نه مزاحیم کېږو. اړیکې، دوستي، ملګري، خپلوي او… دا ټول په خوښه باید وشي. که په مجبوریت وي او یا تر اړتیا ډېرې خبرې پکې راشي، نو دا هر څه بې خونده کوي چې پایله یې ښه نه راځي.

یاري د زور خبره نه ده

که زړه دې نه وي بیا دې نه مجبورومه

دا خبرې ما هم له پوسټ ماډرنېزم څخه په بې خبرۍ کې وکړې. یوارې دومره پوهېدم چې پوسټ‌ماډرنېرم تر ماډرنېزم څخه ورسته را پیل شوی او له پسرغښتوالي(پساساختاګرایي) سره هم په ډېرو برخو کې ورته والی لري. هغه دا چا خبره یوازې اوازه مې اورېدلې وه چې پوسټ ماډرنېزم شته دی. له دې پرته چې اوس وخت په نړۍ کې د پوسټ ماډرنېزم بازار ښه دی، نور مې هېڅ نه شوی ویلی. 

پرون خبر شوم چې د استاد ضیاالاسلام شېراني (پوسټ ماډرنېزم) کتاب چاپ شوی دی، نو ما هم ډېر زر تر لاسه کړو او ومې لوست. ښاغلي شېراني په خپل دغه نوي اثر کې د پوسټ ماډزنېزم په اړه ډېرې نوې او ګټورې خبرې کړې دي. نوې خبرې ځکه دي چې دغه موضوع (پسنویتوب/پوسټ ماډزنېزم) زموږ په ټولنه او ژبه کې نوې ده. تر اوسه یوازې څو د ګوتو په شمار تیت او پرک لیکنې پرې شوې وې. استاد دا ستر کار وکړو او په منظمه توګه یې شرحه کړی دی. په پښتو کې یې د پوسټ ماډرنېزم لپاره لومړی کار وکړو. د نړیوالو نطریات یې را ټول کړل او هغه یې په ساده ژبه وسپړل او خپل نظر یې هم ورسره وړاندې کړو. په پایله کې یې یوه داسې د نظریاتو ټولګه وړاندې کړه چې په لوستلو سره یې موږ په ماډرنېزم او پوسټ ماډزنېزم ښه پوهېدای شو. دا ستاد دغه تیورکي بحث به د پوسټ ماډرنېزم د عملي بېلګو د پیدا کېدو او پېژندو لپاره یو لارښود شي.

ښایي تاسې اوس هم دا پوښته ولرئ، چې په پیل کې دکومې خبرې کړې دي د پوسټ ماډرنېزم سره څه اړیکه لري؟

په پورته یاد تازه چاپ شوي کتاب کې داسې یو مطلب دی، چې پوسټ ماډرنېزم په اروپا او نوره غربي نړۍ کې خلکو په شعوري توګه منلی او پرې پوهېږي. مګر په افغانستان کې بیا خلکو په لاشعوري توګه منلی دی، چې ډېرې کړنې یې د پوسټ ماډرنېزم ځانګړنې لري او د پسنویتوب په فکري لاره روان دی.

هغه د پیل خبرې چې هر څوک باید خپل ژوند په خپله وکړي، څوک یې چې خوښ دي د هغوی سره دې راشه درشه وکړي. په دغه کتاب کې د پوسټ ماډرنېزم یوه ځانګړنه همدا راغلې ده، چې هر څوک به خپل ژوند په خپله خوښه کوي، که هغه په غر کې اوسي، که په کلي کې اوسي او یا هم په ښار کې خو خپل کار یې دی. خبره کټ مټ له کتابه راخلم: د پوسټ ماډرنېسټانو یوه بنسټیزه ځانګړنه د عمومیت پالنې نفې ده. دا خبره ښاغلي شېراني د کتاب په بله برخه کې ښه په ساده او روانه ژبه شرحه کړې ده. وایي د عمومیت نفې په دې مانا ده، چې په یو ښار یا یوه سیمه کې کوم ډولو کالي دود وي او ډېریو ته ښې ښکاره شي، خو یو څوک کولای شي چې د خپلو کالیو ډول بدل کړي او ښه بېلګه یې زموږ اوسني ښارونه دي، چې کالي، پتلون، لونګۍ، خولۍ، سرتورسر او نور… پکې شته دي. که دا خبره زه یو څه نوره شخصي کړم لا به روښانه شي. زموږ په کلي کې اوس هم سرتور سر او په ږیره کې د خطونو اچولو ته په ښه سترګه نه کتل کېږي. همدارنګه د کالیو اوږدو او لنډو کې یې هم کار وي، خو په لاشعوري توګه زما په ګډون ډېرو ځوانانو د پوسټ ماډرنېزم خبره منلې او وایي چې هر څه کوم د ځان لپاره یې کوم چاته یې څه؟ ټولنې او نورو ته کوم زیان نه دی، یوازې خپله خوښه مې ده.

دې پیل خبرې مې ځکه وکړې چې د دغه کتاب تر لوستو وړاندې مې باور نه و، چې موږ به هم د پوسټ ماډزنېزم په ځانګړنو برابرې کړنې وکړو. د دې خبرې لپاره استاد په ښکاره او روښانه توګه وایي چې افغانستان په لاشعوري توګه ځینې کړنې د پوسټ ماډرنېزم په تله برابرې دي. له بده مرغه چې د مطالعې د نه کړلو او له نړۍ څخه د بې خبرۍ له امله موږ په خپلو نظزیاتو او کړنو تر وړاندې کېدو وروسته هم نه پوهېږو.

لنډه دا چې د استاد ضیاالاسلام شېراني(پوسټ ماډرنېزم) کتاب په حجم کوچنی، خو د موضوع د نوښت او مفهم له اړخه یو غني او له وخت سره سم کتاب دی. که په لاشعوري توګه موږ یو څه کوو او د هغې د کړنې لپاره مناسب دلیل ونه لرو او په اصل باندې یې ونه پوهېږو، هغه بیا زموږ لپاره ستړې کوونکي تمامېږي. که موږ په شعوري توګه یوه کړنه تر سره کوو، نو بیا یې خوند لا زیاتېږي. 

په افغاني ټولنه کې ډېرې داسې کړنې لرو چې هغه پوسټ ماډرنېزم له نظریې او فکر سره سمې دي، خو موږ نه پوهېږو چې دا څه دي او ولې یې کوو؟ د خپلو لاشعوري پوسټ ماډرینیسټي کړنو لپاره د نړۍ د مشهور او نوموتو فلسفیانو د نظزیاتو د لوستو لپاره د(پوسټ ماډرنېزم) په نوم کتاب لوستل اړین دي.

په دې هر څه باندې پوهېدو لپاره د استاد شېراني (پوسټ ماډرنېزم) اثر یو ښه ماخذ دی، که غواړئ په ټولنه، ښوونه او روزنه او ادبیاتو کې د پوسټ ماډرنېزم په هدف، مفهم او ګټو باندې وپوهېږئ نو دغه یاد کتاب په لوستلو ارزي. 

په پای کې ښاغلي شېراني ته د خیر او لا بریا دعا کوم، چې موږ یې له نوې او نړیوالې مفکرې خبر کړو او په راتلونکې کې د همداسې نویو موضوعاتو د ساده کولو او سپړلو غوښتنه ترې کوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *