پولنډ وايي چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو ماموریت کاملاً پای ته رسوي.
د پولنډ ولسمشر برونسلاو کوموروسکي له افغانستانه بېرته خپل هیواد ته د ستنو شویو پوځیانو هرکلی وکړ.
ده پولنډي پوځیانو ته وویل:«تاسو له سخت ماموریته وروسته خپل هیواد ته له ویاړ، لویو تجربو او لوړ مهارت سره یوځای راځئ.»
کوموروسکي، چې په خپله یې د دغه هیواد په جنوب ختیبځ کې د پولنډ د لسمې زغره والې لوا د ځواکونو د هرکلي په مرامسو کې ګډون کړی و، وویل: هغه ورځ چې پولنډ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسوي ښه فرصت دی چې له پولنډي سرتېرو مننه وشي.
ده همداراز وویل:«غواړم چې له ټولو هغو پوځیانو مننه وکړه چې له ډېرو کلونو راهیسي یې د افغانستان په ماموریت کې خدمت کړی دی. په ځانګړي ډول، زه غواړم چې د هغو ۴۳ سرتېرو، چې په افغانستان کې یې سرونه ورکړل، له کورنیو سره خواخوږي وکړم او درناوی یې وکړم.»
د پولنډ ولسمشر همداراز ډاډ ورکړ چې د ده حکومت به د پوځي لګښتونو د زیاتولو ژمنه په ځای کړي او د خپل ټول ناخالص تولید په سلو کې ۲ به پر پوځ ولګوي.
پولنډي پوځیان د ناټو په چوکاټ کې په غزني ولایت کې مېشت دي.
له بلې خوا ګورجستان هم ویلي چې خپل اکثره پوځیان به د سږ کال تر پایه له افغانستانه وباسي.