تاند: افغان ځواکونو اروزګان کې د طالبانو د وسلو یو لړی ډیپو کشف کړی دی چې درنې او سپکې وسلې یې په کې ساتلې.
کورنیو چارو وزارت تاند ته استولې خبرپاڼه کې ویلي، له ډیپو ترلاسه شویو وسلو کې زیکو ۱، ۸۲ میلي متري او ۷۵ میلي متري توپونه، راکټونه، لاسي بمونه، مخابرې، د زرګونه مرمیو پېټۍاو نظامي دریشۍ کشف شوي چې دا هر څه یو کانتینر کې ساتل کېدل.
داخله وزارت وایي، دا ډیپو یې اروزګان کې د طالبانو یو مهم نیول شړي کس نه د اخیستیو معلوماتو په بنسټ کشف او ضبط کړی دی.
داخله وزارت وایي، د طالبانو نیول شوی کس لا هم پولیسو سره دی او نورې پلټنې به هم ترې وشي.
اروزګان د طالبانو د زور او نفوذ له پلوه مهمو ولایتونو مې راځي چې ډېر کله ځایي طالبان له افغان ځواکونو سره سخت مقاومت په کې کوي.