تاند، شنبه، د دلوې ۱۹مه: کورنیو چارو وزارت وايي، چې د پولیسو ځانګړې قطعې د کابل ښار سروبي ولسوالۍ کې د نشه یي توکو یو کاروباري وواژه.

کورنیو چارو وزارت وايي، چې د پولیسو ځانګړې قطعې تېره ورځ جمعه د کابل ښار په سروبي ولسوالۍ کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د نشه یي توکو یو قاچاق وړونکی وواژه.

وزارت وایي، یاد قاچاق وړونکی تر هغه وروسته د پولیسو له لوري ووژل شو، چې د پولیسو لخوا یې د ودرېدو هڅه وشوه، خو پر پولیسو یې دزې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي چې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۰ کیلو ګرامه اپین د پولیسو لاس ته ورغلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو یو لوی مافیا چې د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې برخه کې برحاله منسوب و، له نیول کېدو یې خبر ورکړ.

دوه ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د “میان احمد” په نوم هغه کس یې نیولی چې د کابل امنیه قومندانۍ کې له نشه یې توکو سره د مبارزې برخه کې کې دنده درلوده، خو په پټه کې په خپله د نشه یي توکو لوی مافیا و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *