تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، چې له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو یې په ننګرهار کې ۳۵۰۰ کېلو ګرام چرس نیولي او له منځه یې وړي دي.

د کورنیو چارو وزارت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې د چرسو دا لویه محموله د ننګرهار، اچین ولسوالۍ په تریلي سیمه کې نیول شوې ده، خو په تړاو یې کوم کس ندی نیولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *