خبرپاڼه –
د خوست ولایت امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت وویل چې بیدارو ملي پولیسودتیرې یوې اوونی په لړکې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په زیاته اندازه مختلف النوعهچاودیدونکي توکي وسلې،نشه مواد،وسلوال غله او دنشه یې توکو پلورونکي نیولي دي.
امنیه قوماندان زیاته کړه پولیسو دبیلابیلو عملیاتو پرمهال دخوست په مرکز او ولسوالیو کې دری کسان دلس کیلو ګرامه نشه یې توکو دپلور او قاچاق په تورچې په ډیر مهارت سره یې په بالښتونو کې ځای پرځای کړي وه نیولي ، دوه تنه وسلوال غله له دری میله سلاح اوکروله ډوله موټر سره، همدارنګه دموټر سایکلو او نورو وسایطو دغلاو په تور دری تنه نیول شوي دي .
ښاغلي غیرت زیاته کړه چې دیادو عملیاتو پرمهالیو عراده غلاشوی موټر سایکل، یومیل کلاشینکوف،یومیل r-p-g راکټ له ۷ فیره مرمیو سره،یومیل پاکستانی توفنکچه،۳ حلقې دپرسونل ضد ماینونه،۹ دانې لاسي،بمونه ۳ حلقې الکترونیکي بمونه،دپیکا مرمیوشریدونه،یوه دانه دپسلګد توپ مرمی ،۲ عدده خنجر،دسرجعلي ویښتان، نظامي یونفرماو نور مهمات شامل دي.
دنوموړي په وینا چې نیول شويو کسانو په بیلابیلو وسلوالو غلاوکې لاس درلود چې له نیکه مرغه دخوست بیدارو پولیسو لخوا ونیول شول.
امنیه قوماندان خلکو ته ډاډورکړ چې دامنیت دلاټینګښت په موخه به دهرډول ناقانونه کړنو مخه په خپل وخت سره ونیسې .
دښاغلي غیرت په وینا چې دنیول شویو تورنو کسانو دوسیې دلا روښانتیا په موخه ترڅیړنې لاندي او نیول شوي کسان یې دقانون منګولوته سپارلي دي .
ده زیاته کړه هغه مایونونه چې دانتقال وړنه وو دپولیسو دانجینری ټیم لخوا له شنډ کیدو وروسته له منځه وړل شوي چې په دې سره دهیواد او خلکو دښمنانو غوښتل چې یوځل بیا دخوست شریف ولسونه په وینو ولمبوي
دیادونې وړده چې دخوست بیداروپولیسو په دې ورستیو کې ډیری وسلوال غله، په زیاته اندزاه نشه یې اوچاودیدونکي توکي او په تور یې ډیری شمیر کسان نیولي او دقانون منګولوته سپارل شوي دي .
نیټه /۱۳۹۴/۱۲/۸