تاند، دوشنبه، د میزان ۲۲مه: کورنیو چارو وزارت وايي، په څو ورخني کمپاین کې یې د کابل د زورواکانو د ۱۰۰ موټرو تورې شیشې سپینې کړې دي او لویه اندازه وسلې یې هم له نامسووله وسله والو څخه نیولې دي.

 د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې یې د ځانګړو امنیتي ځواکونو په مرسته د جرمونو د مخنیوي په هدف  د بې اسنادو موټرو، تورو شیشو او ناراجستر شویو وسلو پر ضد کمپاین پیل کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د دغه کمپاین د لاسته راوړنو په تړاو وویل، تر اوسه یې ۱۰۰ موټرو تورې شیشې سپینې کړې دي، ۲ میله کلاشنکوفونه، ۱۲۰ د مرمیو شاجورونه، ۱۰ لاسي بمونه او ګڼه اندازه نظامي تجهیزات راټول کړي دي: ((دا کمپاین نه یوازې په کابل بلکې په ټول هېواد او ښارونو کې پيل شوی دی او د زورواکۍ د ځپلو لپاره به دوام ولري.))

  دا په داسې حال  کې ده چې څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې د غړو او پولیسو تر منځ د تالاشۍ، ناقانونه وسلو ګرځولو او بې نمبرپلیټه موټرو پر سر شخړه هم رامنځته شوه چې له کبله یې د ملي امنیت شورا یو ځانګړی پلاوی د پلټنو لپاره ګمارلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *