تاند – د پاکستان په ستر صنعتي ښار، کراچۍ، کې د دغه هېواد پولیسو یو سړی له دې امله ونیو چې له خلکو نه یې په دې نوم پیسې ټولولې چې د ښځو د بدلک مېله (swingers’ party) جوړوي.
پولیسو رسنیو ته ویلي، چې دغه سړي له خلکو نه په دروغو پیسې اخیستلې او تر دې مخکې یې هم څو ځلې داسې کارونه کړي او بیا یې مېلې نه دي جوړې کړي.
بي بي سي اردو سروېس بېګا شپه /د نومبر ۵مه/ په کراچۍ کې د ښځو د بدلک د مېلې د یوه برخه وال ځوان له قوله، چې نوم یې نه دی یاد کړی، لیکلي، چې په کراچۍ کې دغه ډول مېلې په خصوصي ځایونو کې جوړول کیږي.
بي بي سي اردو د کراچۍ د سوېنګېنګ پارټي (د ښځو د بدلک د مېلې) د برخه وال ځوان له قوله لیکي، چې په کراچۍ کې پروګرامونه داسې ترسره کیږي چې له شلو نه تر دېرشو پورې جوړې (ښځې او مېړونه یې) په یوه مېله کې سره یوځای کیږي، یوه هوټل کې اطاقونه په کرایه نیسي، بیا په هر اطاق کې یوه یوه ښځه کېني او مېړونه یې د ټولو کوټو په کیلي ګانو باندې پچه اچوي، هر چاته چې د هرې کوټې کیلي ورسيږي، ورځي او په هغه اطاق کې ناستې ښځې سره ساعت تېري کوي.
بي بي سي د کراچۍ د ښځو د بدلک یوه بله نمونه داسې وړاندې کوي چې یو ځانګړی شمېر ښځې او سړي یوه باغ یا بل ځای کې سره یوځای کیږي، هره ښځه په خپل موټر کې ناسته وي او مېړونه یې د خپلو موټرونو کیلي ګانې سره ګډې وډې کوي، بیا پرې پچه اچوي، هر چاته چې د هر موټر کیلي په لاس ورغله هغه سړی په هغه موټر کې ناستې ښځې ته ورځي او ساعت تېري ورسره کوي.
د انټرنټي معلوماتو په اساس، د ښځو د بدلک دغه ډول مېلې په کراچۍ سربېره د پاکستان په لاهور، راولپنډۍ، او اسلام اباد ښارونه کې هم ترسره کیږي.
بي بي سي اردو لیکي، چې په پاکستان کې دغه ډول مېلې له ۱۹۷۰مو او ۱۹۸۰مو کالونو راهیسې ترسره کیږي خو تر ډېره هڅه کیږي چې په پرده کې ترسره شي او ډېر خلک پرې خبر نشي.
چې دا زمونږ افغان اخوانیانو او مجاهدو مشرانو، د پاکستان کاسه لیڅو به څو څو واره پدې میله کې برخه اخیستې وي
د حزب اسلامي امیر صیب خو تر پرونه ورته هلته پروت وو
دا ځکه ټول پاکستان ته سجده کوي ، هلته خو داسې مزې دي