تاند، چهار شنبه، د اسد ۲ مه: کورنیو چارو وزارت وایي، کابل ښار کې یې په ۵ جلا عملیاتو کې له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو د مخدره توکو ۸ قاچاقبر نیولي دي.
وزارت په دې اړه تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، دا کسان اتمې، لسمې، اوولسمې ناحیې او د پغمان – بګرامیو ولسوالیو کې له هیروینو، شیشې، چرس او ټابلیټکا سره یو ځای نیول شوي دی.
کورنیو چارو وزارت دغه راز ویلي، د غزني ښار دویمه حوزه کې یې هم یو کس د هیروینو په قاچاق نیولی دی.