تاند- افغان پولیسو د هیواد په جنوب کې یوه کم عمره نجلۍ، چې د ځانوژونې واسکټ یې اغوستی و، ونیوله.
د راپورونو له مخې دا نجلۍ تېره شپه په داسي حال کې په هلمند ولایت کې ونیول شوه چې هڅه یې کوله پر سرحدي پولیسو برید وکړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې نجلۍ په سیمه کې د طالبانو د یوه مشهور قومندان خور ده او د نیولو په مهال سخته ترهېدلې او وارخطا وه. د هغې نوم سپوږمۍ او عمر لس کاله ښودل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د ویندوی صدیق صدیقي په وینا پولیس وايي چې دا نجلۍ د خپل ورور له لوري هڅول شوې وه چې پر پولیسو حمله وکړي.
صدیقي وايي: نجلۍ، چې د ځانمرګو واسکټ یې په تن و، د یوه سرتېري له لوري وپېژندل شوه.
دی وايي داسي ښکاري لکه چې نجلۍ نه شوای کولی چې د ځانوژنې د واسکټ ټنۍ کښېکاږي او ځان والوزوي او یا دا چې مخکې تر دې چې په دې کار بریالۍ شي ونیول شوه.
نجلۍ اوس د ولایت مرکز لشکر ګاه ته بېول شوې ده.
تر دې مخکې طالبانو له کم عمره هلکانو څخه په خانمرګو بریدونو کې کار اخیستی خو دا به ښايي لومړی ځل وي چې له یوې کم عمره نجلۍ څخه په ځانوژونکې حمله کې د کار اخیستلو هڅه کوي.
د ۲۰۱۱ کال په اګست کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي څو تنه کم عمره ځانمرګي هلکان وبخښل. دوی په یوه لړ مراسیمو کې، چې په ارګ کې جوړ شوي ول، خوشي شول.
په غزني کې موټر بمي چاودنې ۳ پولیس ووژل
د غزني والي وايي یوه ځانمرګي نن په دغه ولایت کې د موټر په وسیله د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید وکړ او درې تنه پولیس یې ووژل.
موسي خان اکبر زاده وویل، په دې برید کې، چې نن /دوشنبه/ په شلګر ولسوالۍ کې وشو، درې نور پولیس ژوبل شول.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد خبریالانو ته په استولي برېښنا لیک کې ویلي چې دا برید طالبانو کړی دی.
باور وکړی چی زه د دغه معصومی جینی دي خوار او خړ مخ ته ګورم له سترګو می اوښکی راځی. خو زه د هغی ورور ته نه پوهیږم چی څنګه یی هغه دي ته هڅوله تر څو ځانمرګي برید وکړی. تو لعنت شه په داسی ځناورو لکه د دغه جینی ورور، دغه دوزخی ځان
، ولی نه مردار کاوه په سلهاو لعنت د وی پر دغه ظالم .
خدای دي پر موږ ورحمېږي، کوچنیان کله مکلف دي چي وبخښل سي یعني کوچنیان بخښل کيږي نه! کوچنیان روزل کېږي خاین یا عادل او یا هیڅ نه روزل کيږي لکه زموږ افغانان هغه بیا داسي وي لکه حیوانان .
کله چی می دا خبر او د دغی معصومی انجلی خبری واوریدی اعصاب می چور ۳۶۰ درجی دور خوړلی له ولسمشر د یو افغان پتوګه دا غوښتنه لرمه که مور او پلار لری بیرته دی وروسپاری او که نه دغه ځناور ورور لاسته بیرته ورنشی او د دغی کوچنی خور یا لور غوښی د خپلو بادارانو دشومو اهدافو لپاره کباب نکړی ، په ټولی مینی
سلامونه
شاعر وايي (هر چيزيكه از حد بگذرد رسوا شود)
طالب جان اوس نو مور او خور ته هم زانمرگي واسكتونه وراغوندي.
پشتنو وس ورته تينگ شي دا مو بله خوشحالي.
د كرزي لا لا اخر وختونه دي او په غوسه دي چه ميرمن زينت كرزي ته واسكت وروانغوندي زكه دي هم د طالب ورور دي
عجب فرهنگ شو زموژ د پشتنو په تار حلالول د خپل ورور په سر فوتبال كول ماشوم ورور او خور ته زانمرگي واسكت وراغوستل په مسجد كه خپل پشتون مشر حلاكول مكتبونه سوزول او دا تول كارونه د الله ج د دين په نامه ختمول او زانونه امت د محمد غرا بلل.
مسجد چه دکان د شيخ او ملا شو
راځي چه په ګډه يي سره وران کو
دا د دين په نامه فساد به کو ورک له ملکه
هم به اباده دا دنيا او هم هغه دنيا کو
په هيله د يوالي او سمسور افغانستان
هيله ده چه گران تاند يي خپور كي مننه
زه دعبدالعزیز ورور دتبصری سره موافق نظر لرم
دافغانستان ښاغلی ولسمشر او دټولو چارواکو څخه غوښتنه لرم چه دغه معصومه ماشومه واپس خپل مور اوپلار ته وسپاری
او هر چاچی دغه معصومه ماشومه په لمړی ځل نیولی وی اودغه ماشومه اونور انسانان یی ددغه انفجار څخه بچ کړل باید ښه جایزه ورکړی شی
غونی می زیږ شو
الله تعالا دي په مونږ افغانانو رحم وکړی
لعنت دى وي بداسى ورور
zra me hog show pa dage mashome da bechara mashoma che da hpal ho aw bado na pohegi aw lla dagha zalim gahel golam wror che hpal mashoma becharghi hor ye pa bamono awlezawolla hod de pa hpalla wawlozawa che nory hwendo ta gebrat she. zalima pa hor ho holla dakeghi hor ho negmat we ho ta awlezawolla aw nor becharaghan de pry ham wazal hoday darna da daghi mashome badal wahlly wasalam//////////////////////.
زه خو ولله بیخي دومره هک بک پاتې شوم چې نور د څه د څه ډیرو ویلو توان راته پاتې نه شو. خو په اول کي الله ته دا سوال کو چې یا الله یا الرحیم او الرحمنه ته خونور د دي ځوریدلي او بدحاله ملت دا بده او ناوړه ورځ ور ښه کړي او نور ته دا ساده ومظلوم خلک له دي ویني زبیلونکو دیویانو څخه خلاص کړی پخپل رحم او کرم سره امین
او زما په نظر دا هیڅ امکان نه لري چې دا بې رحمه جلات به د دي معصومی خور ورور وي ځکه ټول مسلمانا ن وروڼه په خاصه توګه پښتانه وروڼه خو د خویندو په عزت او ساتلو باندي ځانونه داسي قربانه وي لکه یوسپڅلۍ سرتیری چې خپل ځان له اسلام او هیواد څخه قربانه وي، پښتون زلمۍ خو لا د خویندو تش خپګان او ژړا هم د سر په سودا اخلي ځان د هري بلا خولي ته ورکوي خو واي چې په خور مي وړ تکلیف هم رانشي …خو دا څنګه کیداي شي چې ورور دي هم وي پښتون دي هم وي او بیا دي خپله معصومه خور د بل مسلمان د وژلو لپاره پر بم سپره کړي…الله ته يي سم کړه هدایت ورته وکړه او که به هدایت ستا له لوري نه وي موږټول ورڅخه وژغوره او له دوي ټولو سرخپل حساب وکړه
کله چی یو کس د ورور په حیث دومره وحشی کیږی او د خپلی معصومی خور بدن ټوټی ټوټی او بربنډ کولو ته په ویاړ تیاریږی، د پردی په حیث به یی د ځناورتوب درجه څومره وی.
(مسجد د شيخ او ملا دوكان شو
راځي چه په ګډه يي سره وران کو
دا د دين په نامه فساد به کو ورک له ملکه
هم به اباده دا دنيا او هم هغه دنيا کو)
ملي امنيت دايودروغ لانه وه ويلي داارمان ي هم فوره كي
چي رښتيا ووايم ،د دغه خبر په لوستلو مي د لاسو سيک وختۍ، حواس مي د لاسه ورکړه ،پر وجود مي يخه(سړه ) تبه کښېوته د ژوند څخه نه هيلۍ سوم ،د دې ګراني خورکۍ څېره مي پر زړه و موښتل ،ستونۍ مي د چيغو ډک سو،اوښکي مي خپله رواني وې او په عيني حال کي بېرېدم چي دکورنۍ نور غړي راته متوجه نسي.
ښار ته ولاړم، سودا مي واخيستل خو د دې بې ګناه خورکۍ څېره مي د سترګو څخه نه ليري کيده، د ځان سره مي ويل : دا به څنګه انګېزه وي چي خپله ګرانه خورکه د مرګ سمندر ته غورځو ي ؟؟؟!!!
دا خو ډیره بوګنونکی او د احساساتو راپارونکی پیښه ده، خو لکه څنګه چی پورته زموږ دوه نورو دوستانو هم هیله کړی ده چی نوموړی جینی باید په هیڅ صورت د هغه وحشی ورور او یاد کورنۍ بل غړی ته ونه سپارل شی، دا ځکه چی هغه وحشی به دا معصومه او بی ګناه جلکۍ د خپلو
بادارانو د امر پر ځای کولو لپاره په ډیره بی رحمي سره ووژنی چی یو ښه مثال یی د هغه وزیریستانی ماشوم مثال دی چی کله هغه کرزی خوشی کړ ، د همدغه ځناورو لخوا ووژل شو.
مونږ افغانان وایو چی مال له سر ځار او سرله ناموس ځار. افغانان خپلی خور، مور ،ښخی او حتی د بل چا ښځی ته هم په درنه سترګه ګوری او د هغوی د ساتلو لپاره له سرونو نه تیر وی. خپل ناموس ساتل فرض دی که هغه هیواد دی او که ښځه.
د سپوږمۍ خور له زړه به خدای خبر وی چی د خپل جاهل او ناموس خرڅونکی پلار او ورور له لاسه به څومره ځوریدلی وی. دا د دولت دنده ده چی د دی وحشیانو په باب ډیر معلومات راټول او هیواد والو ته وړاندی کړی . د ده وژل پر تولو هیوادوالو فرض دی. ځکه څوک چی خپل ناموس نشی ساتلی د بل ورته هیڅ نه ښکاری. خدای تعالی د زمونږ هیواد له دغو وحشیانو پاک او مسلمانانو ته په خپل فضل او کرم سره نجات ورکړی. آمین
محترمو اتبصره کونکو احساسات مو ډیر د قدر وړ دی یو انسان مسلمان او افغان باید ستاسو په شان د مهربانی ترحم او له غیرت څخه ډګ احساس ولری مګر زه نه پوهیږم چی د افغانستان دمره ډیرو نخوالو او تجروبو بیا هم مونږ ته کوم درس راکړی دی کنه
زه د یو مسلمان افغان او پښتون په حیث ستاسو ټولو څخه یو سوال کوم چی ایا ده پورته وقعه سل فیصده حقیقی ګڼی او پنځه فیصده هم په دا فکر کی دا نه درګرځی چی که دا یوه ډرمه وی او یو جعلی کار وی که فرض که دا یوه ډرمه وی بیا د یو پښتون په صفت تا ته څه په کار دی چی وی لیکی ایا دا پښتون قوم ته یو ستر سپکوی نه ګڼی ایا ته په دی نه یی مکلف چی د خپلی لیکنی په څنګ کی ولیکی که دا یوه ډرمه وی مونږ ټول مسلمانان افغانان او په خاصه توګه پښتنه د دی ډرمی جوړونکو دا نځوان مردانه عمل په کلکو ټکو غندو ځکه چی مونړ ته په دی درمه کی ستر سپکوی شوی دی
لعنت د پداسې ورور او پلار شه!!!!
خانه وروره اوریدلی به د وی چی وایی: ټول پټی یی وخوړ ته یی لا مږه بولی.داسی هم کیدلای شی چی ډرامه جوړه شی. خو که تاسو د انسانانو له خبرو او روان څخه یو حقیقی انځور اخیستلای شی په ساده ټکیو به درته ووایم چی که پری پوهیدلی شی نو بیا خو د جینی له خبرو موږ ته کومه ډرامه نه ښکاری او دا هم په یاد ولره چی د افغانانو لوی دښمن پنجاپ له دی نه نوری ډیری ناراوا ډرامی په پښتنو باندی د پښتنو په لاسونو جوړی کړی دی او هر ورځ یی موږ په غټو سترګو ګورو.
بل دا چی ماشومه جینۍ هم پښتانه ده فکر نه کوی چی هر پښتون چی په خپله خور یا لور دا رنګه ډرامی جوړی بی ناموسی نه ده؟ نو ګرانه تر خوله د جار شم په دواړو حالاتو کی یو ډول توهین دی هیڅ تفاوت پکشی نشته لږ سر خلاص کړه
ښاغلی غیرتی ورور خان صیب
السلام علیکم ورحمت اله وبرکاته!
وروره زه ستاسی دتبصری اوژور پښتنی احساس په اړه په بشپړ ډول پوه شوم،الله دي خیر درکړی ډیری ښی خبری ته متوجع شوی یاست.
وروره په دي کی شک نشته چه دښاغلی کرزی دحکومت په جریان کی پښتنو بی شمیره غمونه، ناخوالی اوهیرانوونکی ډرامی اودسیسی ولیدلی، اولا نوری به هم وینو.
په ډیر خفګان سره باید ووایم چه مونږ هم په حکومت کی اوهم په طالیبانو کی هوښیار خلک نه لرو( کوم ورونه چه زمونږ په حکومت کی دی هغوی دغربیانو پیښی کوی او کوم چه په طالیبانو کی دی هغوی دعربانو پیښی کوی) هم یی راته کلتور وشرموو اوهم یی راته اسلام.
نوهمدغه علت دی چه دنیاوال وای چه داخلک نه اصلی افغانان دی، نه غربیان دی اونه عربان دی بلکه مکمل تروریستان اوانتحاریان دی.
اوس دماشومی خبری ته راځم
اول خو دامعلومه نه ده چه دغه ماشومه ددغی هلک خپله خورده او که میره، دوهم داچه کیدایشی دغه ماشومه یی په وړوکوالی کی دچا څخه پټه کړی وی، دریم داچه دماشومی دورور او دماشومی نیونکی عسکر تر مینځ پته دپیسو معامله وی، څلورم داچه بله سیاسی معامله وی اوپنځم داچه دریښتیاوو معامله وی.
په هر صورت حکومت اوس مجبور دی چه ددغی ټولو پوښتنو پلټنه وکړی،
اوماشومه واپس خپلی مور ته وسپاری.
ځکه په ماشومی دومره ظلم شویدی چه هیڅ انتها نلری
خدای دي زمونږ بی خبره او ناپوهه ورونه پوه کړی
دخدای په امان.
شاکر صاحب توهین یو مګر عملین یی بیل بیل دی دی ځای ته هم فکر کوی