تاند، یکشنبه، د حوت ۲۵مه: د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د کورونا ویروس څخه د رامنځته شوي وضعیت څخه یو شمیر مجرمان استفاده کوي او د غلاو لپاره ځانونه روغتیایي کارمندان معرفي کوي.
د وزارت د معلوماتو له مخې دا کسان د خلکو کورونو ته په دې بهانه د غلا په هڅه ننوځي چې ګواکې کورونه مو د عفونیت ضد دواپاشي کوو، یا هم خلکو ته داسې ماسکونه ورکوي چې هغوی بېهوښه شي یا هم د عفونیت ضد مایع په نوم مایع ورکوي چې لاسونه پرې غوړ کړي.
وزارت پر خلکو غږ کړی د داسې کسانو په لیدو سره دې ۱۱۹ د پولیسو یا د امنیت ۱۹۱۹ ته زنګ ووهي.
د وزارت د معلوماتو له مخې دا کسان غواړي په یو چل خلک بیهوښه کړي او غلا ترې وکړي، خو خلک یې باید پر وړاندې هوښیار واوسي.