تاند- د کابل پولیس وايي، په دې ښار کې له خلکو سره تر ۸۰ زره زیاته سپکه او نیمه درنه وسله شته.

د کابل امنیه قوماندان سیدمحمد روشندل په امنیه قوماندانۍ کې د جرمونو په اړه یوه ورکشاپ ته وویل، له ښاریانو سره د وسلو موجودیت د پلازمېنې پر امنیت ناوړه اغېز کړی خو امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې وسلې ټولې کړي.

د ښاغلي روشندل په وینا، بېلابېلو ادارو په تېرو وختونو کې یو شمېر وسلې پر خلکو وېشلي چې پولیس یې په اړه معلومات لري.

ده وویل چې له دغو وسلو د ناوړه هدفونو لپاره کار اخیستل کېږي.

د کابل امنیه قوماندان وايي چې پولیسو یو شمېر کسان چې د پلازمېنې په غلاوو او ناامنیو کې یې لاس درلود، نیولي دي.

په پلازمېنه کابل کې ډېر خلک له غلاوو او تښتونو زیات تشویش لري او وايي چې د دا ډول جرمونو د مخنیوي لپاره د پولیسو اقدامات کافي نه دي.

ډېری سوداګر وايي چې د غلاوو او اختطافونو له بېرې یې د خپلو کورنیو غړي بهرنیو هیوادونو ته بیولي او جرات نه کوي چې په خپل هیواد کې پانګونه زیاته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ