تاند، پنجشنبه، د قوس ۲۸مه: د امریکا د باندنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال سره په کتنه کې ویلي، دواړه هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکي دي.

مایک پومپیو په دې لیدنه کې ویلي، د افغانستان راتلونکی امریکا او هند ته ګډ اهمیت لري او اوس د همدې لپاره هڅه کوي چې په افغانستان کې امن او هوساینه راشي.

مایک پومپیو دا خبرې د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر، د هند د باندنیو چارو وزیر ایس جی شنکر او د مالیې وزیرې نرملا سیتارامن سره په ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

پومپیو وویل، امریکا په افغانستان کې د هند د مشارکت قدرداني کوي او هڅه کوي د مشارکت د پراختیا په برخه کې له هند سره لا زیاتو مشورو ته دوام ورکړي.

په همدې لیدنه کې د هند د باندنیو چارو وزیر جی شنکر بیا ویلي، هېواد یې د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښمن دی.

نوموړي ویلي، هېواد يې په افغانستان کې د پراختیا لوی پروګرامونه مخته بیولي دي او دوی به د هغې سولې ملاتړ وکړي چې د افغانانو په لاس او رهبرۍ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *