پامپیو

تاند، چهار شنبه، د جدي ۱۸مه: د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پومپیو په افغانستان کې د ایران لاسوهنې ته په اندېښنه ویلي، دا هېواد نهایت هڅه کوي چې د افغانستان د سولې پروسې ته زیان واړوي.

پومپیو په واشنګټن کې ویلي، ایران هڅه کوي د افغانستان د سولې روانه پروسه ګډه وډه کړي او دی په افغانستان کې د ایران لاسوهنې اندېښمن کړی دی.

نوموړی وايي، ایران له طالبانو او په دوی پورې تړلو ډلو سره اړیکې لري او د هغوی په مرسته د افغانستان د سولې فعالانه هڅې تخریبول غواړي: (( ایران په افغانستان کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع څخه ډډه کړې اوس هڅه کوي هلته له کلونو راهیسې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ پیل شوې هڅې د یاغیانو په مرسته په سیند لاهو کړي.))

ښاغلي پومپیو زیاته کړې، ایران په افغانستان کې دحقاني شبکې، توره بوړه محاذ او ملا دادالله د ډلې سره اړیکې لري چې په وینا یې د طالبانو پاشلتیا او د ایران ناولي کارونه به افغان سوله سخته زیانمنه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي چې د ایران او امریکا تر منځ دسلیماني پر وژنه راپورته شوی کړکیچ به افغان سولې ته ضربه ورسوي.

خو افغان حکومت بیا ویلي، له سیمه ییزو جنجالونو ځان لرې ساتل غواړي او ګاونډیانو ته د دوی پر ضد د افغان خاورې نه کارېدو د ډاډ ورکړې تر څنګ له دوی هم هیله لري چې سوله ییز واوسي.

One thought on “پومپیو: ایران د طالبانو د ځینو ډلو په مرسته افغان سوله زیانمنوي”
  1. مخکی می هم ویلی وو او اوس هم وایم کچیری افغانان د ګاونډیو او په تیره بیا پاکستان په وړاندی یووالی خپل نکړی او نو امکان شته چی امریکا د پاکستان له لوری د طالبانوڅخه ګټه پورته کړی او داعش په لیکو کی ترینه کار واخلی ځکه دلته به بیا داعش او فاطمینون د لښکرو یا ډلو ترمینځ جنګ او جګړه شروع شی نو دلته به بیا مذهبی جنګ شروع شی نو په ځانکړی ډول له دولت او نړیوالی ټولی هیله کوو چی ټول افغان مهاجر له پاکستان او ایران څخه را په زور یا رضا را وباسی ترڅو د پاکستان او ایران ګټو ښکار نشی

    ولسمشر او مهاجرو وزارت چارواکی باید زما دا خبره واوری او ولسمشر باید د مهاجرو په را ایستلو کی جدی شی ځکه اوس خبره د ولس د نجات ده او په نړیواله سطحه باید د پآکستان په اړه څومره تبلیغات چی وی باید وشی چی ایران او ګاونډیان پوه شی چی پاکستان اصلی لامل د جګړی ده کچیری پاکستان امریکا ته آډه نه وی ورکړی نو نن به افغانستان ولس دومره وژنه نه کیده او په راتلونکی کی به ایران ته هم کوم ګواښ نه وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *