د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو خلیج کې پر تیل وړونکو کښتیو د بریدونو له کبله پر ایران نیوکه کړې او ویلي یې دي، امریکا به سیمه کې د تیلو ازادانه سوداګرۍ ته ډاډمن شرایط برابر کړي.
نوموړي دا خبره له فاکس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، دا کار د ټولې نړۍ لپاره ازموینه خو د امریکا لپاره ډیره مهمه ده چې له هرې ممکنې لارې څخه په استفاده موثر نتایج واخلي.
نوموړي ایران ته په اشاره د تیلو پر کښتیو د بریدونو په اړه ویلي، هر څه چې شوي دي ښه نه دي شوي:«دا د ایران لخوا د تیلو د کښتیو په ازادانه تګ راتګ یریدونه وو، مقصد یې همدا و چې له دې لارې نور تیل مه وړئ.»
پوامپیو دا نه دي ویلي چې له ایران سره به امریکا څه وکړي؟ خو زیاته کړې یې ده چې واشنګټن به د هُرمز تنګي ساحه کې د تېلو د کښتیو د اسانه او ازادانه تګ راتګ په برخه کې ډاډمن شرایط رامنځته کړي.
د یادونې ده چې د نړۍ لویه برخه تېل له هرمز تنګي څخه تیریږي او بیا خلیج او عمان خلیج ته لیږدول کېږي.
په وروستیو کې د عمان خلیج په اوبو کې جاپانۍ تیل وړونکې بیړۍ والوزول شوې چې سعودي او امریکا یې پړه په ایران واچوله.
ایران بیا دا تورونه رد کړل او وایي، په بیړیو کې سپره عمله یې حتی د انساني خواخوږۍ له مخې وژغورله.