د امریکا د بهرنیو چارو وزیر عمان خلیج کې پر جاپاني او نارویژي تېل وړونکو بیړیو د برید پړه پر ایران ور اچولې ده.
مایک پامپیو د پنجشنبې په ورځ خبریالانو سره خبرو کې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی خو زیاته کړې یې ده، د امریکا حکومت د برید د استخباراتي، تاکتیکي او کارول شویو وسلو د ارزونې له مخې معلومه کړې ده چې دا برید د ایران کار و.
د پامپیو په وینا تر دې وړاندې نورو تېل وړونکو کښتیو د ایران بریدونو کې هم ورته شواهد موندل شوي وو.
د پامپیو په خبره سیمه کې داسې کومه نیابتي ډله نشته چې دا ډول بریدونو ترسره کولو توان دې ولري.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د تېل وړونکو کښتیو نړیوالې ټولنې ( انټر ټینکو) ویلي وو، عمان خلیج کې پر کښتیو بریدونه ډېر منظم او سنجول شوي دي داسې چې هر برید کې د کښتیو اوبو لاندې برخه، پاسنۍ برخه او ماشینونه په ډیر مهارت سره نښه شوي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې می میاشت وه چې د عربي اماراتو په اوبو کې د تیلو څلور کښتۍ په چسپکي ماینونو (لیمپټ ماینز) والوزول شوې
بلخوا ایران پرونۍ پیښه کې خپل هر ډول لاس لرل رد کړي دي، بلکې ویلي یې دي کښتیو کې له چاودنو وروسته یې عمله خوندي ایستلې او دا کار یې د انساني همدردۍ له مخې کړی دی.
keep sharing