پوهاند ډاکتر زیار

پوهنیار سیداصغر هاشمي –

ډاکټر زیار چې د ادب پوهنې له نظره د انسان پېژندنې په اړه کوم نظرونه او اندونه څرکندوي، ټولنپوهنيزه، ارواپوهېزه او فلسفي خوا لري او د منځپانګې له مخې د ځینو عالمانو له نظريو سره ورته دي.

انسان هغه ټولنیز موجود او معلول دی چې د بېلا بېلو لاملونه پر بنسټ له پیدایښته تر مرګه پورې د ډول ډول خويونو او عادتونو درلودونکی کېږي، نو ځکه نه شو کولای چې د انسان پېژندنې په اړه واحده منلې او ټولمنلې مفکوره چې ټولو ته د منلو وړ وي، وړاندې کړو.

د پوهاند زیار اند و واند اثر د منځپانګې له مخې هر ډول اندونه لري، خو د انسان په اړه خبرې یې ډېرې ښې سکالوګانې څرګندوي.

د استاد په خبرو کې په ټولیز ډول ټولو انسانانو او په ځانګړي ډول د هغې جغرافيې انسانان هدف دي، چې دی پکې زيږيدلى او را لوی شوى دى.دی د دې خلکو له نبضه خبر دی او کومې نیمګړتیاوې چې یې حس کړي او څېړلي دي، د علمي اصولو له مخې يې یادونه کوي، وايي:

ځینې وګړي

هغو ښکلو مارانو ته

ورته دي

چې سړی یې په ښکاره بڼه

غولېږي

او زهرو ته یې

پام نه کېږي.(اند و واند،۱۲۵)

استاد د انسان ظاهر پر ځای باطن ته ارزښت ورکوي او انسان پېژندنه کې له احتیاطه کار اخلي او د رحمان بابا خبره(بت که جوړ کړې د سرو زرو انسان نه دی) مفهوم یې په ویناوو کې ښکاره دی.

د انسان ظاهر نه؛ بلکې باطن مهم دی، ظاهربین انسان هر وخت د انسان په پېژندلو کې سهوه کېږي او باطن بین انسانان د انسان په پېژندلو کې له احتیاطه کار اخلي.

د انسان ظاهر یې صورت او باطن یې سیرت دی او انسان پوهنې کې له صورته سیرت ډېر اړین دی.(غوره فکرونه،۱)

زموږ د ټولنې ډېرخلک ظاهر ته ګوري، نو له همدې لامله په ظاهر جوړولو اخته دي.

ډاکټر زیار د انسان پېژندنې په اړه چې کوم اند و نظر لري د تکرار په ډول په اند و واند کې وايي:

ځینې وګړي زهرژلو خرېړو ته

ورته دي

چې هر چاته یې

ـ مخکې له مخکې ـ

پېژندنه کېدونې نه ده.(اند و واند، ۲۴۱)

د نړۍ د ټولو انسانانو بهرني او دنني جوړښتونه توپير لري. د انسان د نه پېژندلو بنسټيز لامل انساني داخلي توکي(احساسات، عاطفه، اخلاق، فکر، عقیده، حلم، زغم (برده باري) او داسې نورو…) تر منځ توپيرونه دي.

استاد هم په دې اند دی، چې انسان پېژندنه اسانه کار نه دی او په دغه برخه کې له غور کار اخلي.

په ټولیز ډول انسان څو اړخیز موجود دی، چې په ځانګړي ډول په فلسفه، ارواپوهنه او وګړ پېژندنه کې پر دوو اړخونو(دنني او بهرني) یې ډېر بحث کېږي. ډېر پوهان د انسان په دنني جوړښتونو تمرکز کوي او د انساني ښه ژوند کولو لپاره کوښښ کوي چې دننۍ برخه یې سمه وي.

ارسطو یو له هغو فیلسوفانو څخه دی چي د انسان کمال ته عقیده لري او انسان د لومړي او نه روزل شوي ماهیت او د هغه ماهیت تر منځ توپیر ته قایل دی، چې انسان يې د خپل داخلي ذات په پېژندلو سره د داخلي بدلون او پوهې پر بنسټ ترلاسه کوي. د ارسطو په اند دغه دننه بدلون کېدای شي چې د اخلاقو د علم پواسطه عملي شي، یعنې د فیلسوفانو دغه ډله چې د انسان د کمال پلوي کوي، په دې اند دي چې د انسان ابتدايي او نه روزل شوی ذات د انسان د تربیه شوي، پوه او باخبره ذات سره توپیر لري.(بشر شناسي، ا)

کله چې د انساني ذات یادونه کوو، په آره معنا د ماهیت په معنا دی، یعنې د یوه شي هغه ځانګړتیاوې چي د هغه په تغییر او د لاسه ورکولو ماهیت تغییر کوي، د ذات معنا ورکوي. د ذات(اصل) نه موخه د یوشي حقیقت دی. که یو شی موجود وي، نو موجود حقیقت څنګه او د څه شي نه جوړ شوی، د ذات پورې اړه پیدا کوي.

د انسان ذات هم له دنني جوړښت توکو سره اړیکه لري، یعنې انساني ټول کړه وړه له ذات سره نېغ په نېغه اړیکه پیدا کوي. استاد زیار چې د انسان پوهنې په اړه کومې څرګندونې کوي، د نړۍ ځینو فیلسفوفانو له اندونو سره یو شان دي.

ځينې فيلسوفان بيا چاپيريال د انسان په وده او تکامل کې بنسټيز بولي خو ځيني بيا وايي چې چاپيريال بايد بدلون وکړي او انساني شي. هگل د انسان خبرتيا اړينه بولي او د لوړتيا په لور يې بنسټيز گام گڼي.

استاد د انسان معنویات لوړ ګڼي او بیا هم د انسان دنني توکو نه په مغز تاکېد کوي، هر انسان مغز لري خو د مغز سم پالل دي چې انسان ترې سمه ګټه اخېستلای شي.لکه:

تر بې مغزه انسانه

بې مغزه کدو هم ښه دی

چې له بېمغزۍ سره سره

بیا هم

مغزو ته ګټه رسوي.(اند و واند،۲۶۵)

د پوهاند زیار د خبرې په تایید یو عالم وايي:(د اقلیت او اکثریت تعریفونه نوي شوي دي، نور نو سرونه نه شمېرل کېږي، ماغزه شمېرل کېږي!!!) هو! انساني پانګونه(سرمايه) د عقل او پوهې پر بنسټ حسابېږي، یوې ټولنې ته هغه انسانان چې پوهه ونه لري، د ګټې پر ځان تاوان رسوي او د پوهو انسانانو ګټه ټولنې ته زیات وي.

د انسان دنني جوړښت توکي په شخصیت جوړولو، ځان جوړولو، انسان جوړولو او ټولنې په جوړښت کې بنسټیز رول لري.په انسان کې باید د احساساتو ښکلا، د عواطفو ریښتینولي، د فکر ځواني، د ښه اخلاقو درلودل او داسې نورې ځانګړنې موجودې وي.

د انسان ټول دننی جوړښت د فکر او عقل سره نېغ په نېغه اړیکه لري او د ښه فکر او عقل پایله ده، چې یو انسان د خپل دنني(داخلي) جوړښت نه ښه ګټه اخېستلای شي.

که په لاسونو د خیر کارونه کوو، سترګې ګناه ته نه پرېږو، په غوږونو غیبت نه اورو، په ژبه درواغ نه وایو، په پښو بدو ځایونو ته نه ځو او د انسانیت ټولې اسلامي او انساني ښېګڼې لرو، اصلي او حقیقي لارښوونه یې له فکر څخه کېږي، یعنې د انسان د فکر او پوهې سره نېغ په نېغه اړیکه لري. استاد زیار هم په ښه فکر او عقل تاکېد کوي.(د فکر پلوشې، ۶۶)

د انسان د نوم معنا په نظر کې نیولو سره ډېر انسانان د دې نوم(انسان) د معنا منځپانګه په ځان کې پیدا کولای نه شي، یعنې هر انسان د انسان په نوم یادېږي خو انسان کېدای نه شي، ځینو انسانانو ته ځان پوره او کامل انسان ښکاري خو ډېرې نیمګړتیاوې به لري.

الماني فیلسوف نیچه د زبر ځواک(ظالم) انسان کړنه کې انسان پالنه تشرېح کوي، هغه چې د زبر انسان کړنه په فلسفه کې را پورته کړه، په دې خبره ټینګار کوي چې ځواکمن انسان یوازې په انساني فضایلو سره له نورو توپير لري او د جسمي وس له نظره هېڅ ډول برتري نه لري او نه هم توپير لري.

          (غني د شګو په محل کې او ماته یو دریاب د نور را، ۲۷۲)

نیچه د انسان په دوه ګونو مهمو جوړښتونو کې له بهرني جوړښته دنني جوړښت ته ډېر ارزښت ورکوي، دی وايي چې ځواکمن انسان هغه نه دی چې خلکو ته تاوان ورسوي او یا خلک څملوي، بلکې پهلوان هغه دی چې دنني ځواکمنتیا ولري. د نیچه دا نظر هيومانيستي اصولو سره ورته والی لري.

ځینې انسانان د انسانانو له ویرې د ځان ساتنې لپاره ژوي ساتي، ډاکټر زیار وايي:کروندګر په پټیو کې د انسانانو کالبوتونه جوړوي چې مرغان او نور ژوي یې پټیو ته زیان ونه رسوي، که دوی د انسان پر ځای د ژویو کالبوت ولګوي، نو مرغان ترې نه وېرېږي، خو له انسانه وېرېږي.وايي:

کروندګر ځکه

څروي د انسان په څېره

جوړوي

چې مرغان

له بلې هرې بلا څخه

دومره نه ترهېږي.(اند و واند،۲۳۵)

په ژویو(حیواناتو) او بوټو(نباتاتو) د انسان تېری بیا هم د انسان دنني توکو سره اړیکه لري.

انسانان په ټولو مخلوقاتو کې هغه مخلوق دی، چې ځینې داسې منفردې ځانګړنې لري، چې بېلګې یې په نورو مخلوقاتو کې نشته او یا به کم وي، لکه د زده کړې او روزنې لاس ته راوړل، د بیان ښکاره کول، ټولنیزې ځانګړتیاوې، مرسته کول، په ارادې کې استقلالیت، د برخلیک په ټاکنه او تصمیم نیولو کې اختیار لرل، ښه شکل لرل او همدا راز نورې فزیکي ځانګړتیاوې.

په اند و واند کې د پوهاند زیار ځینې هغه بېلګې چې د انسان په اړه خبرې لري، په جلا وطنۍکې یې ویلې دي، د هغه ځای انساني مثبتې کړنې او د دې ځای منفي کړنو هڅولی، چې د انساني توپيرونو په هکله لیکنې وکړي. زیار وايي:

څومره چې په ځناورو کې

بې ازاره پیدا کېږي،

هماغومره یې په انسانانو کې

هم څرک لګېدای شي.(اند و واند،۷۸)

په فردي لحاظ د انسانانو فزیکي(بهرنی) جوړښت سره توپير لري، د دوی(انسانانو) دننی(داخلي) جوړښت هم یو شان نه دی، د نورو انسانانو له خوا زیان رسونه انسانانو ته هم پر بېلا بېلو ټولنو کې سره توپير لري، یعنې د دې ځای انسانانو ظلم او تېری د ځینو نورو ټولنو له انسانانو سره توپير لري.

ښځه هغه موجود دی چې د نړۍ انسانان ترې پیدا دي، خو همدا نرینه انسانان پرې ظلم کوي. په نړۍ کې هر کال څومره ښځې د نرینه انسانانو له لاسه ژوند له لاسه ورکوي؟ هر کال د څومره ښځو سره جنسي تیری کېږي؟

الماني عالم نیچه چې کله پر انسان او د هغه پر کړنو او اعمالو تمرکز کوي، انسان له ژویو یوه نیزه ټیټ بولي. هغه په دې باور دی چې ژوي د لږ وخت لپاره یا په ټاکلي موسم کې د یو ځای کېدو(جنسي یووالي) شوق لري، خو نیچه انسان داسې ژوی بولي، چې دا پوله یې ړنګه کړې ده، دا ځکه چې انسان تل د قدرت خوند او لذت پسې سرګردانه دی، نیچه په ملنډو وايي: انسان په یوه شېبه کې د حیوانیت له پولې اوړي چې جنسـي اړیکه ټینګه کړي، له دې امله جنسي شهوت کولی شي(ځینې ژوي په مشخص موسم کې نه) بلکې په هره شېبه کې پر هغه غالب شي. د نیچه او پوهاند زیار اند و فکر معنوي اړیکه لري او یو د بل نظر تاییدوي. (غني د شګو په محل کې او ماته یو دریاب د نور را، ۲۶۹)

استاد د خپلې خبرې د زباد لپاره کله کله ژوي او بوټي د دلیل او برهان لپاره د بېلګې په ډول راوړي. دی وايي: په شډله ځمکه کې ډول ډول بوټي په یووالي(اتفاق) سره خوا په خوا ژوند کوي، خو هغه پرمختللې ټولنې چې انسانان پکې ژوند کوي، بيا هم سمت، نژاد، قوم پالنه او داسې نور مسايل په نظر کې نيسي، وايي:

په یوه شډله بوټیاله کې

ګلبوټي، ځوځبوټي،

درملبوټي او زهربوټي سره

یو له بله ګډ ژوند کوي،

خو،

په یوه دودیاله ټولنه کې سره

تور سپین او زیړو سره

جوړېدای نه شي!(اند و واند،۸۲)

د مرغانو ګلې ګلې مې په هوا کې یوځای له خپلو همجنسو سره وليدې، له کوترو سره مې بازان ونه لېدل او له بازانو سره مې کوترې ونه لیدې.د پسونو ډلې ډلې مې بېلې وليدې او د چرګانو دوستي مې له چرګانو سره وليده.(د فکر بیان، ۱۵)

د ژویو ګټه د خپلو همجنسو سره په دوستۍ کې ده او د خپل ژوند پایښت په همدې کار کې ویني. پر ژویو سربیره بوټي هم خوا په خوا لکه ملګري ژوند کوي، د غنمو به خوا کې مې غنم ولیدل او د جوارو په خوا کې جوار.

هو! بې له شکه انسانان باید له ژویو، بوټو او جماداتو څخه د ژوند کولو، خدمت کولو او د ځینو نورو ښو مسایلو الهام واخلي او د انسانیت د نوم د منځپانګې(معنا) په نظر کې نیولو سره، چې الله(ج) اشرف المخلوقات مسما کړي دي، سم حق یې ادا کړي. د پوهاند زیار اند و واند اثر انسانانو ته نورې لارښوونې هم لري چې په پورته خبرو بسنه کوم.

اخځونه:

۱:پوهاند زیار: اند و واند، ساپي خپرندویه ټولنه، پېښور، ۱۳۸۹ ل کال.

۲:محمد اکبر کرګر: غني د شګو په محل کې او ماته یو دریاب د نور را، هاشمي خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۵ ل کال.

۳:بشر شناسي چپټر.

۴:پوهنیار سیداصغر هاشمي: غوره فکرونه، هاشمي خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۵ ل کال.

۵:پوهنیار سیداصغر هاشمي: د فکر بیان،۱۳۹۳ ل کال.

۶.پوهنیار سیداصغر هاشمي: د فکر پلوشې، یون کلتوري یون، کابل، ۱۳۹۵ ل کال.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *