انسان هغه ټولنیزه هستي ده چې د ښه ژوند لپاره هلې ځلې کوي ځکه د هر انسان ټول دننی(داخلي) رغښت له بهرنيو لاملونو سره اړیکې لري.
د نړۍ بریالي انسانان د څو اړخیزو ځانګړنو درلودونکي وي، په لرغوني یونان او روم کې ټول علوم د کل په ډول مطالعه کیدل خو د علمي او فرهنګي انقلابه (رنسانس) دورې روسته پوهنې وویشل شوې خو بیا هم په انفرادي ډول ځینې داسې پوهان لرو چې په ډېرو پوهنو پوهیدل، د بیلګې په ډول د پښتو ستر خوشحاله خان وګړ پوه، طبیب، ټولنپوه، تاریخپوه، انتروپالوجست، شاعر، پنځوونو او د داسې نورو پوهنو مطالعه یې درلوده.
د استاد زیار هم د ژوند یو اړخ د ده علمي خدمتونه دي او دی ژبپوهاند، ادبپوهاند، آريانپوهاند، توکمپوهاند، وتلی څېړنوال، څو ژبيز ژباړن، پياوړی شاعر، کيسه ليکوال، تاريخ ليکوال او داسې نورو ستاینومونو(لقبونو) څښتن دی او دی هم د خوشحال په شان د ګڼو پوهنو مطالعه لري.

د ده د ژوند بله برخه چې ډېر خلک ترې ناخبر دي، له ځوانۍ نه تر اوسه پورې ورځنی ورزش دی.
استاد یو ډېر اړخیز پوهاند دی او زه یې په اندیز او پوهیز لامل بولم، د ده په خپله وینا دا د الله تعالی پېروزینه او لورېینه وه چې له ځوانمنګه ورزش او سپورت ته مخه کړه او د هماغې برکت دی چې په نسبي ډول ځوان پاتې یم.
زه (هاشمي) د کابل پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام زده کړیال وم، یوه ورځ یو استاد ټولګیوال ته د پښتونخوا وتلي لیکوال همیش خلیل په اړه د سېمینار ورکولو دنده ورکړه، کله چې د محصل د سېمینار وخت راغلی نو د ده په خبرو کې ټولو ناستو کسانو ته دا خبره ډېره جالبه وه چې همیش خلیل د پښتونخوا د ځغاستې د منتخب ټیم قهرمان پاتې شوی.
کامیاب انسان د ژوند په ټولو چارو کې کامیاب وي، د نړۍ ټول سپورتونه له جسمي ځواکمنتیا سره سره فکري قوت ته اړتیا لري.
یوه ورځ مې یاران ویبپاڼه کې په زړه پورې لیکنه ولوسته، یو رسنوال د نړۍ له شپږو بریالیو کسانو سره خبرې کړې وې او د هغوی له خبرو یې نهو هغو ویناوې لیکلې وې چې تر منځ ګډون لاره، له هغو نهو ګډو ځانګړنو یې یوه ځانګړنه هره ورځ سپورت کول وه. دا خبره زما لپاره دومره په زړه پورې ځکه نه وه چې له پنځه ویشتو کالو را هیسې ورزشي بوختیاوې لرم خو د هغه چا لپاره چې هیڅ سپورت نه کوي، دا خبره ډېره غوره بریښي.
استاد زیار له کوشنیوالي نه له کړاو او ډلیز ورزش سره مینه درلوده، په کلي او کور کې ورته د ورزش اسانتیا هواره نه وه، کله چې کابل ته ولاړه او ابن سینا کې شامل شو نو هلته یې ورزش ته مخه کړه او د زیار په وینا بایسکټ بال یې پیل کړ.
استاد له دې سره چې بایسکټ بالر دی، د دې لوبې له تاریخې مخینې(شالید) په اړه هم پوره معلومات لري. له ابن سینا نه روسته کابل عالي دارالمعلمین کې شامل شو نو دلته یې مسته ځواني وه، هر چا به کوښښ کاوه چې په خپله ډله کې له دوی سره وي، ځکه چې بایسکټ بال سخته لوبه ده او له ده به ډير وخت خلک ژوبدلیدل او هر چا به کوښښ کاوه چې دی ورسره وي.
د دوی د ډلې یو بل ښه لوبغاړی حضـرت عمر نومیده او دی به ځکه خلکو خوښوه چې ډېر جګ وه او د توب په اچولو کې یې مهارت درلود.
استاد د لومړنیو بایسکټ بالرانو څخه دی چې په خپل وخت یې ډېرې سیالۍ کړي دي، د دوی له ټولو په زړه پورې سیالي د حبیبي لیسې سره وه چې په فاینل کې یې په نیمه نمره بایلود.
استاد چې کله کابل پوهنتون کې استاد شو، بیا هم بایسکټ بال یې کاوه. د وخت او زمان په تېریدلو استاد د درسونو لپاره سویس ته ولاړه، هلته یې هم سپورت کاوه خو هلته یې مینه له سکي سره پيدا شوه، دی وایي بایسکټ بال امریکایانو کشف کړی سپورت دی او په سویس کې دغه لوبه کمه وه نو ځکه ما سکي ته مخه کړه، د الپ په غرونو کې به سکي ته تلم او د سپورت مینه مې خړوبوله.
استاد وايي: زه ډېر خوځنده یم، د ژوند ټول کارونه مې په مهال ویش دي او زما د روغتیا ضامن هم همدا خوځندتوب دی. که انسان خوځند نه وي نو په ډول ډول بې معنا خبرو پسې ګرځي او په داسې فکرونو کې ډوبېږي چې د تاوان پر ځای هېڅ ګټه ورته نه رسوي.
وايي: هر وخت زما د میرمنې را سره په دې جګړه وي چې ته ډېر کار کوې خو زه ورته وایم، که کار ونه کړم ډیر نور زیان به وکړم.
د اراوپوهنې او ساپوهنې د علم پر بنسټ د انسان په شخصیت کې ارثي ځانګړنې بنسټیز رول لري، د استاد پلار هم خوزنده انسان وه، په کور او کلي یې روزمره ډير کار کاوه، دهقاني یې کوله. استاد د پلار ځوی دی فکري او جسمي هڅې ورته په ارث کې پاتې دي او د ده فکري هڅې اوس په یوازینې ځوی(پښتیان) کې هم وینم.
استاد زیار هغه اتیا کلن انسان دی چې فکري او جسمي پوهه یې لا پیاوړې ده او د استاد صمیم خبره چې زموږ په ټولنه کې متل دی چې د شپیتو شي نو د ویشتو شي خو استاد له شپیته کلنۍ روستي علمي کارونه یې لا پیاوړي دي.
د استاد د اتیایم زېږ پسرلي په ویاړ غونډه کې پوهاند یون وویل چې استاد زیار د خپل عمر پنځوسیزه پوره کړې ده او د الله تعالی له درباره لاسونه لپه کوو چې سلیزه پوره کړي، ځکه چې داسې خلکو ته اړینه اړتیا ده.
پوهاند زیار اوس لمبا سپورت کوي او کله کله د ماشومانو بایسکټبالرانو ترینري کوي.په پای کې د الله تعالی له درباره استاد ته لوی عمر غواړم.