تاند- د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د پښتونخوا نامتو څېړونکي او فولکوریست پوهاند سیال کاکړ ته د سید جمال الدین افغان دولتي میډال ورکړل شو.
ښاغلي کاکړ ته، چې د فولکور په برخه کې یې ډېر خدمت کړی، د سید جمال الدین افغان میډال د افغانستان د حکومت په استازیتوب ښاغلیو انځور، شمس او ازمون وسياره.
پوهاند سيال کاکړ شاوخوا پينځوس کتابونه ليکلي او په دې وروستيو کې د ناروغۍ پر بستر پروت دى.