پوهاند کا کړ مې په لومړي ځل په پیښور کې د آزاد افغا نستان د لیکوالو په ټولنه کې چیرې چې په دنده بوخت وم ولید.
تل به مې په خوند او شوق وفا اونیزې ته ددوی رااستولې لیکنې لوستې. کلونه وروسته راسره په جرمنی کې د افغانستا ن د کلتوری ودې ټولنې په یوه سیمینار کې مخ شو او وروستی دیدن مې په 2007 کال کې په لندن کې هلته چې اوس دیره او اوسیدم.
سره له دې چې موږ څو واره یو له بل سره لیدلی وو او په ګڼو موضوعا تو مو لنډ بنډارونه هم کړی وو خو هسې چې ددغه مهربان استاذ څیره زما په ذهن کې ژوندۍ او هک وه داکتر صا حب ته نه وریادیدم . له دې ټولو سره سره به تل له لندن له دغه مهربان او خوږ انسان سره په ټیلیفون کې مخا مخیدم او د ادب ، سیا ست او تاریخي مسا یلو تر څنګ به مو د یو بل ځا نی احوال هم اخیست . تل به ېې زما د ایجاداتو پوښتنې کولې او د خپلو ژباړو ، څیړنو او لیکنو بشپړ راپوربه ېې هم راسره شریکاوه . هغه به نه یوازې زما احوال پوښت ،په لندن کې به ېې د نورو فرهنګیانو حال احوال هم راڅخه غوښت او زما پوښتنه به ېې هم له نورو کوله .
استاذ په خپل مهربانۍ ، خوږوالي او لورینه کې بیساری او ایډیال انسان و. که به ما یو ځل تیلیفون وروکړ، ده به دوه ځل ټیلیفون راکاوه. له دې با بته به ېې هر وخت پوروړی وم او خپلې دې کمزورۍ خورا سخت ځورولم او تل به مې له هغه له دې
کبله بخښنه غوښته .
تیر کال چې په ما ګڼو سفرونو او بوختیاوو غلبه وکړه له استاذ سره ښه غوټه موده ونه توانیدم مخ او احوال ېې واخلم خو استاذ څو ځل ما ته تیلیفونی پیغام پریښی و. دې کمزورۍ سخت ځورولم لکه د ګناه لوی پیټی چې مې په اوږو پروت وي. تیره میا شت مې تیلیفون ته لاس کړ چې د دغه دروند او لوی استاذ احوال واخلم چې نا ببره مې د وتلی شاعر او لیکوال عبدالغفورلیوال
د فیسبواک په دیوال د هغه د ناروغۍ د سختیدو خبر ولوست . ټکان مې وخوړ ، په سترګو مې له خفګانه توره شپه راغله. لکه زړه مې چې له حرکته ودریږي او غږ مې په ستونی کې وچ شي. تیلیفون راته خورا ګران شو.
دا دئ اوس ېې د ابدی خوب او بیلتون خبر راغئ . ځان خورا ګنهکار او دده پوروړی بولم . استاذ به نه یوازې له خپلو دوستا نو او پیژندویا نو سره د خپلو ژباړو ، څیړنو او لیکنو او کتابونو او رسالو محتوا شریکوله ، له دوی به ېې د خپلو معلوماتو د صحت ډاډ هم غوښت. ښه مې په یاد دي کلونه د مخه چې په (دثور کودتا او دهغې ژورې پاېلې ) په تاریخی اثرېې کار کاوه یو ما ښام تیلیفون راوکړاو ددې کتا ب په هغې برخه ېې زما نظر وغوښت چې د شینوارو پورې تړلې وه. استاذ د کتا ب دا برخه پوره راته ولوسته او بیا یی د یو شینوار ی په توګه له ما د خپلو معلوماتو د صحت ډاډ وغوښت.
استا ذ پخپلو څیړنو کې خورا دقت کاوه: نه یوازې ېې د هر اثر او څیړنې لپاره په لسګونه او سلګونه ماخذونه اړول رااړول او ګڼو ارشیفونو ته ېې سر ښکاره کاوه بلکې د پیښو د برخه والو ، شا هدانو او په اړونده سکالو د صلاحیت لرونکو کسانو او کارپوهانو په لټه ېې هم پوره وخت اړاوه. که یی له نږدې نشو لیدلی په ساعتونو ساعتونو به له امریکا ورسره غږیده او مرکې به ېې کولې.
د استاذ څیړنې نه یوازې د خورا معتبرو ملی او بین المللی څیړونکو له اثار و او د ګڼو با اعتباره ارشیفونو او ژوندیو مرکو له کارونې خړوبیدې بلکې څیړنو ېې نوښت او نویوالی هم درلود . هغه د خپل نسل او ځیلۍ یوازینی اکا دیمیک تاریخپوه و چې هم ېې تاریخ د دوکتورا تر کچې ولوست. هم ېې تدریس کړ او هم ېې تر مرګ تاریخ لیکنې ته خپل ټول ژوند وباخښه.
هغه له دې با بته هم یوازینی مورخ دئ چې زموږ د اولس د وروستیو څلورو لسیزو بوږنونکی او تراژیک تاریخ کښلی دئ. دا دده په :
(دسرطان کودتا د افغانستان د اوږدې بې ثباتې پیلامه) پیل او په (افغانستان: شوروي یرغل او د افغانانو ځواب ) پای مومی.
(وطن ته يو سفر طالبان او اسلامي بنسټ پالنه) ېې دروانې غمیزې یو بل تاریخی تحلیل دئ.
حکومت او افغانی ټولنه د امیرعبدالرحمن په واکمنۍ کې) ده ددوکتورا اثر دئ چې په انګریزی چاپ او کښل شوی دئ .
په دې اثر کې استا ذ په لومړی ځل د افغانی عنعنوی تا ریخ پوهانو: غلام محمد غبار، کاتب هزاره، عبدالحی حبیبی
صدیق فرهنګ او نورو بهرنیو مورخینو بر خلاف د تاریخ په هغه پړاو کې ددغه امیر ځای له بل دید او زاوېې ګوری او څیړي.
او لوستونکو ته ېې ورپيژني.
هغه پخپل بیساری تحلیل د آفغان تاریخ ډيرې مهمې پیښې او تاریخي څیرې له سره تعریف او له نوی دید سره وشاربلې او وړاندې ېې کړې. ښه بیلګه ېې :(د پاچا امان الله خان واکمنۍ ته يوه نوى کتنه) اثر دئ.
استاذ د ژباړې په برخه کې هم خورا نادر او مهم اثار په روان او خواږه نثر وژباړل. ښه بیلګه ېې: (د الفنستن د کابل د سلطنت بيان) دئ.
په دې ټولو برسیره ېې د هیواد په ګڼو حالتو د ځانګړو لیکنو شمیر هم زیات دئ : چې ځنې ېې لکه 🙁 زما غوره ليکنې) په کتا بی بڼه هم چا پ او خپرې شوي دي.
استاذ په ګڼو ملی او بین المللی سیمینارونو کې هم خلاقه برخه اخیستې او پخپلو نوو څیړنو او موندونو ېې تل د سیمینار برخه وال حیران کړي دي . دا اساتذ و چې په لومړی وار ېې په ذغرده داستا نبول په کنفرانس کې وویل : چې هیچیرې د ډیورند لیکلی سند وجود نه لری.
روح دې ښاد وي.