۱- ژورنالیزم د دې لپاره وايي چې د راپور لپاره دا یو تعریف پکې زده کړي . ( چېرته ، کله ، چا، څوک ، ولې ) او د رسنیو له لارې له جینکیو سره اړیکه وساتي .
۲- ادبیات د دې لپاره وايي چې پنځه یاګانې پکې زده کړي او د ګل زمان د سندرو په معنا پوه شي .
۳- حقوق د دې لپاره وايي چې د سړیو پر نسبت ښځو ته دوه برابره حق ورکړي ( مېړه ښځه کړي او ښځه مېړه کړي ) یا د بحثونو دوکان ځانته وکړي چې په بې نتیجې بحثوتو راټول وي او بحث چینجي ته وايي .
۴- کمپیوټر ساینس د دې لپاره وايي چې په کمپیوټر کې کاپي پېسټ زده کړي او ګېم پکې وکړي او یا له خلکو ایمېل ادرس او د فسبوک ایډۍ غلا کړي .
۵- شریعات د دې لپاره وايي چې یوازې ږیره پریږدي او خلک له ملا صیب نه ورته ووايي .
۶- اقتصاد ددې لپاره وايي چې د ګمرک رئيس شي (سود وکړي) او دومره پیسې ولري چې د بانکونو واله ځواب ورکړي چې ستاسو پیسې نورې له مونږ سره نه ځاییږي .
۷- طب ددې لپاره وايي چې بې کیفیته دوايي له پاکستانه راوړي او د کمپنیو واله تحفې ورته واخلي او خلک له ډاکټر نه ورته ووايي ، که څوک ورته ووايي چې ډاکتر صیب څنګه دی کاروبار مو ؟ نو دوی ورته وايي چې شکر الحمدالله ناروغان ښه ډېر دي .
۸- انجینري ددې لپاره وايي چې سړکونه په خټو کاګېل کړي او یا په کور کې له ښځو سره دعوې شروع کړي چې د چرګو او سپيو کوټې مو غلطې جوړې کړیدي ، ځکه انجینر دی نو …
۹- تعلیم او تربیه د دې لپاره وايي چې معلم شي او د پلنې کنجوغې بایسکل ځانته واخلي او له دولت د یوې نمرې غوښتلو خوب وویني .
۱۰ – زراعت د دې لپاره وايي چې د بېنډیو ، بانجانو او نورو فصلونو په حاصلاتو کې له بزګرانو سره لانجې دعوې وکړي او یا د حیواناتو فلمونو له کتلو خوند واخلي .
۱۱- وترنري د دې لپاره وايي چې دوځانه حیوانات معلوم کړي او زړو ښځو ته چلېنج ورکړي .
۱۲- هنر زیبا د دې لپاره وايي چې ګډا او ډانس زده کړي او په ویډیوګانو کې را ښکاره شي .
۱۳- اردو ، فارسي او انګلیسي ادبیات ددې لپاره وايي چې فلمونه وګوري ، یا په ودونو او خیراتونو کې په بله ژبه ځانته خوراک را وغواړي ، یا ترجماني وکړي او یا له خپل هیواده ښپې سپکې کړي .
۱۴- کیمیا بیالوژي ددې لپاره وايي چې فرمولې پکې زده کړي او یونیم ډانګتر صیب په کې رابند کړي .
اکثره د اسنادو غله محصلین دغه یاد پوهنځي یوازې په همدې معنا وايي .
که داسې وي نو بیا خو زه نړیوال مفکر شوم ؛ ځکه همدغه سرسري شیان خو ما هم زده دي .
ما ځینو ملګرو ته له پوهنتون د فراغت مبارکي وویله ، خو هغوی راته وویل : پوهنتون نه ؛ بلکې له زندانه فارغ شوو ، یا ربه ته وظیفې ورته پیدا کړې ، ګني عصري غله به ترې جوړ شي .
یادونه : کیدای په نړۍ او افغانستان کې نور پوهنځي هم وي ، خو ما هغه پوهنځي یاد کړل چې اوسمهال ډېر مشهور او رواج دي .