د روان کال د لړم پر یوولسمه یکشنبه ماښام پر اووه بجې د کندهار مرستیال والي یو دېرش کلن عبدالقدیم پتیال د ځنځيري قتلونو په لړ کې په داسې حال کې په توپنچه شهید کړای شو چې د کندهار پوهنتون د ښوونې و روزنې پوهنځي د پښتو څانګې په وروستي سمسټر کې د مونوګراف استاد درس ته ناست و.
د ځنځيري وژنو اصطلاح د افغاني سیاست په ترمینولوژي کې د هغو سیاسي او پوځي څېرو د ترور لپاره کارېږي چې په وروستۍ نژدې یوه نیمه لسیزه کې یې وحشتناکه څپه راپورته شوې ده.
د شهید پتیال علمي- فرهنګي شخصیت تر سیاسي- دولتي هغه زیات بارز او دروند وو، ځکه نو یوازنی دولتي چارواکی دی چې په ترور یې په سراسر افغانستان کې د بېساري تاثر او خپګان مسلسل موجونه راولاړ شول.
د دغو خواخوږیو او غبرګونو په لړ کې ودان افغانستان ګوند هم سخت غمجن شو، خپله غمرازي یې څرګنده کړه او دغه کمسارې وحشیانه
پېښه یې سخته وغندله.
د ګوند سرپرست محمدیار یار د لړم پر پنځلسمه په کندهار کې یوې خبري غونډې ته د دغه ډول پېښو دوه اساسي لاملونه وښوول چې یو یې د ا فغانستان د لوړو زده کړو د مؤسساتو په تعلیمي نصاب کې د افراطي او قانون ضد افکارو شتون او په واضح توګه د هغو تدریس دی، بل یې د افغانستان په قضایي ارګانو کې د پراخ فساد واقعیت دی.
محمدیار وویل چې ده دوه کاله په کندهار پوهنتون او دوه هم په کابل ښوونې و روزنې پوهنتون کې درس ویلی دی او دی شاهد دی، په هډو پوست یې درک کړې ده چې هلته په څومره بېغمه ډول افراطي استادان افراطي افکار تدریسوي؛ ده په تعلیمي نصاب او پوهنتوني سیسټم کې د بنسټیزو بدلونو غوښتنه وکړه.
د قضاء او څارنوالۍ په وجود کې یې د ښکاره او مخامخ رشوت او فساد په باب وویل چې په دغو ارګانو کې رشوت د شیرینۍ یا په بل نسبتاً مهذب نامه نه اخیستل کېږي، بلکې په ښکاره او سیده درته وايي چې دغومره ډالر راکړه کار دې در خلاصوم که نه په مخه دې ښه؛ یار باور وښود، که همدا اوس هم د پتیال قاتل د حکومت په لاس کې وي، همدا شېبه بېغمه د رشوت ورکولو په صورت کې په درنښت خوشې کېږي، ده دلیل دا راووړ چې په تېرو دیارلسو کالو کې د بې شمېره ترورو په نتیجه کې افغان ولس د یوه قاتل د نیولو او محاکمې شاهد نه دی، خو بېګناه مظلوم او بې وسه انسانان بیا د همدغو فاسدو محاکمو له خوا په سختو سزاګانو محکومېږي.
محمدیار د خپلې ادعا د پخلي لپاره په کندهار کې د ښوونځي د یوه مظلوم شاګرد (هستي محمد) کیسه وکړه:
(( هستي محمد پروسږکال په کندهار کې د کوشني تښتونې په تور ونیول شو او جعلي اسناد ورته جوړ شول، زه یو کال له شهید پتیال، د کندهار د اطلاعات و کلتور رئیس دواخان مینه پال، چې د حقوقو فارغ دی، څارنوالانو، قاضیانو او نورو چارواکو سره په تماس کې وم، دوی ټولو دغه هلک بېګنا باله، ما ورته وویل چې موږ ځکه جدي عکس العمل نه ښیو چې زیان یې افغانستان او ګټه یې د وطن، دښمن ته رسېږي، ځکه نو تاسو د ده په باب یوه عادلانه فیصله وکړئ، خو له بده مرغه هغه په پنځلس کاله قید محکوم شو، دا ځکه چې رشوت ور نه کول شو.
محمدیار دا هم وویل چې له دوی سره د دې قضیې او رشوت غوښتنې په باب کره اسناد موجود دي او پر خپل وخت به یو- یو ولس ته روښانه کړي.
یار په اخیر کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه ادعا بېخي سمه وبلله چې د میزان پر اوومه یې د ولسمشرۍ لپاره د تحلیف په مراسمو کې قضايي اداره او څارنوالي له فساده ډکه بللې وه او په لنډ وخت کې یې د اصلاح غوښتنه کړې وه، ده پر جمهور رئیس یې ږغ وکړ چې پر خپله کړې ژمنه کلک ودرېږي.
ولسمشر هلته ویلي ول:
(( عدالت د اسلام د مبین دین اساس دی او قاضیان د عدالت د اجراء مسؤلیت لري؛ په قضائیه قوه کې، چې د شریعت او قانون هنداره ګڼل کېږي، باید شفافیت حاکم وي.
له بده مرغه پر قضائیه قوه د فساد تورونه موجود دي؛ په قضائیه قوه کې فساد ناامنۍ ته لار هواروي.
له سترې محکمې په ډېر احترام همدا نن غواړم چې په یوه میاشت کې دننه د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر اساس د محاکمو د ټول پرسونل ارزونه وکړي.
د قاضیانو تعین، عزل، تقاعد او استعفاء منل د ولسمشر صلاحیتونه دي او زه به د مکافات او مجازات د اصولو په رڼا کې د دې مهم سکټور د اصلاح لپاره له خپلو ټولو صلاحیتونو نه کار واخلم.
که غواړو د قانون حاکمیت پلی شي او لوړ پوړي چارواکي یې چې په فساد بوخت وي، مجازات شي نو قضايي قوه باید پاکه او د اعتماد وړ وي.
ټولې ناتکمیل شوې دوسیې باید ژر تر ژره د مدني قانون او جزا د قانون پر اساس بشپړې شي؛ پر هغو دوسیو به عاجل غور وشي چې برخلیک یې نامعلوم دی؛ د دې کار لپاره به یوه باصلاحیته کومېټه توظیف شي.
د محاکمو تر څنګ د څارنوالۍ په اجرااتو کې هم جدي بدلون ته اړتیا ده.))
بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۸) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۲۱\ ۱۳۹۳