هارون سمون

یو تدریسي کتاب لولم(نوم یې ځکه نه اخلم، چې یو ملګری اجازه نه راکوي، وایي اوس د دې خبرو وخت نه دی????) يوه جمله پکې ده، یو پراګراف. څلور پنځه ځله یې، چې ولولې هم، سم مفهوم نشې ورنه اخیستی. یا خو دلته ځینې استادان عمداً کوښښ کوي چې آسانه څه سخت تشریح کړي؛ چې ځان لوړ او پوه وښيي، خپل لوستونکي د علمي اغېز لاندې راولي یا خو د تشریح او سپړنې ښه وړتیا نه لري.

ډېر پوهنتوني متون دي، چې باید سرې کرښې ورباندې کېکاږل شي او سم منظم له سره ښه لوکس آسانه تشریح او توضیح شي، چې دلته هم علمیت له ستونزو راووځي او هر څه آسانه شي. هغوی چې د پوهې دومره دعوا کوي، چې هومره ندي راج به یې هم ختم شي، ډیکټاټوري به یې هم. هر څه به له دودیز سیسټم همداسې راووځي.

د تخنیک برخه کې، چې پښتو متن ولولې ګنګس به دې کړي، داسې متن، متن کې نه دی حساب. دومره به ګډوډ وي، چې لومړی به ته دا مالوموې چې اوس دا وایې څه؟ مانا جمله به مانا نه ښندي، بیا به یې وروسته زده کوې هم. تر زدهکولو دا لومړی غم غټ دی. داسې متن پښتانه زدهکونکي ته سخت او تاواني دی؛ نو یو دريژبی چې آسانه پښتو یې نده زده بېچاره څنګه ډبرو غوندې متن ولولي او برداشت ورنه واخلي؟

پوهنتون کې پښتو نصاب ته باید جدي کار وشي، متن آسانه شي، طبعاً چې پښتو به هم د علم ژبه شي او نور به هم زړه ښه کړي، چې په پښتو زده کړې وکړي. د ښوونځیو د نصاب بیا تر ډېره ستونزه حل ده.

کنه کېږي تر دې چې له سره په انګلېش تشریح شي ښه ده، حد اقل زدهکونکي خو به له ځینو اصطلاحاتو سره بلد شي. زه ورته طرحه لرم: یو مثال یې وړاندې کوم ټوله دا نده، پوهنتون کې باید د متن د ایډټ(سمونې) بورډ وي، د استاد په موجودیت کې پر متن باید خواري وشي، سم ایډیت شي، جذاب شي، چې زدهکونکی یې کله لولي، خوند ورکړي. د عجایبو وطن کې یې چاته وایې، دا ادبیاتو واله خواران چې وزګار ګرځي، خو دوي دي د همدې لپاره.

دلته محصل مکمل تباه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *