ماښامونه معمولاً رنګین، شاعرانه و عاشقانه وي، خو سرچپه، د ۱۳۹۵ کال، د سنبلې پنځم ماښام، کاملاً خونین، وحشیانه و بې رحمانه وو، ځکه په کابل کې د افغان- امریکایي پوهنتون د معصومو و نازدانه افغان محصلانو پر نازنین ژوندانه بدترین ترهګریز غوبل جوړ شو؛ په دروازه کې تر موټر- بم چاودنې وروسته، چې دوه تروریستان پوهنتون ته ننوتلي ول او پر هر په مخه ور تلونکي شخص باندې یې، د خدای تېر ایستلو او جنت غصبولو په لېوني امید، مرګونې ګوزارونه کول، د سهار څلور بجې شاو خوا، په داسې حال کې د جهنم شومه شول، چې د یوه استاد (نقیب خپلواک) او درو امنیتي ساتونکو په شمول یې، د شپاړسو محصلانو د ګلالي ژوندانه تازه ګلان رژولي او پنځوس نور یې په خپلو وینو اوبه کړي ول.
د افغانستان د ناتمامو غمیزو په سلسله کې، د دې انسان ضد بدترینې فاجعې په وړاندې په کورنۍ و نړیواله کچه د توندو غبرګونو توپانې څپې را پورته شوې او دا علم و فرهنګ ځپونکې پېښه یې په شدید ترینو کلماتو وغندله.
ولسمشر اشرف غني د امنیتې غونډې له منځه د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف ته زنګ و واهه او درې هغه شمېرې یې ور وسپارلې چې پر پوهنتون بریدګرو ترهګرو، په پاکستان کې له مېشتو تروریستانو سره اړیکي په نیولي وي، له دې سره ډیورنډ ته نژدې پاکستاني پوځ عملیات وکړل خو کومه پایله یې څرګنده نه شوه.
نور نو، هم سیمه او هم نړۍ متیقینه ده چې پاکستان یو تروریزم تولیدوونکی او صادروونکی هیواد دی او د ښاغلي غني خبره، د افغانستان پر ضد د پاکستان نا اعلان شوی جنګ او سپین سترګې مداخله د پټېدو پدیده نه ده؛ دغه مضر هیواد د څلورنیمو لسیزو راهیسې زموږ د هیواد پر زېربناوو، تاسیساتو، علم، فرهنګ او حیثیت باندې بې وقفې تباکوونکي ګوزارونه کوي او هماغسې چې دغه مصنوعي ملک په ۱۹۴۷م کې د لوېدیځ د استعماري هدفو له پاره، د اسلام په نوم را منځته کړه شوی، د ساده مسلمانانو د غولولو له پاره یې پر پایتخت د اسلام آباد نوم ور ایښوول شوی، نو په افغانستان کې یې هم د همدغه اسلام په نوم بربادوونکې لاس و پښې وهلي دي.
په پنځوسمو لمریزو کلو کې، چې دلته د شهید داؤد خان ملی- قانوني او جمهوري نظام واکمن وو، نو د پاکستان د جماعت اسلامي مذهبي ګوند یو مشر، قاضي حسین احمد به افغانستان ته د بوټو د سوداګر په جامو کې راتلی، د کابل پوهنتون یو شمېر ځوانو احساساتي او ساده لوحو ځوانانو ته به یې د اخوانیزم وایرس ور پېچکارې کاوه او د افغانستان د مشروع حاکمیت پر ضد به یې د بې دینۍ په نوم پارول، د نوموړي دې شیطانې لوبو ښه نتیجه ور کړه او دغو د اخوانیزم په مرض ککړو محصلانو، اول په ناوړو تبلیغي و تخریبي فعالیتو و مزاحمتو لاس پوري کړ، چې حکومت یې ښه تر پزې را ورساوه او د زور کارولو ته یې مجبور کړ، بیا نو د پاکستان ګډر ور وښویېدل؛ دا نو هغه پېښه وه چې د پاکستان له پاره یې تر لنګې غوا هم زیات ارزښت وموند؛ جالبه دا وه چې دوی خپله د سوسیالیست ذوالفقار علي بوټو تر بوټو لاندې پراته ول خو هغه زموږ د هیواد پر ضد په دې نوم د بې سرحده ویجاړۍ ټرېننګ ور کاوه چې ګواکي په افغانستان کې اسلام د سوسیالیزم له ګواښ سره مخ دی؛ دوی د داؤد خان د رژیم چپه کولو له پاره په پنجشیر کې د احمد شاه مسعود او لغمان کې د ګلبذین حکمتیار په لاس د افغانستان د تخریب مقدمات کښېښوول خو د خلکو او حکومت له خوا سخت و ځپل او وشړل شول؛ هغه کار، چې باید افغاني اخوانیانو کړی وای، افغاني کمونیستانو وکړ، یانې پر داؤد خان یې خونړۍ کودتا وکړه، هغه یې په ټول قساوت و جنایت سره ایالتپه کړ او دا تر بدو بتره فاجعه، که له یوې خوا کمونیستانو د خپلې یوې لویې کامیابۍ په توګه لمانځله نو تر هغه ډېره د مجاهدینو، پاکستان او ټول امپریالیستي لویدیځ له پاره د لوی اختر موکه وه، ځکه د افغان انسان د ټولوژنې او افغانستان د یومخیز تخریب له پاره د کفرې و اسلامې نړۍ په کچه زبردسته بهانه په لاس ورغله او دا دی نژدې څلوېښت کاله یې پر افغانستان داسې چپه غوبلونه وچلول چې نور یې نو یوه روغه خښته او یو روغ مانیز ارزښت را پرې نه ښود؛ زموږ پر دې تاریخي او مېړني وطن باندې د دې جهاني شیطاني اشر د محشر په ترڅ کې د اعلاء کلمةالله په شرعي شعار سمبالو مجاهدینو زموږ پر تاریخي افتخارو، فرهنګي عظمتو، علمي مرکزو، انساني تفکر، ملي ارزښتو، کتاب، قلم، مکتب، پوهنتون، ګالرې، میوزیم، آرشیف، کتابخانو، آبداتو، څلو، منارو، ماڼیو، استاد، شاګرد او غونډ معنویت باندې له هیڅ ډول جهادي ګوزار څخه ډډه و نه کړه او دا هر څه یې د امریکا، انګلستان، اسرائیلو او ټول غرب و عرب په پیسو و مشورو، د کفر و کمونیزم په نوم له بنیاده برباد کړه؛ دا علم ځپونکې او جهالتپالونکې لړۍ له جهادي تخریبي دورانه بیا د مجاهدینو د اسلامي حکومت تر لوټماره او تر هغه پسې را وروسته د طالباني تور حاکمیت تر وروستي نفسکه، په ټول زور سره روانه وه او د حسن اختتام په توګه یې د پاکستان د وروستۍ خوښۍ په اراده د بامیان د بودا بزرګوارې ایره- ایره کړه.
تر ۲۰۰۱ کال وروسته یوازې نوم و شکل بدل شو، مجاهد طالب شو، نور نو ماهیت هماغه جهاد، هماغه کفر، هماغه پاکستان، هماغه غرب و عرب، هماغه د افغان او افغانستان د نړېدو دوام دی او هماغه د اسلام په وسله د افغاني معنویت قتل عام دی؛ پرون پر دې معنویت د کمونیزم شوم سیوری لوېدلی وو ځکه باید د لویدیځ په پرېمانه پانګونه او د پاکستان په مهربانه هڅونه پوپنا شوی وای او نن د ډیموکراسۍ شرموونکې سایه پر پرته ده ځکه باید د هماغه غرب و عرب د ستراتیژیک متحد، پاکستان په پېرزوینه نور هم پسې دوړه- دوړه شي، هماغسي لکه ورو ستۍ دوړه چې یې له افغان- امریکایي پوهنتون څخه، د مسیحي پوهنتون په نوم، پورته کړه، خو دلته یوه ظریفه باریکې دا ده چې د معیاري علم پر دې اکاډمیک مرکز د خونرېز له پاره، دغه دهشتګر له ډېره وخته په کمین کې ناست ول، چې ښه بریالی برید یې پر وکړ او د اکاډمیک افغان انسان په وینو یې ښه خمار مات شو نو بیا یې خپل دومره عجز نندارې ته وړاندې کړ، چې پخوا به یې د نورو جنایات هم ځانو ته منسوبول نو دلته یې خپل دغه تر ټولو نوښتګر وحشت په خپل نوم ثبت نکړای شو، ځکه چې یرغل د پاکستان د بادار(امریکا) پر نوم شوی وو او د طالب بادار (پاکستان) د دې بېچاره نوم ته د دې جانانه ابتکار د انتساب اجازه ور نکړه.
اوس وحشت دا نه دی چې پاکستان د افغانستان بېخ باسي او طالب، حزب اسلامی، داعش، القاعده یا بل دهشت، دلته د محشر میدان غوړولی دی، ځکه د دې پدیدو خو وجودي منطق له همدې خباثته عبارت دی؛ نه توجیه کېدونکې فاجعه خو دا ده چې تروریزم د افغانستان د هغه جمهوري دولت د تحصیلي نصاب صریح او محسوسه حصه ده چې همدغه افراطیت یې پر ضد جهاد ته دوام ور کړی دی؛ زموږ محترم متفکر رئیس جمهور، د دې پر ځای چې د تروریزم کاروباري راحیل شریف ته د شکایت مشوکه ور واچوي، باید یووار خپلو پوهنتونو ته سر ور ایسته کړي او وګوري چې د درنو مجاهدینو په حتمي فرمایش، په هر پوهنځي کې، له اوله تر آخر سمیسټره، د اسلامی ثقافت په نوم، استادان په څومره سرشاره و بېخاره روحیه سره، څنګه د افغانستان، اساسي قانون، نظام، ډیموکراسۍ، بشري حقونو، ښځو د حقونو، وینا او رسنیزو آزادیو، انسانی کرامت او غونډ معنویت پر ضد تدریس کوي؟ او ځوان افغان نسل څنګه د اسلامي نصوصو په استناد سره، د عقلانیت په مقابل کې استحماروي؟ دا په اول نظر یوه مزخرفه ادعا ایسي، خو د اثبات له پاره یې لاس په لستوڼي یو زر و یو دلیله شته؛ د ډېرو اسنادو راوړل یې د دې سرمقالې تر چوکات وتلې کیسه ده، خو موږ به یوازې د کابل، ننګرهار او کندهار پوهنتونو د اسلامي ثقافت له درو کتابو څخه، ډېر په لنډیز سره، یو درې نمونې در شریکې کړو؛ نور نو، مُشت نمونهء خروار:
یو- کابل تعلیم و تربیه پوهنتون: اسلامي سیاست، لیکوال: ګوهر رحمن ګوهر (د پاکستان د جماعت اسلامي تنظیم یو مشر)، ژباړن: قریب الرحمن سعید (د جګړمار حزب اسلامي یو مشر)، ۱۴۳۰ ه-ق، پېښور، استاد: محمد هاشم امین، سمیسټر: شپږم.
«که قوانین د قوم د پوهانو، د حکومت د مسؤلینو، او نورو اړوند قانونپوهانو په واسطه وضع شوي وي نو بیا په دې قوانینو ولاړ سیاست ته عقلي سیاست ویل کیږي.
سیاسي حکومت (عقلي سیاست) هغه حکومت ته ویل کیږي چې خلک د عقلي نظریاتو او قوانینو پابند کړي او مقصد یې دنیوي ګټې او آرام ژوند او د دنیوي تاوانونو او ستونزو څخه نجات او خلاصون وي.
عقلي سیاست د هغې قانون پابند وي چې د عاقلانو، پوهانو او د قوم د شریفو خلکو په واسطه جوړ شوی وي او مقصد یې د خلکو د دنیوی ګټو او مصالحو ساتل وي …خو په عقلي سیاست کې هم د اخروي او ابدي ژوند د فلاح او ښېګڼې لوري ته کومه پاملرنه نه ده شوې.
خیالي او فرضي نېکبختې او سعادت په دې دنیا کې د دولت، شتمنۍ، عزت او شهرت او نورو ورځنیو خوښیو او خوشحالیو نوم دی.
…دوهم ریاست هغه دی چې په ټولنه کې د هغو کړنو او عاداتو د کلکوالي او رواجولو هڅه کوي چې د خیالي او وهمي نېکبختۍ او خوښۍ ذریعه ګرځي…دې ډول حکومت ته جاهلي حکومت یا (ریاست جاهلیه) ویل کیږي.
شیطان د وخت حاکمان غولوي او دې ته یې هڅوي چې په سیاسي امورو کې د خپل نظر مطابق عمل وکړي ؛ هغوی هم د همدې شیطانې وسوسې په اساس د شریعت په ځای په خپل نظر او وګړیز فکر عمل کوي او دا غټه تېروتنه ده ځکه چې شریعت الهي سیاست دی او دا شونې نه ده چې په الهي سیاست کې دې کومه نیمګړتیا موجوده وي او دهغې نیمګړتیا په اساس دې د مخلوق جوړ کړي سیاست ته اړتیا شتون ولري. (مخونه: ۲۶- ۳۲) د عقلي سیاست اول داعي ابلیس و…. د بې پردګۍ او عریانۍ خپرول د ابلیسي نظام غوره پالیسې ده. دا هغه ابلیسي اصول و چې په هر وخت او هره زمانه کې پرې د ابلیسي او طاغوتي نظامونو بیرغچیان او پیروان عمل کوي… (مخ: ۱۵۴)
سیکولر(بې دینه) جمهوریت یا دیموکراسې: …غربي خلکو د جمهوریت فکر د عربي د لغاتو د کتابو څخه نه دی اخیستی، بلکه د یوناني کلیمې د ډیموکراسې څخه یې اخیستی دی چې معنا یې د (خلکو حکومت، د خلکو په واسطه، د خلکو له پاره) په دې نظام کې د حق معیار او د قانون مصدر د خلکو خوښې او غوښتنې دي خلک د پوره واک او قدرت خاوندان دي. جمهوریت یو مطلق العنان نظام وي، په دې نظام کې د خلکو نمایندګانو ته د الله جل جلاله، رسول او اسماني کتابونو یا اخلاقي معیارونو پیروې او تابعدارې اړینه نه وي بلکه د خلکو د خوښۍ او غوښتنو پیروې او وفادارې اړینه وي لکه چې خلک خدای وي او د خلکو نمایندګان د هغوی رسولان وي (نعوذ بالله)
د پادشاهۍ او پاپائیت د کړنو پر خلاف ډیموکراسې منځ ته راغله. کله چې خلک د پادشاه د سیاسي بربریت او د پاپ د دینی ظلم او تیري څخه په تنګ شول نو هغوی بې واګو او بې پولو آزادۍ ته لاس واچاوه او د بې دینه سیکولر جمهوریت آزادې یې غنیمت وګڼله. (محونه: ۷۲- ۷۴)
د دین او مذهب څخه د غربیانو د مخ اړولو او انکار کولو علت …وطن پالنه ده…وطن پالنه د هغوی نوی دین او مذهب ګرځېدلی دی…وطن د هغوی خدای او معبود دی.» (مح: ۸۳)
نور نو دغه ۴۷۵ مخیز کتاب ټول له دغه ډول تناقضاتو، هوایي خبرو، توهماتو او ضد علمي ګډوډیو څخه ډک دی او د نوي افغان نسل کوپړۍ د علم پر ځای له جهله ور ډکوي.
دوه- ننګرهار پوهنتون: فکري پوهنه/ دویم چاپ، مولوي عبدالهادي مجاهد،۱۳۸۹، لازمي ممد درسي.
«اهداء: دا کتاب هغو تنکیو میړنیو زلمیو ته اهداء کوم چې په لږه تجربه او کمو وسایلو، خو په قوي ایمان او د الله تعالی پر ذات په محض توکل ئې د صلیب د لښکرو رسېدلي پاخه جنرالان د پوځي جګړې په ډګر کې په ګونډو کړل خو د فکري جګړې ډګر ئې لا په مخکې هماغسې نافتحه شوی پاتې دی. (که د دې مېړنیو زلمیو، د الله تعالی پر ځای، پر پاکستان محض توکل نه وي نو بیا ولي د دغه اهداء کوونکي په وینا، پر مسیحي پوهنتون د کامیابترینې حملې ادعا نه شی کولای؟)
د ډیموکراسۍ تعریف: د خلکو حکومت، د خلکو په لاس، د خلکو لپاره.
یعنې په ډیموکراسې کې به د ژوند د هر اړخ او د هرې مسالې د حل لپاره قوانین هم د خلکو له خوا وضع کیږي او حاکم به هم د خلکو له خوا ټاکل کیږی او فیصله به هم د خلکو له خوا کیږي.
…کلیسا هم…د فکري استبداد داسې مرحلې ته رسېدلې وه چې هرچا به چې کومه داسې نظریه وړاندې کړه چې د کلیسا به خوښه نه وه نو فوراً به هغه شخص کافر او د الله (ج) له نعمته محروم ګڼل کېده او له دین څخه به د بغاوت په جرم محکومېده. (ټیک لکه اوس چې همدا مولوي مجاهد او ورته نور افراطیون هماغه د منځنیو تورو پېړیو کلیسایي تجربې پر مسلمانانو تکراروي)
د ډیموکراسۍ اصول: ۱- د سیادت(حاکمیت) اصل ۲- د حقوقو او آزادیو اصل.
اول- سیادت: هغه مطلقه اعلی سلطه ده چې یوازې هغې ته په اشیاؤ او افعالو د حکم د صادرولو حق حاصل دی…سیادت به په مطلق ډول د ولس وي…د ولس اراده مقدسه ده، یعنې هیڅ اراده د ولس اراده نشي ردولی…هرڅه چې ولس غواړي هغه حق دی
عقل د قوانینو د جوړولو یواځینی مصدر دی…هر څه ته چې عقل ښه وایي هغه حق او هر څه چې عقل بد وګني هغه باطل دی.
حکومت به د خلکو د اکثریت له خوا د عامو انتخاباتو له لارې منځته راځي….په انتخاباتو کې د هیواد ټول خلک یو ډول سیاسی حقوق لري…د انتخاباتو په نتیجه کې چې د هرې نظریې خلک حاکمیت ته ورسیږي نور ټول خلک به یې حکومت مني او په خلاف به ئې نه را پورته کیږي خو د مخالف حزب په شکل کې د حکومت په ځینو اقداماتو اعتراض کولی شي.
دویم- د حقوقو او آزادیو اصل: ۱- د عقیدې آزادې ۲- د نظر او رایي آزادې ۳- شخصي آزادې ۴- د بیان او تبلیغ آزادې ۵- د مسکن حق ۶- د ملکیت حق ۷- د کار حق او آزادې ۸- د زده کړې او علم حق ۹- په هر څه کې د نارینه ؤ او ښځینه ؤ د مساوات حق. د دغو حقوقو تر څنګ یو لړ نور حقوق هم د ډیموکراسۍ له مهمو حقوقو څخه ګڼل کیږي چې په هغو کې د (سیاسی پلورالیزم) او (دیني پلورالیزم) او آزادۍ هم راځي.
ډيموکراسې ولې کفر دی؟
ډیموکراسې یو نوی کفري دین دی چې خپل شریعت، خپل قوانین، خپل اخلاق او د ژوند لپاره خپل ځانګړی تصور لري. د دغه نوي دین فیلسوفان او پیروان غواړي چې د ډیموکراسۍ دغه نوی دین دې تر اسلام، یهودیت، مسیحیت، هندوئیزم، بودائیت، او بل هر دین مقدم او محترم وي… که څوک په امریکا، برتانیه، فرانسه، جرمني، ایټالیا او اسټرالیا کې مسیحیت نه مني له هیڅ مشکل سره نه مخ کیږي خو که ډیموکراسۍ و نه مني هلته د اوسېدو حق نه لري.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې ولیدل شول چې که حکومت په کوم قانون کې کومه اسلامي ماده راولي …بیا ئې ټول غرب په یوه غږ په خلاف را پورته کیږي…تر څو هغه یوه اسلامي ماده هم د ډیموکراسۍ د دین په مقابل کې واقع نشي (سړی نه پوهیږي چې ښاغلی مجاهد په خوب کې پرتې وایي که په عصبي اختلالاتو اخته دی؟)
په ډیموکراسې کې حکم کول او قوانین جوړول د عقل کار دی…د تشریع او قانون حق له الله(ج) څخه په بشپړ ډول اخیستل کیږي او په بشپړ ډول بشر ته سپارل کیږي چې د خپل عقل پر بنا ئې جوړ کړي چې دا په حقیقت کې تر ټولو لوی کفر دی. (مخونه: ۱۰۱- ۱۲۸)
د کابل مسیحي پوهنتون (American university)
په اسلامي هیوادونو کې د امریکایي پوهنتونونو اهداف:
اول- د مسلمانو هیوادونو سیاسي قدرت تسخیرول.
دویم- د نوي نسل مسیحي کول.
دریم- د اسلام د حقانیت په اړه ځوان نسل شکمن کول.
څلورم- د مقاومت د فکري سرچینو وچول.
پنځم- په محلي سطحه د غربي کمپنیو لپاره په امریکایي طریقه د پرسونل روزل.
شپږم- په اسلامي هیوادونو کې د ژوند غربي ډول رواجول او په مسلمانانو کې د امریکایي مصنوعاتو د استهلاک او استعمال روحیه تقویه کول.
امریکایي پوهنتون مسیحي پوهنتون دی:
امریکایان په افغانستان کې د خپل مستقبل لپاره ډېرو کرزیانو، خلیلزادانو، اشرف غنیانو، جلالیانو، احدیانو او دغه ډول نورو په امریکایي پوهنتون کې روزل شویو غلامانو ته ضرورت لري ځکه چې بې فرهنګه ملیشې او لنډغر قومندانان د ډېر وخت لپاره ولس او هیواد نشي سمبالولی نو ځکه باید په لوړه سویه خلک و روزل شي، د دغه ډول یو نسل د روزلو لپاره امریکایي حکومت او د پروټسټنټ کلیسا مشرانو په کابل کې د امریکایي پوهنتون پروګرام تر لاس لاندې ونیو.» (مخونه: ۳۰۱- ۳۳۳)
نه پوهیږو چې مولوي مجاهد به ځان او ملګري څنګه د بې فرهنګه ملیشو او لنډغرو قومندانانو له لیکې باسي؟ ځکه دوی خو ټول یو وخت، یو ځای د همدې امریکا په پیسو، د هماغه پاکستان له ټرېننګ مرکزو څخه د جهاد سنګرو ته تلل لکه نن چې دا دنده یوازې مجاهدخېلو ته ور پاته ده؟ دا ۳۴۳ مخیز کتاب هم غونډ د ورته پاراډاکسو غونډ دی او د ځوان افغان کول د ګمراهۍ له پاره بېخې بس دی.
درې- کندهار پوهنتون: اسلامي تمدن او نوي فکرونه، پوهنیار فیض الله قاضي زاده، ۱۳۹۴، عرفان ټولنه، کندهار، استاد: خپله مؤلف، اتم سمیسټر.
«ډموکراسې له مذهب څخه بېل د خلکو د نظرونو حکومت دی چې زموږ په ټولنه کې په سیکولر یا بې مذهبه نظام پېژندل کیږي…د داسې قانون پلي کول د هغو خلکو لپاره ګټه رسوي چې د مذهب فکر ور سره مطرح نه وي یوازې د مدني ژوند، آزادۍ او خپلسرۍ څرنګوالی په نظر کې نیسی…داچې ځیني خلک ډموکراسۍ ته د اسلامي ډموکراسۍ نوم او رنګ ور کوي هیڅ بېخ او بنیاد نه لري…دغه راز ډموکراسې د یهودیت، نصرانیت او الحاد خلاصه شوې او طرحه شوې ژوند لاره ده چې نن یې په زور او مهارت سره په اسلامي هیوادونو کې جرړې ځغلولې دي.
…اوس دا مشکله مسله ده چې د دواړو قراردادونو مراعات وشی چې یو اسلام دئ، چې د فطرت څخه افغانانو پر ځان منلی او بل د بشري حقوقو په نامه غربي قانون دی. که چیرې ډموکراسۍ ته ور شو نو ښکاره خبره ده چې باید د هغه څه مراعات په نظر کې ونیسو چې غربیان یې په لټه کې دي او هغه څه په شا غورځول کیږي چې الله(ج) او د هغه رسول (ص) یې پر موږ د تطبیق مطلق امر کوي.
همداسې د بې سترۍ، نامشروع یعنې غیر شرعي طلاق، بې له محرمه د ښځو تګ او سفر، په جهاني المپیک کې د ښځو برخه اخیستل یا په عام محضر کې منډې، تجارت او د نورو خواهشاتو لاره خلاصول دا ټول هغه څه دي چې د اسلام د بېخ ایستلو لپاره په کار اچول شوي او په قانوني شکل اسلام ته ګوزار ور کوي او په تدریجي شکل یې له منځه وړي.
…افغانستان په غربي ډموکراسي نظام سره نه شي جوړېدلای او نه هم ډموکراسې پکښې آرامې راوستلای شي، ځکه چې د ډموکراسۍ په وړاندې داسې مخالفتونه شته چې په داخل کې قوي او پخې جرړې لري…غربي مقلدین باید په دې پوه شي چې د دوی تقلید موږ ته او زموږ ګران هیواد ته په ګټه نه، بلکې په ضرر تمامیږي.» (مخونه: ۶۶- ۷۲)
دا ۱۳۴ مخیز کتاب، چې د کندهار پوهنتون لوګو هم پر لګېدلې او د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت له خوا خپور شوی، د شرموونکو غیر علمي او ضد علمي تورو کرښو سره- سره یې، مالومات هم ډېر غلط دي چې مثالونه یې خبره ډېره اوږدوي، یوازې یوه بېلګه یې دا چې په ۶۸ مخ کې یې لیکلي چې افلاطون (۴۲۷- ۳۴۷ق. م) «په منځنیو پېړیو کې یې نړۍ ته سترګې رڼې کړي او پټې کړي دي.»
که له دومره ښکاره ریشخنده سره- سره مو بیاهم حکومت، په تېره بیا د لوړو زدکړو وزارت نه را ویښیږي نو بیا موږ د دې مستحق یو چې هره ورځ مو د علم و فرهنګ پر مرکزو او عالمانو و فرهنګیانو پر سرو، د افراطیت سرې لمبې وناڅي.
دا بیان دور و دراز وو
رحمان ووې مختصر
سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۰ مه / پرلپسي ۹۲ مه ګڼه/چهارشنبه/ سنبله /۳/ ۱۳۹۵