دا څرګندونې دخوست ولايت د شېخ زايد پوهنتون ريس دوکتور پوهندوى محمدرسول باوري په يوه خبري ناسته کې سيمه ايزو،ملي او دنړيوالو رسنيو خبريالانو ته په ډاګه کړې.

د نوموړي په خبره دا وخت شېخ زايد پوهنتون ((١٦٣)) يو سلو درې شپېته استادان لري، چې له همدې جملې يې څلوېښت تنه يو شمېر بهرنيو هېوادونو ته پدې موخه لېږل شوي، چې د ماسټرۍ او دوکتورا ترکچې لوړې زده کړې وکړي او بېرته په شېخ زايد پوهنتون کې محصلينو ته په لوړ کيفيت تدريس ورکړي.د ده په خبره  لېږل شويو استادانو کې يې ډېرى برخه په هندوستان او مالېزيا کې دي او پاتې يې په اروپا، جرمني،ګاونډيو او د سيمې په نورو هېوادونو کې لوړې زده کړې کوي.چې کله دغه لېږل شوي استادان په لوړو زده کړو سمبال راستانه شي، دادې دشېخ زايد پوهنتون لپاره ستره علمي ذخيره جوړوي، چې پربنسټ به يې د هېوادجوړونې لپاره پياوړي کدرونه وروزل شي.

پوهندوى محمدرسول باوري چې دولايت مقام د غونډو او کنفرانسونو په تالار کې د دغه ولايت د اونيز کنفرانس پرمهال خبريالانو ته مالومات ورکول وويل ، شېخ زايد پوهنتون په ١٣٨١ کال کې رسماً خوست ولايت ته راولېږدول شو، چې هغه وخت   په څلورو پوهنځيو کې ((٣٠٠)) درې سوو محصلينو زده کړې کولې، خو له نېکه مرغه اوسمهال دغه پوهنتون ((١٢)) پوهنځۍ او ((٢٢)) ډېپارټمنټونه لري، چې د هېواد له هرګوټ څخه په کې څه کم اوه زره تنه محصلين په بېلابېلو رشتو کې په زده کړه بوخت دي.د ده په خبره  دغه پوهنتون اوس د هېواد له نوموتو او پرمختللو پوهنتونونو په ليکه کې ځان شامل کړى او لا هم د ښه پرمختګ په لوري روان دى.

باوري زياتوله پوهنتونونه هغه وخت د ودې او انکشاف چانس پيدا کوي، چې محيط او چاپېريال ورته په ټوله مانا اماده وي، چې له نېکه مرغه دخوست شېخ زايد پوهنتون له دغه چانس برخمن دى، همدا لامل دى، چې ورځ تربلې يې پرمختګ په برخه کيږي.

ده وويل لومړنۍ چانس يې دادى، چې د دغه ولايت نرينه او ښځينه او همداشان لوى او کوچنى د دې مينه او علاقه لري، چې پوهنتون دې رشد او انکشاف وکړي، دويم چانس يې دخوست ولايتي ادارې په ځانګړي توګه د ولايت مقام د مشرتابه ځانګړي توجه او لېوالتيا او دريمه يې هم د پوهنتون اداري جوړښت دى، چې نوموړى يې پدې ډاډمن کړى، چې په ډېر نږدې راتلونکي کې به دغه پوهنتون په معياري لحاظ ډېر وړاندې ځي او د پرمختګ لوړو پوړيو ته به رسيږي.

د شېخ زايد پوهنتون ريس پوهندوى باوري د زده کړې کيفيت ډېر مهم وباله او ويې ويل ،چې ډېره پاملرنه يې همدې ته اړولي، چې د زده کړې بهير بايد پياوړى او کيفيت يې لوړ شي، چې په همدې اساس يې د نورو کارونو د ترسره کولو ترڅنګ په پوهنتون کې استادانو او محصلينو ته په مختلفو وختونو کې علمي کنفرانسونه او سمينارونه جوړ کړي، چې د زده کړې په بهير کې يې په شته نيمګړتياوو مثبت اغېز کړى.

ده دا هم وويل د دې لپاره چې محصلينو د تيوريکي زده کړې ترڅنګ عملي زده کړې هم ترلاسه کړي وي، نو د يوه منظم پلان له مخې يې په خوست او همداشان پلازمېنه کابل کې دا زمينه مساعده کړي، چې د نوبت له مخې د مسلک په اساس عملي کار وکړي، چې پدغه لاره کې ګڼ شمېر محصلين روزل شوي او په رروانو دوو اونيو کې به د يوې اونۍ لپاره د طب او انجنيري پوهنځيو محصلين هم ولېږي، ترڅو هلته په عملي توګه مسلکي زده کړې وکړي.

نوموړي د خوست ولايتي ادارې مننه وکړه، چې همېشه يې د پوهنتون غوښتنو ته مثبت ځواب وېلى او د ستونزو پرمهال يې د دوى لاسنيوى کړى.ده دبېلګې په توګه د انجونو محصلينو لپاره د ليليې د ودانيو ، د پوهنتون د کتابتون لپاره د عصري او مجهزې ودانۍ جوړول، د ليليې د محصلينو لپاره د کمپلو، کمپيوټرونو ورکول او ټرانسپورتي اسانتياوو رامنځته کول په ګوته کړل، چې د پوهنتون سره يې ترسره کړي دي.

دخوست د شېخ زايد پوهنتون ريس د ژورنالستانو د پوښتنو په اساس  دلاسته راوړنو ترڅنګ د ځينو هغو نيمګړتياوو يادونه هم وکړه، چې په تدريسي بهير يې منفي اغېز کړىدى.ده وويل اوسنۍ ښايسته ودانۍ چې د متحده عربي اماراتو د شېخ زايد شاهي کورنۍ په مالي لګښت جوړې شوې، پوهنتون ته يې ځانګړي ښکلا ورکړي، خو هغه مهال دغه پوهنتون څلور پوهځۍ درلودې، چې ٣٠٠ درې سوو محصلينوپه کې زده کړې کولې، خو له نېکه مرغه اوسمهال دغه پوهنتون له ١٢ دوولسو پوهنځيو برخمن شوى، چې نږدې اوه زره محصلين په کې زده کړې کوي، چې همدومره لوړ شمېر ته په کتو سره زياته اړتيا احساسيږي، چې لږ ترلږه پنځو پوهنځيو ته نوي ودانۍ جوړې شي.

دغه راز د ده په خبره د ډېزلي برېښنا زيات مصارف او د جنراتورونو استهلاک ته نږدې کېدل هم ددې سبب شوي، چې پوهنتون د برېښنا په برخه کې له ستونزو سره مخامخ کړي، چې په همدې اساس يې دوه پلانه ترکار لاندې نيولي دي.دده په خبره لومړنى پلان يې دادى، چې شېخ زايدپوهنتون ته  دمتحده عربي اماراتو توجه بېرته راژوندۍ کړي، چې پدغه لاره کې ترډېره بريده پرمختګ هم شوى، چې د ده په خبره په کابل کې ددغه سفارت چارواکو ورسره ژمنه کړي، چې د پوهنتون په تنويرولو کې به په عصري توګه برېښناييز سېستم رامنځته کړي.همداشان د ولايتي ادارې مشرتابه د برېښنا رياست ته دنده سپارلي، چې د خپل برېښناييز پلان په چوکاټ کې پوهنتون ته ځانګړي پاملرنه وکړي، چې دغه کار ممکن شپږ مياشتې وخت په برکې ونيسي.

پوهندوى محمدرسول باوري ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل په ټولو ولايتونو کې دولتي پوهنتونونه دنده لري، چې په خصوصي برخه کې دلوړو زده کړو  له موسسو څارنه وکړي، چې په همدې بنسټ يې په خوست ولايت کې د ټولو خصوصي پوهنتونونو درې ځلې څارنه کړي او نيمګړتياوې يې اړونده وزارت ته لېږدولي دي.د ده په خبره دا وخت يې يو بل نوي هيت ته هم دنده سپارلي، چې يووار بيا له ټولو څارنه وکړي او د شته نيمګړتياوو د ژر رفع کولو په برخه کې د اړونده وزارت له خوا د رالېږل شوي هدايت سره سم  پياوړي تعهدات واخلي.

دغه راز د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل شول، شېخ زايد پوهنتون د انجونو محصلينو لپاره ځانګړي ليليه لري، چې له ګڼو اسانتياوو برخمنه ده، په همدې اساس يې د تېر کال راهيسې د هېواد نورو ولايتونو ته د انجونو محصلينو تبديلۍ په کلکه بندې کړي، چې له همدې امله د يوه کال په جريان کې دغه پوهنتون ته ټولې بريالۍ شوې انجونې په شېخ زايد پوهنتون کې پرته له ستونزو  زده کړې کوي.

نوموړي دا هم وويل په راتلونکي کال کې يې د پلان له مخې د لوړو زده کړو وزارت ته وړانديز کړى، چې د دريو پوهنځيو لپاره په نويو تدريسي بلاکونو د جوړولو عملي کار پيل کړي، چې د ده په خبره وزارت يې د شته ضرورت په اساس دا وړانديز منلى دى، همداشان په روان کال کې به د شرعياتو او وترنرۍ پوهنځيو لپاره هم دځانګړو تدريسي بلاکونو ساختماني چارې پيل شي، چې په جوړولو به يې دپام وړ شته ستونزې هوارې شي.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

مبارزمحمد ځدراڼ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *