دا چې پوهنه رڼا ده راځې له رڼا څخه ګټه پورته کړو ، رڼا ته کار وکړو هره ورځ له داسی کسانو سره مخ کیږو چې سواد نه لری که نور څه مو په وس کې نه وي د سواد په اړه یوه ګټوره مشهوره خو ورکولای شو څو ورځې مخکې له همداسی یو دوست سره مخ شوم د سواد په اړه مو خبرې کولی ماته یې ویل : که ستا په شان ما لوست کولای شول نو اوس به د جوال (ګرځنده موبایل) منځ کې ناست وم هغه دومره پوهیده چې اوسنې تکنالوژي ټوله د زده کړو کولو په پایله کې منځ ته راغلی ده ډیر داسی کسان شته چې د اوسنې تکنالوژې په اړه ور سره بحث کوی نه یې در سره منی دا مې اوریدلی وو چې کوم کس ته چا وویل چې ��هرنیان سپوږمی ته وختل هغه نه منله ویل یې هر کله چې داسی یو موټر پیدا شی چې کلینډر یې ناری ووهی سپوږمی والا سپوږمی والا بیا یې منم نور بدلون ته اړتیا ده بدلون ته باید ځان چمتو کړو ، دا یو ټولمنلي حقیقت دی تر څو پوري چې د یوی ټولنې وګړی له ذهنی او فکري پلوه بدلون او تحول ته چمتو نشي د پرمختګ ، ترقي ، هوساینې سکون او سوکالۍ مقام ته نشې رسیدلی او دې مطلب ته زمونږ په ستر اسمانی کتاب قرآن عظیم الشان کې داسي اشاره شوي ده (ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیر ما بانفسهم) ژباړه : بیشکه الله ج د هیڅ قوم حالت نه بدلوی تر څو چې هغه قوم په خپله په خپل حالت کې بدلون غوره نکړي.
د پورتنې آیت شریف له بشپړ مفهوم څخه داسي څرګندیږي چې په یوی ټولنی کې مثبت بدلون او نوښت لپاره د پوهانو او فکری هستیو په هڅو او کوششونو سره مثبت او اغیزمن بدلون راتلای شی او په خپل پوهنیز رسالت سره خپله وروسته پاتې ټولنه د نورې پرمختللي نړۍ د سیالې جوګه کولی شي .
د همدغو علمی او فکری هستیو په برکت ټولنه د ځواکمنتیا او بری تر منزله رسیږي او په خلکو کې فکری کمزورتیا پاې مومې د ژوندانه رنګین اړخونه د علم او معرفت په سترګو لیدلي شې د پوهی او ترقې دروازې پرانستل کیږي د پرمختګ شونتیا د ژوند په هره برخه کې محسوسیږي نن سبا چې نوره نړۍ د خپلو علمی هڅو له برکته د ترقې او ودي تر هسکه ختلی او د یو سوکاله ، ښیرازه ژوندانه خاوندان شوی دي په خپلو کښې د وحدت او همغږی د کاروان لارویان او یو بل ته یې د مرستې او تعاون لاس غزولې دي د خپلو علمی څیړنو سره یې پر ځمکه او فضا ژور اغیز پریباسلي او له شته کایناتو څخه یې پر خپله ګټه کار اخیستې دې نو ویلای شو چې په اوسنې زمانه کې په یواځیتوب او له نړیوالی ټولنې څخه بیل ژوند ناشونی دی ، ځکه که و غواړو یا یې و نه غواړو مونږ د نړۍ د خلکو یوه برخه یو او اړ یو د نړۍ پوهنیز خوځښت تعقیب کړو مونږ د تمدن د کاروان وروسته پاتی عناصر یو دا کاروان مونږ ځان پسې په زوره کشوی که له زده کړو څخه پرته په پټو سترګو په لاره روان شو زمونږ د ژوند دا سفر به ډیر له ستونزو ، کړاوونو او رنځونو څخه ډک وې په خواشینې سره باید ووایو چې د افغانستان اوسنی حالت همدا ډول دی د همدې ناوړه حالت څخه د خلاصون لپاره د افغانستان د وروسته پاتې بیوزله ټولنې له منځه ځینې روڼ انده ، پوهو کسانو ددی زورونکی حالت څخه د خلاصون لپاره خپل غږ پورته کړي او نړۍ والې ټولنې سره یې د همغږی او تړاو ډیری هلی ځلی کړې دی چې دا زیار او هڅې د ستایلو او منلو وړ دی ، افغانان د سیاسی انقلابونو په څنګ کې یو بشپړ فکرې او پوهنیز انقلاب ته اړتیا لری د ناپوهی توره پدیده باید د فنا کندی ته وغورزوو ناپوهی د هرې بدمرغی مور ده د ناپوهی پر خلاف جهاد ښایې له نورو هڅو څخه ډیر غوره او په زړه پوری وی ناپوهی د زوال او هلاکت پیلامه ده.
نن ټوله نړۍ د فکری پنځونو او ایجاداتو په مټ د نړیوالتوب (ګلویلایزیشن) په تار تړلی ده نوره نړۍ د ودي او پرمختګ په لور روانه ده مونږ د خوار ځواکې او بیوزلی په لور روان یو چې بد بختانه په ډیر لرې واټن کې قرار لرو مونږ باید د زمانی په لاسته راوړلو ځان پوهه او بلد کړو او په خپلو ټولو تعلیمی چارو کې پر تخنیکی او کمپیوټر وسایلو بشپړ برلاسې ولرو دا چې په تیره زمانه کې به ټولی محاسباتی لیکنیزی دفترې چارې د ډیر وخت په ضایع کیدو سره د ګڼ شمیر کارکوونکو لخوا تر سره کیدې خو بیا به یې هم څه نیمګرتیاوې درلودې خو اوسمهال د نړۍ د تیکنالوژیکو پر مختګونو پر بنسټ همغه ټول کارونه د یو کس لخوا په ډیره لنډه موده کې په داسی توګه تر سره کیږي چې د هر راز تیروتنې څخه پاک وی د همدې تخنیکی کرشمو په مټ نوری نړۍ ډیر پرمختګونه کړي دی او لا هم پدی هڅه او هاند کښې دي چې په راتلونکې کې د نورو پرمختیاو لپاره لاره هواره کړي ، د زده کړو له برکته اوس افغانستان هم همدا ویاړ لری چې په ډیرو برخو کې د تکنالوژی پر مټ ډیر سخت کارونه ډیر اسانه کړي دی ولی له توره بخته زمونږ په خاوره کې داسی کسان هم شته چې د پوهنې دښمنان دي نه غواړی چې ددې وروسته پاتی هیواد ګلالی بچیان د علم او پوهی په ګاڼه سمبال شی او په راتلونکې کې د یو سوکاله ډاډمن ژوندانه خاوندان شی.
مونږ خپل ملی او اسلامی ارزښتونه د پوهی په برکت پیژندلي شو خدای مه کړه که د پوهې له نعمت څخه بې برخې شولو ملی او اسلامی ارزښت لا څه چې بیا خپل ځان هم نشو پیژندلای د هیواد دښمانانو دا حقیقت درک کړي دی چې د بم او باروتو له زور څخه ددې اغیر څو چنده زیات دی چې پدې هیواد کې د پوهنې دروازې وتړل شی پر افغانانو له ځمکنی برلاسی څخه دښمنان فکری برلاسی ډیر غوره ګڼې خو بیا هم مونږ د هاتی په غوږ کې ویده یو له دینه نه یو خبر چې زمونږ پر خلاف څه دسیسی روانی دی زمونږ د راتلونکې برخلیک لپاره څومره شوم او ناوړه پلانونه په لار اچول شوې دي.
افغانان تل د تپل شویو او فرمایشی پالیسیو سیلاب لاهو کړی او هر تور د سپین په بڼه پرې منل شوي دی ارادي ځواک یې د ناپوهی او لټی په درانه خوب ویده ده چې د بیداریدو او ویښدو څرک یې لا تر اوسه نه لګیږي ، که دا خوار ملت همداسی د ناپوهې په درانه خوب ویده وي څرنګه به د همدې ملت پچونېی د ښوونې او روزنې له ستر نعمت څخه برخمن شی څنګه به د ټوپک او باروتو پر ځای کتاب او قلم په لاس کې واخلی ، څرنګه به د هیواد د بې شمیره زیرمو د راویستو جوګه شی ، څرنګه به د ناپوهې او بیکارې پدیدوته د پای ټکی کیږدي څرنګه به د یوی رغنده پرمختللی ټولنې انځور نړۍ ته وړاندی کړی ، څرنګه به د هیواد پراخې دښتی او باغونه د بزګرانو په لاس سمسوری او زرغونی شی ، څرنګه به د هیواد مست او سرشار سیندونه مهار کړی شی ، څرنګه به د کینه کښو بې مروته ګاونډیانو د ستم تور لاسونه زمونږ له خاوری غوڅ کړی شې د پورتنیو ناخوالو د له منځه وړلو لپاره مونږ ته لازمه ده چې د ناپوهې پر خلاف د حی علی الجهاد غږ پورته کړو او په لوړ همت سره د زیار او کوښښ مټی راونغاړو او د پوهنې د رڼا په پلوشو سره د ناپوهي تورو شپو ته روڼ سباوون راولو.
په همدې هیله