په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سرسلاکار او د کابل پوهنتون استاد پوهنوال لال پاچا ازمون

تاند – د ولسمشر سرسلاکار او د کابل پوهنتون استاد پوهنوال لال پاچا ازمون وایي چې د هغه او د ننګرهار پوهنتون د رییس پوهنوال ببرک میاخېل نومونه د دې لپاره د ننګرهار د فاسدانو په لست کې یاد شوي چې اصلي فاسدان پرې له خلکو ورک کړای شي.‌

له تاند سره په خبرو کې، ښاغلي ازمون وویل، چې نوموړی او ښاغلی میاخېل په داسې هېڅ فساد کې لاس نه لري، او دا کار د هغوی د شخصیت د وژنې په پار شوی دی.

پوهنوال ازمون وویل، چې هغه او د ننګرهار پوهنتون رییس دواړه حاضر دي چې په لست کې د شاملو کسانو تر څنګ د هر ډول پلټنو لپاره عدلي اورګانونو ته ور وپېژندل شي.‌

نوموړي وویل، چې په دې توګه به معلومه شي چې اصلي غله څوک دي او په ننګرهار کې ملي شتمنۍ چا پټې کړي دي.‌

د ننګرهار پوهنتون رییس پوهنوال ببرک میاخېل تاند ته وویل، چې هغه د داسې یوه لست په هکله خبر ترلاسه کړی چې د هغه او ښاغلي ازمون نومونه په کې یاد شوي، خو نه دی او نه ازمون په داسې څه کې لاس لري.

د ننګرهار پوهنتون رییس پوهنوال ببرک میاخېل

ښاغلي میاخېل وویل، په داسې هېڅ خیانت کې لاس نه لري، خو دا ویلی شي چې فساد شته او ښایي فاسدو خلکو د خپل فساد د پټولو لپاره د هغوی نومونه په داسې لست کې خپاره کړي وي چې د اصلي لست اعتبار پرې کم کړي.‌

پوهنوال میاخېل وویل، د پوهنتون ریاست په ګمرک باندې هېڅ داسې تاثیر نه لري چې هغه دې مجبور شي چې د پوهنتون ریاست ته داسې پیسې ورکړي، او نه هم د ګمرک رییس مجبور دی چې د ولسمشر علمي سلاکار ته داسې هېڅ بې هېڅه پیسې ورکړي.

د ننګرهار پوهنتون رییس وویل، چې تېرکال یې د پوهنتون داخلي سرکونه پخول د هغه وخت د ګمرک (پخواني) رییس او ګڼ شمېر نورو چارواکو ته یې کسان ور ولېږل چې که د پوهنتون د سرکونو په پخولو کې یو څه مرسته ورسره وکړي،‌ او له درې میاشتو مکررو تماسونو نه وروسته یې ایله سل بوجۍ سیمنټ ترې د کار لپاره ترلاسه کړل.

نوموړي غوښتنه وکړه چې فاسدان دې ځای بې ځایه د پاکو او علمي شخصیتونو په کالیو داغونه نه لګوي.

د دغو علمي شخصیتونو له خوا دا غبرګونونه وروسته له هغه مخې ته راغلل چې نن /د نومبر ۸مه/ د سرخط په نامه ورځپاڼې او یو شمېر ټولنیزو رسنیو په ننګرهار کې په فساد کې د ښکېلو کسانو داسې یو لست خپور کړ چې د ښاغلي ازمون او ښاغلي میاخېل په شمول د یو شمېر کسانو نومونه په کې داسې یاد شوي چې د ننګرهار د ګمرک د رییس له خوا په ترتیب سره ۲۵ زره او ۱۵ زره ډالر ورکول شوي دي خو هغوی دواړو دا تورونه رد کړل.‌

One thought on “پوهنوال ازمون:‌ زمونږ نومونه د فساد په لست کې د غلو د پټولو لپاره راوړل شوي دي”
  1. زه د ښاغلی آزمون صاحب او میاخیل صاحب دخبرو سره همنظری یم، دفساد په لیست کی د دوی نومونه ماته یوه دسیسه ښکاری. خو دا باید ووایم چه دوی یوه قانونی تیروتنه کړیده.

    دلته باید د مراتبو لړ٬ ځنځیر او یا سلسله مراعت شوی وای؟

    ځکه د ګمرک څخه راساً دسیمنټو بوری باید نه وای غوښتل شوی، د پوهنتون اداری باید دغه غوښتنه د قانونی مربوطه اداری څخه کړی وای

    دا باید د یاده ونه باسو چه دمراتبو سلسله دلمړی ځل لخوا په پوهنتونونو او پوهنځیو کی محصلانو ته تدریس کیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *