په ۱۳۸۶ل کال د ښوونځي د يو ښوونکي په توګه د لا نورو زده کړو په موخه دارالعملين ته لاړم. دارالمعلمين نوی جوړ شوی و. کارونه يې ګډوډ و. د څانګو لپاره نوم ليکنه روانه وه. زړه مې و چې پښتو څانګه ولولم خو معاون صيب وويل چې تاسو کولی شی له يو څو ورځو درسونو وروسته هم خپله څانګه بدله کړئ. نو غوره مې وبلله چې په څانګو کې د تدريس له کتلو وروسته به لوری پلو غوره کړم. دريمه ورځ درسونه  پيل شول. په پښتو څانګې کې کېناستم. د محترم مربي تدريس داسې و لکه زموږ د شپږم ټولګي ښوونکي تدريس. عجيبه دا وه چې محصلينو هم په روان درس کې داسې پوښتنې کولې لکه د شپږم ټولګي زده کوونکي. له درسي ساعته وروسته مې د عربي څانګې پوښتنه وکړه خو ايله دوه کسانو نوم ليکنه کړې وه. انګليسي ته مې د وخت د کمي او ځينو نورو نيمګړتياو له امله مخه ونه ليده. تاريخ  جغرافيه مې نه خوښېدل. رياضيات او طبيعات مې بيخي له طبعيته لرې وو. بالاخره دري څانګې ته ورغلم.

د مربي پوهه او تعصب:

يوه ورڅ مې له استاده وپوښتل چې په دې جمله کې: اين کتاب احمد است. /اين/ اشاري ضمير دی. /کتاب او احمد/ نومونه دي خو دغه /است/ څه شی دی؟ استاد په برګو برګو راوکتل او يې ويل؛ تاسو داسې پوښتنې کوی چې هېڅ په درد نه خوري! غواړی چې استاد ودروی!  د استاد د سپکاوي هڅه کوې. او ….

ما ورته وويل؛ استاده! زه غواړم په دې پوی شم چې دغه /است/ څه شی دی؟ خو دا چې تاسو يې بل ډول تعبيروئ زه خپله پوښتنه بېرته اخلم! زه يواځې د زده کړې لېوال يم او په نورو خبرو کار نه لرم!

استاد غلی شو. که ما خپله پوښتنه اخيستې نه وای نو وېرېدم چې په ازموينه کې به مې د مربي تعصب ناکام کړي.

نه پوهېږم چې رب د مربي په زړه کې څه ور ګرځولي و! له رخصتۍ وروسته د ټولګي په دروازه کې راته ولاړ و. راته ويې ويل؛ پلانيه ما فکر وکړ چې ستا پوښتنه پر بل بنسټ ده خو داسې نه ده! زه بښنه غواړم! ته که د پوهې په هر ډګر کې هر ډول پوښتنه هم ولرې له ما يې هر وخت کولی شې! سبا درس ته راځه! او دغه /است/  ضمير متصل يعنې پيوست ضمير دی!

د استاد خبرو مې خپګان کم کړ. خو وروسته مې  په /دستورمعاصر زبان، پارسي دري/ کې ولوستل : /است/ مورفيم مستقل، فعل لازم، حال شخص سوم مفرد. پوی شوم چې مربي څه ډول راته مانا کړی و!

د پروفيسر تعصب:

په لومړي سمېستر کې د بې نظمۍ له امله د اول نومره پته ونه لګېده! په دويم کې مو استاد رابدل شو او  زه اول نومره شوم. په دريم سمېسترکې مو د دويم استاد پرځای يو بل استاد چې د هېواد په کچه پوهاند دی (؟) راغی. زه ډېر خوښ شوم چې اوس به هر څه سم شي. خو خپه ځکه شوم چې پوهاند د کمونېزم په نظريه کې په طبقاتي توګه ايسار و. ما چې پر سر پټکی او پر مخ .ږېره درلوده وېرېدم چې له يو بل ډول سلوک سره مخامخ  نه شم.

استاد راغی. په لومړۍ ورځ يې ښايسته خبرې وکړې. تعرف مو سره وشو. زه يې له نوم پرته د قوم په اړه وپوښتلم خو د ده ماماخېل (حيدرخېل) وختم. نو ويې ويل؛ خوريې تل د ماما دوښمن وي! زه حيران شوم چې خوريې خو مو ته يې! نو دا شوني ده چې ته به زما دوښمن شې؟ بيا يو پوهاند او دا خبرې! البته وروسته د دې خبرې په مانا پوهېږم.

د سمېستر په پيل کې درس ګوزاره کوله، خو د لغاتو کارونه يې په دويمه هوا کې وه. د دري پخواني متون او ګرامر يې راته پيل کړل. که څه هم چې دغه درسي مواد زاړه و، خو موږ بله چاره نه درلوده. استاد زما پوښتنې ځوابولې مګر له ما سره يې خبرې يو څه ترخې او انداز يې بدل و. له ځان سره مې پرېکړه وکړه چې وروسته له دې به پوښتنه نه ترې کوم!

يوه ورځ چې درس په اسم او تخلص روان و، د مثال لپاره يې د تخلص پوښتنه رانه وکړه. ما ډېر ژر ورته وويل: زما تخلص /ساده/ دی!

ـــــــــ ښه، هغه حيدرخېل ساده؟

ـــــــــ هو استاده!

ــــــــ ښه ډېرښه، ستا شعرونه په رسنيو کې لولم او اورم! ښکلي شعرونه ليکې!

ـــــــــ مننه استاده!

زه ډېر خوښ شوم. ما وې وروسته له دې به د پوهاند صيب تعصب وده نه کوي بلکې وچ به شي. ځکه زه يې  د خپلې اټکلې پېژندنې خلاف د يو شاعر (؟) په نوم، يعنې د يو داسې چا په نوم چې په وړو وړو  ټولنيزو، فکري او زنځيري  دايرو کې ايسار نه وي، وپېژندلم. ښايي ده ته د لباس او څېرې له مخې په سنتو برابر هر کس تندروی برېښيدو يعنې هر ږيرور يې شادګل ګڼلو! خوافسوس چې زما خوښي بې ځايه وه! او دغه اټکل مې د هغې لومړني منفي اټکل (له پوهانده د تعصب د ويرې اټکل) په څېر سم ونه خوت.

د اول نومرګۍ د معمول سره سم د ټولګي حاضري ما ته راتر غاړې وه. حاضر کسان به مې حاضر او د نورو خانې به مې قيد کړې. يوه ورځ معاون صيب راته وويل: پلانيه! د ناسوبو کسانو خانې سپينې پرېږده! ولې معاون صيب؟ هسې!!!  ښه معاون صيب سمه ده!

که مې ښه ويلې نه وی حتمي ناکامېدم! حتی له دارالمعلمينه مې د شړلو خطر هم و!

سبا ته مې د درس په پای کې حاضري د معاون صيب د لارښوونې سره سمه د نورو ورځو خلاف واخيستله. د حاضري کتاب مې د لاسليک په خاطر د پوهاند مخ ته ونيوو. حاضري نه وه د تندر پړک و! دغه ورځ زما لپاره د اسمان ټکې غوندې نه هېريدونکي شوه! استاد وويل:

ـــــــ دغه خانې دې ولې سپينې پرېښې؟

ــــــ استاده! پرون معاون صيب همداسې لارښوونه راته کړې وه!

ـــــــ د څه لپاره؟

ــــــــ نه پوهېږم!

ــــــــ د يو پروفيسر په شتون کې به هېڅکله هم داسې ونه شي! زه نور تدريس ته نه راځم!

د پروفيسر خولې سپين ځګونه وخوټول. په غوسه کې يې د خبرو پته نه لګېده چې څه وايي. د پروفيسر د دې خبرې په غبرګون کې چې نور تدريس ته  نه راځي د محصلينو له ډلې څخه د پروفيسر د هم نظري او ټولګيوال ملګري زوی وويل: استاده! معاون صيب نه دي ورته ويلي هسې (….) خوري!

زه حيران وم. ما ويل اول نومرګي دې خداي(ج) په توپ وولي. دا څه حال دی! له اول نومرګۍ به تېر شم خو د پټکي او ږېرې به  څه علاج کوم؟ خدايه خير پېښ کړې! په همدې سوچ کې مې يو ناڅاپه د محصل په ځواب کې وويل؛ د حديث شريف مفهوم دی «که يو چا بل څوک دروغجن وباله، بهتان يې ورباندې وتاړه او …. د ده دغې خبرې عرش عظيم ته وړل کېږي او هلته کتل کېږي چې ده رښتيا ويلي که نه؟ که دروغ يې ويلي وي نو پوښته د ده خبرې راوړي او د لعنت په ډول يې  پر مخ ور ولي»

د حديث شريف د مفهوم اثر و چې پر محصل يې اور پورې کړ. ته وا همداسې وشول. خبرې يې بېرته له عرشه راورسېدې او د ده پرمخ يې ور وتپلې! وار له واره يې بريد راباندې وکړ. د وهلو لپاره يې سوک راته پورته کړ خو د شا له خوا محصلينو ونيوو. په ټولګي کې زما په پلوي غږ شو؛ وهئ! وهئ! مه ګورئ وهئ! يو شور جوړ شو! په بيان يې شرمېږم. له دغې يوه  پرته کوم بل ټولګيوال زما مخالف نه و. پروفيسر په دې پوی شو چې د هم نظري زوی ورته چکني کوي! ځينو کسانو پر محصل د وهلو پيل کولو خو پروفيسر چې د دروازې سره نېږدې ولاړ و، دروازه  خلاصه کړه د هم نظري زوی ته يې ديکه ورکړه. دواړه دهليز ته ووتل او موږ ټول ۴۳ محصلين يې په ټولګي کې ايسار کړو نو په دې توګه يې محصل د ټولګيوالو له وهلو وساته!

شېبه وروسته د دارالمعلمين ريس صيب وغوښتلم. ادارې ته ورغلم. معاون صيب او پروفيسر صيب هم ناست دي. پروفيسر زما په ستايلو پيل وکړ. له ما سره يې د خپل ګرانښت او مينې دروغجن اظهارات پيل کړل! زړه مې راتنګ شو. ورته ومې ويل؛ استاده! حضرت علي (رض)  فرمايي، ژباړه: څوک چې ماته خپله نيمګړتيا راوښيي، هغه زما دوست دی! ما ته خپله نيمګړتيا راپه ګوته کړه چې ځان اصلاح کړم! که داسې نه شې کولی نو بيا ما پرېږدئ چې لاړ شم! زه هېڅ هم نه وايم! چې څه وشول هسې هم وشول! بيا نه راګرځي! البته يوه خبره شته! هغه داچې د  دغې دارالمعلمين په تاريخ کې به په تور رنګ وليکل شي چې د درالمعملين په دري څانګه کې د پلاني پوهاند د استاذۍ په دوره کې د څانګې اول نومره د فکري او عقيدوي تعصب له مخې او د اول نومرګۍ له وجې د پوهاند استاد او د ده د هم نظري ملګري محصل زوی لخوا سخت خپه شو! تهديد شو! توهين شو! وړتيا يې ورژوبله کړه! او بالاخره يې بريد ورباندې وکړ!

نور نو سلام عليکم! زه درنه لاړم!

د دغې دريم سمېستر نتيجه مجهوله پاتې شوه. له اولې نومرې تر اخرې پورې پته ونه لګېده! نتايج يې هېڅ راته اعلان نه کړل! خو د څلورم سمېستر په پايلو کې چې د فارغيدو وخت و پنځمه درجه راغلی وم!

په ۱۳۸۷ل کال فارغ شوم. تراوسه پورې په پوهنتون کې د شپې په مخه دري څانګه د داخل خدمت لپاره نه ده جوړه شوې! داچې ولې نه جوړېږي؟ په دې کې هم خبرې شته! خو نه غواړم چې اوس يې رابرسېره کړم! د دوولسم ټولګي له مخې مې ازموينه ورکړې!  ممکن بريالی شم نو په ځان پسې بمبرې نه بڼوم! په مناسب وخت کې به پرې وغږېږو!

حيدرآباد

۰۴/سنبله/۱۳۹۲

خوست

One thought on “پوهنيزې موسسې او تعصب”
  1. ډېره ښايسته ! دساده صیب نورې ليکنې مې هم لوستلې دي ريښتيا هم په ښه موضوع يې ښه لیکنه کړې ده،او دې ته ورته نورو لا ډېرو ښو ليکنو ته اړتيا ده چې د ټولنې نيمګرتياوې مو په ګوته کړې وي.
    د تاند ويبپاڼې محترمو چلوونکو! دغه ليکنه د ساده حيدرخېل صيب ده او له تاسو نه یې په سهوې سره نوم هير شوی دی.
    په درنښت
    وحيد کوچی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *