خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۵-۱-۱۹

کندهار، افغانستان- د پوهني وزير د ساينسي تجربو د نندارتون په غونډه کي وويل چي د هيواد په کچه به ۱۲زره خالي بستونه ډک کړي.

نن سهار د کندهار د پوهني رياست له خوا په يوه خصوصي سالون کي د ساينسي تجربو يو نندارتون جوړ سوی وو چي پکي د پوهني د وزير اسدالله حنيف بلخي تر څنګ د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزيزي، د پوهني وزارت پلاوي، د معارف رياست مسئولينو، ملي سوداګرو او ګڼ شمېر نارينه او ښځينه زدکوونکو ګډون کړی وو.

د پوهني وزير اسدالله حنيف بلخي وويل چي دامهال د معارف په برخه کي د هيواد په کچه ۱۲زره بستونه خالي دي، خو هڅه کوي چي دا بستونه د ازاد رقابت له لاري ډک کړي. هغه زياته کړه چي دغه بستونه ته به وړ کسان وټاکي او په ډېر شفاف ډول به دغه بستونه ډک کړي.

د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي د نړۍ د علمي، اقتصادي او صنعتي پرمختګونو لامل علم ياد کړ او ويې ويل چي له بده مرغه د تيرو جګړو له امله د افغانستان معارف هم له ګڼو ستونزو سره مخ سو او د کيفیت و کميت له لحاظه ډېر شا ته ولاړ چي په دې سلسله کي د حکومت دیارلس کلني هلي-ځلي د ستایني وړ دي، خو کافي نه دي.

د کندهار والي وويل چي د خپلي دندي په اوايلو کي يې معارف تر ارزوني لاندي ونیو او له بده مرغه د کندهار نفوس، تاریخي قدامت او اهمیت ته په پام د دې ولایت د معارف حالت بیخي د تأسف وړ وو، ځکه د دې ولایت په درو ولسوالیو کي تر اوسه هم د معارف هیڅ ډول خدمات وجود نه لري، اوس هم ۷۰ فیصده شاګردان له میزونو او چوکیو څخه محروم دي، شاګردانو ته په مکمل ډول او له ضرورت سره سم درسي کتابونه نه دي ورکول سوي او د وزارت له خوا مکاتبو ته د نورو شاګردانو د جذبولو پروګرامونه ضعیف او حتی هیڅ موجود نه وو، ځکه نو ولایتي ادارې د پوهنتون او معارف د تجربه کارو استادانو او کندهار ښار د فرهنګیانو په شمول یو مشورتي بورډ جوړ کړ او دغه بورډ هره مياشت د معارف د کیفیت او کمیت د ښه  کولو، پلان جوړولو او مکاتبو د ارزیابي لپاره جلسې کوي او تر دې دمه یې د معارف د وضعیت په ښه کولو کي د پام وړ مثبت نتایج ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه چي په معارف کي مکمل بدلون د معارف وزارت پوره توجه ته ضرورت لري او د ارزیابۍ په برخه کي دي د کندهار ولایت واقعي ارقامو او اصلي ضرورتونو ته پام وسي او په راتلونکي انکشافي او مالي پلان کي دي ځای ورکول سي.

د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون وويل چي معارف به هيڅکله د سياسي فعاليتونو او اهدافو ښکار ته پرېنږدي او ژمنه يې وکړه چي د معارف د بقا او پرمختګ لپاره به هلي ځلي کوي. نوموړي مشورتي بورډ د معارف د اصلاح لپاره نېک اقدام وباله او له وزارت څخه يې وغوښتل چي د کتابونو او تعميراتو ستونزي ورهواري کړي.

د پوهني وزير اسدالله حنيف بلخي وويل چي له دوو کالو راهيسي په ښوونځيو کي کوچنيانو ته خوراکي توکي نه ورکول کېدل، خو د ولسمشر په سپارښتنه به سره له اوسه په ښوونځيو کي د خوراکي توکو د وېش لړۍ بيا شروع کړي. هغه زياته کړه چي د تېرو وختونو په څېر به په هره ښوونځي کي کوچنيانو ته خوراکي توکي ورکول کيږي.

نوموړي داراز وويل چي په معارف وزارت کي به ۱۰۰ کسان د CBR له لاري په دندو وګمارل سي او هر څوک کولای سي چي د ازاد رقابت له لاري ځانونه کانديد کړي. ښاغلي بلخي وويل چي په معارف وزارت کي به غيرضروري رياستونه ډېر ژر لغوه کړي او د بېځايه مصارفو مخه به ونيسي.

د پوهني وزير وويل چي د کندهار د معارف د نوي احصايې د تشخيص لپاره به ډېر ژر لاس په کار سي او بيا به د نوي سروې له مخي له معارف رياست سره همکاري وکړي. نوموړي داراز ژمنه وکړه چي د هغو تعميراتو د قراردادونو کار به ژر خلاص کړي چي دامهال يې پنځوس فيصده تدارکاتي چاري بشپړي سوي دي. وزير د کندهار له مخورو وغوښتل چي د بندو ښوونځيو په خلاصولو کي له معارف رياست سره همکاري وکړي، ځکه په معارف کي د خلکو مشارکت او همکاري ډېره اړينه ده.

د معارف وزير خبر ورکړ چي د کندهار د ټولو ښوونځيو اول نمره زدکوونکو ته يو-يو کمپيوټر ورکوي او دا لړۍ به ډېر ژر راپيل کړي. د پوهني وزير په پای کي د کندهار له والي مننه وکړه چي د معارف د اصلاح په موخه يې مشورتي بورډ جوړ کړی دی او له دې لاري يې يو شمېر لاسته راوړني لرلي دي.

One thought on “پوهني وزارت د هيواد په کچه ۱۲زره خالي بستونه ډکوي”
  1. زموږ وروڼه او خویندی کله هم چه د رقابت آزاد نوم واوری وزارتونو ته مراجعه او رقابت ته تیاری نیسی مګر زموږ هغه حکام چه دروغ ،وعده خلافی او خیانت ورته ښه سیاست معلومیږی او هر خیانت د ځان او ډلګۍ په ګټه روا بولی چه د تنظیمی انحصار تعفن تری ولاړیږی خو رقابت هسی نوم دی د ملت د غولولو لپاره ، دوی خپل کسان مخکی ټاکلی ویی خو نورو ته بی له منډو څه نه رسیږی دی ته وایی حکام مفسد یا تعلیم یافتګان بی تربیه
    نه پوهیږم زموږ حکام به کله ملی او د ملت صادق خادمان شی ،اوس خو داسی تنظیمی انحصار حاکم دی چه اکثریت ارکان یی خپل فساد ته دست آورد مجاهدین وایی او د ملت د خدمت ظرفیت اوتربیت نه محروم دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *