تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۸: پوهنې وزارت له عامې روغتیا وزارت سره یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې په ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو کې د کورونا ویروس پر ضد د اغېزناکې مبارې لپاره ګامونه اخیستل کېږي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت تاند ته وايي، دا هوکړه د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي او د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز لخوا لاسلیک شوې او د دواړو دولتي بنسټونو تر منځ د همکارۍ برخې په کې مشخصې شوې دي.

نوموړې وايي، په دې کې د وقایې تر څنګ د معالجې برخه کې همکاري هم د دواړو بنسټونو د هوکړې برخه ده او د تغذیې، چاپیریالي خوندیتوب، روغتیايي پوهاوی، مشورې، روانشناسۍ خدمات او نور مسایل هم په کې ذکر شوي دي.

د نوریه نزهت په خبره دا هوکړه به پنځه کاله دوام کوي او دواړه وزارتونه به ورته له خپلې انکشافي بودیجې څخه پيسې بېلوي.

دا په داسې حال کې ده چې کورونا تر اوسه په افغانستان کې ۲۲ کسان نیولي او افغان حکومت ورته د ځانګړو تدابیرو په ترڅ کې د هیواد ټولې تعلیمي ادارې رخصت کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *