تاند، جمعه، د جدي ۱۳مه: د پوهنې وزارت په پکتیکا کې د نجونو د زده کړو د اتل میاخان اکا په نوم ښوونځی جوړول غواړي.
دغه ۶۳ کلن کس چې خپلې ۳ لوڼې هر سهار ۱۲ کېلومتره لرې پروت ښوونځي ته په موټرسایکل وړي، څوورځې وړاندې د پوهنې وزارت لخوا د پوهنې د اتل په لقب ونازول شو.
اوس د پوهنې وزارت وايي، غواړي د میاخان اکا په کلي کې د هغه په نوم یو ښوونځی جوړکړي.
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، میاخان اکا ښوونځي ته د لوڼو په بیولو ډېر مصرف کړی دی او د زړه ناروغي هم لري ځکه اوس د پوهنې سرپرست وزیر غواړي چې د میاخان اکا په کلي کې ښوونځی جوړ کړای شي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په ټول افغانستان کې ۷ میلیونه او ۳۰۰ زره ماشومان له ښوونځیو محروم دي چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.
وایم میاخان اکا خود سړیتوب لوی سمبول دی، سم د جنت سور ګل دی په جهنم کې، خدای دې وساتي د عربي سپیتوب له شره، او یو ښه پوخ له زړه له تلې تو لانت په مورده ګاو طالیب او دده په عربي سپیتوب چې مکتبونه داړي
دا نیک کار او تصمیم دی خو خدای دی وکړی چه د نوموړی(میاخان آکا) آرمان د ده په وژندانه کی پوره شي او دی د مکتب د پرانستو شاهد وی