محور ورځپاڼه:
د افغانستان د پوهنې وزارت هغو ۲۰ زره کسانو ته د مسلکي او تخنيکي زده کړو د فراغت سندرونه ورکړل، چې د حرفه يي کادرونو په توګه د افغانستان د کار په بازار کې اړتیا پوره کوي او د افغانستان تولیدي – صنعتي نظام ته بدلون ورکوي.
ددغو کسانو له ډلې، څه باندې ۱۵ زره یې له تخنیکي انستیتوتونو او څلور زرو په شمېر له تخنيکي مسلکي لیسو فارغ شوي دي.
د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردګ وايي، دی مطمین دی، چې دغه کسان په فني لحاظ هومره پیاوړي دي، چې د کار په مارکیټ کې ځانونو ته مناسب کارونه موندلای شي. د ښاغلي وردګ په خبره په راتلونکو پنځو کلونو کې به د تخنیکي او مسلکي مرکزونو شمېر ۵۳۳ ته لوړ شي، چې د هېواد په کچه به پکې ۳۰۰ زره ځوانان د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په بېلابېلو برخو کې مسلکي تخنیکي زده کړې کوي.
د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د هغو شل زره کسانو د فراغت جمعي جشن ولمانځل شو، چې د پوهنې وزارت له تخنيکي او مسلکي روزنيزو مرکزونو فارغ شوي دي. د افغانستان د کاري او تولیدي نظام اوسني حالت ته په کتو دا لوی شمېر فني کادرونه کولای شي، چې د افغانستان د تخنيک او فن په برخه کې په بهرنیانو د افغانستان اتکا حداقل ته راټيټه کړي.
دغه کسان له ۴۷ بېلابېلو تخنيکي او مسلکي څانګو فارغ شوي دي، خو دم ګړۍ په افغانستان کې ۱۰۸ تخنيکي مسلکي انستیتوتونه او ۱۸۵ مسلکي ښوونځي فعال دي چې د ۱۰۰ زرو په شمېر افغان ځوانان پکې په زده کړو بوخت دي.
دغه کسان په ۷۳ څانګو کې له دوو تر پنځو کلونو مسلکي تخنيکي روزنه اخلي او له کاري مارکیت سره د عیار تعلیمي سیستم په هکله ډاډ ورکوي.
د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردګ د فراغت په جشن کې ددې لویې شمېرې ځوانانو فراغت د کار په مارکېټ کې بې ساری انقلاب ګڼي، چې په خبره یې هم هېواد ته د بیرونيو فني کسانو د راتګ اړتيا له منځه وړي او هم د مارکېټ له تقاضا سره برابر کورنی ځواک ګڼل کېدای شي.
ښاغلی فاروق وردګ وايي: (( په ۱۳۹۱ کال کې ۸۵۳۶ کسان او په ۱۳۹۲ کال کې ۱۱۴۴۵ کسان د مسلکي تخنيکي زده کړو د ګړندي سیستم متخصصين فارغ شوي دي.))
فاروق وردګ وايي، داسې تګلاره یې ترلاس لاندې نیولې، چې د راتلونکو پنځو کلونو په اوږدو کې به د مسلکي تخنیکي زده کړو د مراکزو شمېر ۵۳۳ ته لوړ کړي او په دې توګه به ۳۰۰ زره کسان مسلکي تخنيکي زده کړو ته راجلب کړي.
د پوهنې د وزیر په خبره داسې لس کلن پلان یې هم چمتو کړی، چې پرمټ به یې د هېواد په اتو زونونو کې د مسلکي زده کړو کمپلکسونه جوړوي او په خبره یې په څلورو لویو یې همدا اوس کار روان دی. د یاد پلان له مخې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د تحقیقاتو یو ملي مرکز هم د جوړېدو په درشل دی.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو چارواکي وايي، د مسلکي تخنيکي زده کړو لپاره ۵۷۰ عنوانه کتابونه به په پښتو او دري ژبو ترجمه شي. په یاد پلان کې راغلي، چې د تخنيکي زده کړو د اوسنیو ۷۳ څانګو شمېر به په محدودو کلونو کې ۱۵۰ ته ورسېږي.
د پوهنې وزارت د پلان له مخې سږکال به په انستیتونو کې ۵۵ زره نوي محصلین او په تخنيکي مسلکي ښوونځيو کې به ۲۰ زره کسان جذب کړي. په همدې کال به ۶۵ نوي تخنيکي مراکز او ۲۰ نورو مراکزو ته ودانۍ جوړيږي. د پوهنې وزارت د نشراتو ريیس کبیر حقمل وايي، د پلان له مخې د هېواد د یو شمېر کورنیو پوهنتونونو په ګډوون یې هندوستان، قزاقستان، روسیې، بلغاریا، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو ته د ۴۰۰ ځوانانو د استولو لپاره د بورسونو زمینه برابره کړې ده.