د پوهنې وزارت
فضل الحق طاهرزی
د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو مرستیال له اریانا نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې پوهنې وزارت، د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې او کلیو او پراختیا وزارت درې لویې څېړنې وکړې چې په ترڅ کې یې د خیالي ښوونځیو او ښوونکو په اړه هېڅ ډول شواهد پیدا نه شول.
وروسته له هغې چې له افغانستان سره د امریکا  د مرستو لپاره څېړونکې ادارې (سیګار) د افغانستان له پوهنې وزارت سره د امریکا د ۷۵۰ میلیونه ډالرو مرستې د ناسم لګښت او په افغانستان کې د خیالي ښوونځیو، ښوونکو او زده کوونکو په تړاو څرګندونې وکړې؛ پوهنې وزارت په دې تړاو  د څېړنو خبر ورکړ چې په پایله کې یې هېڅ ډول خیالي ښوونځي او زده کوونکي نه دي پیدا شوي.
د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو مرستیال محمد ابراهیم شینواري له اریانا نیوز سره ویلي: ((موږ د سیګار راپور هم ولوست او ځینې شکونه هم وو چې خیالي ښوونځي یا ښوونکي شته. سږ کال مو یوه لویه او هر اړخیزه څېړنه وکړه. په دغه څېړنه کې هېڅ ډول خیالي ښوونځی، ښوونکی او زده کوونکی پیدا نه شول. یو اېس آی ډي هم د یوې خپلواکې ادارې له لوري څېړنه وکړه چې د هغوی په معلوماتو کې هم دې ته ورته څه نه دي پیدا شوي.))
د پوهنې وزارت دغه چارواکی چې د پوهنې وزارت لپاره له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱ کال پورې د مرستو جلبولو په موخه امریکا ته تللی، وایي چې ښایي په ناامنو سیمو کې د غیر فعالو او تړلیو ښوونځیو په اړه ناسم پوهاوی شوی وي او خیالي بلل شوي وي.
د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو مرستیال محمد ابراهیم شینوار ی وایي: ((ښایي یو سوءتفاهم وي چې ځینې ښوونځي د ناامنیو له کبله تړلي وي، مګر هغه خیالي ښوونځي نه دي، سبا ته که امنیت شي، بېرته فعالېږي.))
د پوهنې وزارت دغه چارواکی وایی، د پوهنې وزارت ټولو ریاستونو ته یې سپارښتنه کړې ده، هغه کډوال چې افغانستان ته راغلي، که سند لري یا نه، په ښوونځي کې یې شامل کړئ.)) 
نوموړي ناامنۍ، د ظرفیت ټیټوالی او د کیفیت ټیټوالی د افغانستان د پوهنې پر وړاندې اصلي ستونزې بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *